د کفري هيوادونو څخه د راوړل شويو غوښو حکم دوهمه برخه (د علماوو نظرونه )

نهم: د راوړل سوو غوښو په باب د علماوو او مبلغينو اظهارات:

الف:شيخ محمد تقي عثماني ـــ حفظه الله ـــ وايي:

هغه طريقه چي د چرګانو د حلالولو په هکله ځني کار اخيستل کيږي او ما په خپلو سترګو په کاناډا، جنوبي افريقا او د (ري يونين) په جزيره کي وليدله، دا وه چي يو ډېر لوى ماشين و، چي د ذبح کولو او تيارولو ټول مراحل يې ترسره کول، له يوه لوري به چرګ وردننه کړل سو او بلي خوا ته به يې پاکي غوښي په قوطيو کي بندي راوتلې، ټولي مرحلې يې له حلالولو څخه د بڼکو تر شکولو، د کولمو تر ايستلو، د غوښي پرې کولو، پاکولو او په قوطيو کي تر بندولو پوري د برق د يوه ماشين په ذريعه پوره کيدلې او هغه څه چي په دې پلټنه کي له شرعي پلوه ورته اړتيا ده، هغه څلور شيان دي:

لومړى: دا چي چرګان په سړو اوبو کي چي په هغو کي د برق جريان و، تېريدل.

دوهم: د چرګانو غاړي په يوه ګردۍ چاړې چي څرخيدله، پرې کيدې.

دريم: په ګرمو او تودو اوبو باندي د چرګانو تېرېدل.

څلورم: دا چي په داسي تخنيکي چوکاټ کي واجب تسميه څرنګه ترسره کيداى سي؟

له پورتني اتوماتيکي طريقې څخه چي چرګان يې حلالول، له شرعي پلوه په څو ځايونو کي خلل سته:

(١) په ځينو مسلخونو (د حيوانانو د حلالولو ځاى) کي به چرګان تر حلالېدلو مخکي په سړو اوبو کي چي د برق جريان به پکښې و، ډوبېدل او د دې وېره وه چي چرګان تر حلالولو دمخه ومري…

(٢) ګردۍ چاړه که څه هم د رګونو د پرې کېدلو لپاره په ډېر و وختونو کي کافي وه، خو د چرګانو غاړي به ځيني وختونه په پوره توګه چاړې ته نه رسېدې نو حلقوم به يې نه پرې کېدى او يا خو به ډېر کم څه پرې سو.

(٣) له ګردۍ چاړې سره د دې امکان نسته چي له هر چرګ سره دي تسميه و ويل سي او تسميه د ماشين د چالانولو پر وخت او يا د هغه چا په خوله چي له چاړې سره ولاړ وي، د شريعت غوښتني نه پوره کوي.

(٤) هغه ګرمي اوبه چي چرګان پکښې تېريږي، د دې وېره سته چي ويې وژني…

ب: د رابطۀ عالم اسلامي مشر “محمدعلي الحرکان” د سعودي عربستان د افتاء رئيس ته د راوړل سوو غوښو په هکله يو ليک واستاوه چي متن يې داسي و:

موږ ته يو شمېر رسمي او غير رسمي داسي راپورونه رسېدلي دي چي وايي: ځيني اسټراليايي شرکتونه، هغه چي اسلامي هېوادونو ته غوښي صادروي، په ځانګړې توګه د “الحلال الصادق” شرکت چي خاوند يې يو قادياني “حلال صادق” (هغه کس چي دوى د حيوان د حلالولو لپاره د مسلمان په توګه مقرر کړى وي) دى، هغه د اوښانو، پسونو او مرغانو د ذبح کولو لپاره د اسلامي ذبح کولو طريقې متابعت نه کوي. څرنګه چي رابطه عالم اسلامي په دې باره کي د اسلامي شريعت د تطبيق کولو لپاره ډېري هڅي کوي نو موږ داسي اراده کړې ده چي مخامخ د هغو اسټراليايي اسلامي جمعياتو له اتحاد څخه چي پته يې لاندي ليکل سوې، مرسته وغواړو، ترڅو ټول مسلخونه مکمل د دوى تر څارني او نظر لاندي ذبح وکړي او دوى بيا باوري شرکتونو ته چي غوښي صادروي، شهادت پاڼي ورکړي او خپل رسمي مهر پرې ولګوي، له دې کبله هيله لرو چي تاسو د خپل هېواد اړوندو څانګو او تجارتي اطاقونو ته داسي حکم وکړئ، تر څو له موږ سره مرسته وکړي او احتياط دي وسي، تر څو هيڅ حرامي غوښي له دې هېواد څخه، سيواد اسلامي جمعياتو د اتحاد له شهادته، کوم چي د شرعي ذبحي ضمانت کوي، رانه وړل سي او د اسلامي تعليماتو څخه سرغړونه ونسي، له الله’ څخه غواړم چي موږ ټول په هغه څه کي چي الله’ يې خوښوي، بريالي کړي.

