د جماع يا کورواله په وخت کې يو د بل عورت ته کتل څه حکم لري ؟

سلام عليكم
بعد له سلام زه يو پوشتنه لرم هغه دا چي يو سري كولي شي چي ده خپلي بي بي عورت وكوري و كه سه حكم لر ي وسلام  – احمد نور

الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جماع يا کورواله په وخت کې يو د بل عورت ته کتل څه حکم لري ؟

ځواب : بهر د حکيم زوی له خپل پلار څخه او هغه له جد څخه روايت کوي چې هغه وايي و مې ويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! د جماع په وخت د عورت کومه حصه پټه کړم او کومه حصه پټه نه کړم ؟

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ» [1]   

شرمګاه دې له ټولو پټه ساته پرته له خپلې ښځې او وينځې .

خو غوره داده چې شرمګاه له هر چا څخه پټه وساتل شي ،پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي « إِنْ اسْتَطَعْتَ أَلَا يَرَيَنَّهَا أَحَدٌ فَافعل» [1]  

که چيرې په دې توانيږې چې هيڅوک هغه ونه ويني نو داسې وکړه صحابي بيا وپوښتل چه ای رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ !که سړی تنها وي ؟

ويې فرمايل : «اللَّهُ أَحَقُّ أَنْ يُسْتَحْيَا مِنْهُ مِنْ النَّاسِ» « الله تعالی تر ټولو ددی لايق دی چه خلک له هغه څخه شرم وکړي » [1]

 مأخذ : د علمي څيړنې او افتا دايمي ټولنه (19/363) مکه مکرمه

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

[1]  احمد (5/4،3)، او ابوداود (4017) او ترمذی (2769) ا و نسائی په ” الکبری” (8972) ، او ابن ماجه (1920) او حاکم 4/180(7358)

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
    په شرعی لحاظ، که د فدایی بریدونو په هکله معلومات راکړی چی آیا دا کار شرعا جواز لری کنه؟ که یی لری په کومو حالاتو کی او دلیل یی څه شی دی؟
    په درنښت