سيرت نبی ( د غم کال )

د ابوطالب او خديجة الکبری وفات 

د ابوطالب مړینه:د ابوطالب ناروغتیا سخته او په لنډو ورځو کې مړ شو، نومړي د رجب په میاشت کې د نبوت په لسم کال له نظر بندۍ څخه شپږ میاشتې وروسته وفات شو، ځینې وایې چې: د روژ ې په میاشت کې د خدیجة الکبري رضي الله عنها له مرګ څخه یوازې دري ورځې وړاندې مړ شو.

له مسیب رضي الله عنه څخه په صحیح روایت نقل شوي دي چې کله ابوطالب دمرګ په مرض پریوت نبي صلي الله علیه وسلم هغه وخت ورغي چې ابوجهل هم ورسره وواو ورته ویې ویل چې کاکا جانه! یوازې د (لا اله الا الله) کلمه ووایه زه به ستا لپاره له الله جل جلا له څخه بښنه وغواړم.

ابوجهل او عبدالله بن امیة ورته وویل ابوطالبه ! اوس په دې اخر عمر کې د عبدالمطلب دین پریږدې؟

همدا خبرې یې ورته کولې تر څو د ابوطالب خري خبره همدا شوه چې د عبدالمطلب په دین یم.

رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل ترڅو مې الله جل جلا له منع نه کړي زه به پرله پسې ابوطالب ته بښنه وغواړم تر څو لاندې مبارک ایتونه نازل شول [مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ 113]    التوبه

ژباړه : پیغمبر او مسلمانانو ته نه ښایې چې د مشرکانو لپاره بښنه وغواړي که څه هم نژدې خپلوان یې وی، وروسته له دې چې ورته ښکاره شي چې دوي د اور خاوندان دي.

[إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ] قصص  ۵۶

 ژباړه: چاته چې ستا خوښه شی ته لار نه شې ښوولي ( لار ښوونه د الله  جل جلا له کار دي).

دلته د ابوطالب دهغه کړنو چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم په ملاتړ او ساتنه کې یې کړې وې یادونه په کار نه ده په لنډ ډول باید ووایم چې ابوطالب هغه ستره کلا وه چې اسلامي دعوت یې دسرکښانو او ناپوهو له تیریو څخه ژغورلی وو خو په خپله یې ترې څه ګټه وانه خیسته او د پلرونو په زاړه دین پاتې شو.

عباس بن عبدالمطلب وایې ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ته به د خپل کاکا څه ښیګڼه وکړې هغه خو ته دهرې بلا نه ژغورلې او ستا په سر یې ډیرې دښمنۍ اخیستې وې؟

نبي صلي الله علیه وسلم ځواب ورکړ هغه د جهنم په یوه څنډه کې دي او که زه نه وي هغه به د اور په تل کې پروت واي.

ابوسعید الخدري رضي الله عنه وایې چې د نبي صلي الله علیه وسلم په وړاندې یې  د کاکا یادونه وشوه رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: کیداي شي د قیامت په ورځ زما شفاعت ګټه ورته ورسوي او د جهنم په یوه څنډه کې یې واچوي چې اور به یې یوازې ښنګرو ته رسیږي.

حضرت خدیجه رضي الله عنها د الله جل جلا له په لور:

د تاریخي مراجعو د اختلاف په رڼا کې د مسلمانانو مور حضرت خدیجة الکبری د ابوطالب له مرګ څخه یوازې دوه میاشتې یا یوازې دري ورځې وروسته د نبوت په لسم کال د روژې په مبارکه میاشت کې په ۶۵ کلنۍ چې نبي صلي الله علیه وسلم ۵۰ کلن وو وفات شوه.

حضرت خدیجه رضي الله عنها دلوي الله جل جلا له له لوري رسول الله صلي الله علیه وسلم ته له سترو پیرزوینو څخه  وه چې د یوې پیړۍ څلورمه برخه عمر یې ورسره تیر کړ، د نبي صلي الله علیه وسلم سره په سختو او کړمنو وختونو کې ملاتړه او د نبوت په رسونه کې یې ملګرې او د ترخه جهاد په سختیو کې ورسره برخمنه او د سر او مال په ښندلو یې د نبي صلي الله علیه وسلم ملاتړ کاوه.