و الله يحفظکم و يرعاکم

محمد علي الحرکان

ج: د (الدعوة) مجلې چي په رياض کي خپريږي، له (ابهاء) ښار څخه د ډاکټر محمد الطباع مقاله په( ٦٧٣) ګڼه د( ١٣٩٨) هـ  ق د ذالقعدې په( ٢١ ) تر دې عنوان لاندي (د دې لپاره چي حرام ونه خورو) راوړې، ليکي:

السلام عليکم ورحمة الله و برکاته:

ستاسو د مجلې په ( ٦٦٧ ) ګڼه چي د( ١٣٩٨ ) ق هـ  د شوال المعظم نهمه نېټه وه، د عبدالرحمن المحمد الاسماعيل مقاله مي ولوستله چي عنوان يې و: (د دې لپاره چي حرام ونه خورو!) الله’ دي خير ورکړي نو زه غواړم لانديني توضيحات وړاندي کړم:

زه محمود الطباع بيطري ډاکټر يم، په غربي المان کي مي خپلي زده کړي ترسره کړي، د زده کړي په پيل کي له نورو مسلمانانو وروڼو سره د حلالو غوښو له مشکل سره مخامخ سوم چي ايا د دوى له غوښو څخه خوراک کول روا دي؟ او د دې لپاره چي د دوى له ذبح کولو څخه مطمئن سو نو له يو شمېر وروڼو سره د هغوى مسلخ ته چي د (هانوفر) په ښار کي دى، ورغلم نو ومو ليدل چي هغوى د غوايانو ګلې راوستلې او په سربه يې له يوې خاصي توپنچې څخه په مردکيو ويشتل او کله چي به ټول په مځکه ولوېدل او ښورېداى به نه سواى نو بيا به مزدورانو د يو څه مودې لپاره چي تقريباً شل دقيقې وخت به و، استراحت کاوو او خوراک څښاک به يې وکړ، بيا به يې د غوايانو د شا پښې په پورته کونکي ماشين پسې وتړلې او سرونه به يې ځني پرې کړل، څرمني به يې ځني وايستلې، غوايي به يې دوه ځايه کړل او په اوبو به يې هغه وخت پرېمنځل چي لري او کولمې به يې ځني راوايستلې،  اوبه به لکه ويني داسي تکي سرې ښکارېدلې،  پخوا له دې چي مزدوران له استراحت څخه راولاړيږي او د غوايانو سرونه پرې کړي، موږ ته معلومه سوه چي ټول غوايي مړه سوي وو او زموږ په دين کي يې خوړل ناروا دي نو موږ مسلمانانو محصلينو او زده کونکو ته خبر ورکړ او خپل دسترګو ليدلى حال مو ورته و وايه، د افسوس خبره ده چي هغوى د خنزير له غوښو څخه هم پرهيز نه کاوو! څه خوله مردارو غوښو؟!

ډاکټر محمود الطباع

دابهاء په سهيل کي د ښاروالي او کليوالي سيمو

د چاپيريال د روغتيا عمومي مديريت

لنډيز يې:

هغه په غربي آلمان کي قصابان وليدل، چي غوايي به يې پر سر په توپنچه ويشتل، بيا وروسته له راحت کولو به يې سرونه ځني پرې کول، په داسي حال کي چي غوايان به د ښوريدلو نه وو، هغوى باوري سول چي ګواکي د هغوى ذبح وروسته تر مړيني ترسره کيږي.

د:په کويت کي المجتمع مجله( ١٤١٤ ) ګڼه نهم کال د سه شنبې ورځ (١٣٩٨ ) هـ ق کال د ذيقعدې له لومړي سره موافق ده په ډنمارک کي د مسلمانانو ځوانانو د جمعيت مقاله تر دې عنوان لاندي چي (په ډنمارک کي د مرغانو د شرعي ذبح په هکله) خپروي، وايي: د هغو بې شمېره پوښتنو چي زموږ ټولني ته د هغه چا له خوا چي په عربي دولتونو کي مقيم دي، راغلي، تر څو په ډنمارک کي د غوښو او چرګانو د شرعي ذبحي کيفيت معلوم کړي نو موږ وروسته له تحقيق او څيړني څو نتيجو ته ورسيدو چي دلته يې ليکو:

موږ له رسمي منابعو څخه وپوهيدو چي قادياني ډله د تأسيس له لومړي وخته چي( ١٩٦٧ ) ميلادي کال و، په ډنمارک کي بعضي کسان چي د مسلمانانو په نامه ځان بولي او هغوى اسلامي هېوادونو ته د غوښو او چرګانو د تصدير شهادت پاڼي ورکوي او په مقابل کي يې له صادرونکو شرکتونو څخه پيسې ترلاسه کوي، موږ ته معلومه سوه چي د اسلامي هېوادونو سفارتونه، لکه چي په نورو هېوادونو کي دي، اسلام نه د ليري او نه هم له نژدې څخه تمثيلوي او موږ ته په تېرو کلونو کي دا هم معلومه سوه چي ځيني شرکتونه د دې لپاره چي اسلامي هېوادونو ته د چرګانو د غوښو صادرات وکړي، چلونه او حيلې جوړوي او په مسلخونو کي د ټيپ ريکارډ په وسيله د قرآن کريم تلاوت خپروي چي ګومان کوي دغه کار زموږ لپاره غوښي روا کوي او ځيني بيا د خلګو په سترګو کي د خاورو اچولو لپاره مسلمانان په مزدورۍ مقرروي چي يوازي په مسلخ کي داسي يو کار چي له حلالولو سره يې تړاو نه لري، ترسره کوي… نن زموږ جميعت ټولو مسلخونو ته چي بهر ته چرګان صادروي او شمېر يې( ٣٥ ) مسلخونه دي، يو ليک واستاوو، کله چي مو د هغوى ځواب ترلاسه کړ، راته معلومه سوه چي ځيني خو اصلاً اسلامي هېوادونو ته صادرات نه لري، ځکه نو هغوى زموږ د ورتلو په باب ممانعت نه درلود! د هغو شرکتونو چي اسلامي دولتونو ته يې د چرګانو او غوښي صادرات کول، له سره يې زموږ د ورتلو (او کتلو) اجازه رانه کړه او په ډاګه يې ممانعت وکړ او د ټيلفون په وسيله مو چي د صادراتو د کمېټې له مشر سره خبره وکړه، داسي راته معلومه سوه چي:

لومړى: د ډنمارک مسلخونه د اسلامي ذبح کولو په هکله هيڅ فکر هم نه لري.

دوهم: عربي واردونکي فقط يوازي له دوى څخه غوښتنه کوي چي د اسلامي ذبحي عبارت ورباندي وليکي نو د ډنمارک شرکتونه هم کله چي تجارت يې زياتيږي او رسمي دائرې هم چي د دوى د تصدير شهادت پاڼي تصديق کوي، ورسره موافقه کوي.

دريم: هغه ذبح چي له بې سدۍ (بې هوښۍ) څخه وروسته د سر پرې کول دي، د دوى د بيطري طب د قانون ايجاب (غوښتنه) ده او له دې سيوابل ډول ذبح خاصي اجازې ته اړتيا لري.

څلورم: هغه څه چي په اوسني وخت کي ډنمارکي شرکتونو ته اهميت لري، هغه د هغو سفارتونو دريځ دى، کوم چي دوى يې هېوادونو ته صادرات لري، ځکه هغوى دي چي د اسلامي ذبحي کتل او څارل يې په غاړه دي…

موږ د صادراتو د کمېټې له مشر څخه وغوښتل چي د دغو مادو په هکله ليکلى ځواب راکړي، ويې منله خو بيا خبره تراوږدې مودې وځنډېدله او په پاى کي موږ ته په ديپلوماتيکه لهجه يو داسي ځواب ورسېدو چي هغه زموږ له ټليفوني خبرو اترو څخه ليري و. له پورتني بيان څخه ښکاري چي د دغو ملنډو لومړني مسئولين د ډنمارک صادرونکي نه دي، بلکي په لومړۍ درجه کي عربي سوداګران دي او له هغوى وروسته بيا هغه سفارتونه دي چي د دوى ګناه تصديقوي.

بناء پر دې موږ په ډنمارک کي د مسلمانانو ځوانانو جمعيت له دې ځايه ټولو مسلمانانو ته چي هر ځاى اوسي، اعلانوو:

هغه غوښي چي له ډنمارک څخه دوى ته صادريږي، په خاص ډول نه ذبح کيږي او له هغو ذبائحو څخه يې فرق نه سته چي نورو دولتونو ته صادريږي او دلته ذبح کول د بې خودۍ (بې هوښۍ) په توګه ترسره کيږي، يوازنى فرق دا دى چي په پاکټونو باندي يې عربي الفاظ د رانيونکو او مسلمانانو د خطاايستلو لپاره وي .

شيخ عبدالله الذاکري

Print Friendly, PDF & Email