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایې: هغه وخت یې په ما ایمان راوړ چې خلکو نه منلم ، هغه وخت یې رښتیني وګڼلم چې نورو درواغجن را ته ویل او هغه وخت یې په خپل مال کې برخه من کړم چې هیچا څه نه راکول او الله پاک له هغه نه بچیان راکړل او له نورو ښځو څخه یې اولاد را نه کړ.

د ابو هریرة رضي الله عنه څخه په صحیح روایت کې نقل شوي دي چې: جبرائیل علیه السلام رسول اکرم صلي الله علیه وسلم ته راغي او ویې فرمایل: اي د الله جل جلا له استاذیه! دغه ده خدیجة راغله په لاس کې یې د ترکارۍ ،خوراک او یا څښاک لوښي دي ، د الله جل جلا له له لوري سلام ورته وایه او په جنت کې له لرګیو څخه د جوړ شوي داسې کور زیري ورکړه چې نه به پکې غالمغال وي او نه ستړتیا.

پنډ غمونه:

دا دواړه درد وونکې پیښې ډیر زر سره را مینځ ته شوې چې د نبي صلي الله علیه وسلم  زړه یې له غم او خفګان له تورو وینو څخه ډک کړ له دې وروسته د قوم له لوري د کړاوونو او تیریو نه پرې کیدونکي لړۍ پیل او د ابوطالب له مړینې وروسته یې په رسول الله صلي الله علیه وسلم باندې د تیري او ظلم کولو جرات زیات او نبي صلي الله علیه وسلم د ستونزو او کړاوونو له نه شلیدونکي لړي سره مخ کړچې باالاخره نبي صلي الله علیه وسلم له خپل قوم څخه مایوسه او دطایف په لور ووت کیداي شي چې هلته داسې څوک پیدا شي چې بلنه یې ومني او ملاتړ یې وکړي خو هلته هم څوک داسې پیدا نه شول چې د نبي صلي الله علیه وسلم ملاتړ وکړي  او ده ته پناه ورکړي بلکه هومره بده کړنه یې ورسره وکړه چې لا تر اوسه د قوم له لوري نه وو ورسره مخ شوي.

په رسول الله صلي الله علیه وسلم باندې د ظلم تر څنګ د ده په اصحابو هم د ظلم بازار ګرم هغه وو چې د ده ډیر نژدې ملګري ابوبکر صدیق رضي الله عنه هم له مکې څخه د حبشې په لورد وتلو تکل وکړ خو چې کله برک الغماد ځاي ته ورسید ابن الدغنه ورسره مخ او په خپل ضمانت او پالنه کې یې بیرته را ګرځاوه.

ابن اسحق لیکي: د ابوطالب له مرګ وروسته قریشو د نبي صلي الله علیه وسلم د ځورولو لپاره هغه هڅې وکړې چې د هغه په ژوند کې یې اټکل هم نه شو کیداي، ان تر دې چې یوه ورځ یوه ناپوه قریشي د رسول الله صلي الله علیه وسلم په سر باندې د خاورو ډیري ورچپه کړ رسول الله صلي الله علیه وسلم کور ته ولاړ یوې لور یې د خاورو ډک سر په چیغو او ژړا کې ومینځه، رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل: لورکۍ! مه ژاړه الله پاک ستا پلار ژغوري.

رسول الله صلي الله علیه وسلم به همیشه فرمایل: ما له قریشو څخه د ابوطالب ترمرګه داسې بد چې زه یې زورولم نه وو لیدلي.

د همدغو نادودو پیښو له کبله رسول الله صلي الله علیه وسلم دا کال د غم په کال ونوماوه  او په تاریخ کې په همدې نامه مشهور شو.

 آن لاين اسلامې لارښود


Print Friendly, PDF & Email