د کافر څخه غلا کول جايز دي ؟

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکات
محترمو استادانو او د اسلامی نړی ستنو د تاسو له زحمت او تکلیف څخه یو نړی مننه چی اسلامی لارښونی کوی.
دوه سوالونه لرم هغه دا جی آیا دهغو مسلمانانو له شرکتونو سره چی د کفارو لپاره مواد جوړوی او یا د هغو په پیسو باندی کار کوی ددی شرکتونو سره کار یا مزدوری کول هم حرام دی او که ځنګه لکه نن په افغانستان کی؟
او دوهمه پوښتنه داده جی ایا د حربی کفارو مال حلال دی او که حرام دی که ځوک یی ځنی غلا کړی او په بله طریقه یعنی جل ورسره ورکړی اوبیا مجاهدینو ته ورکړی؟
مننه د ځواب په انتظار

محمود صالحي وردګ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې د حربي کافر يا هغه کمپنۍ چې د هغوی سره کار کوي کار کول څه حکم لري تفصيل دلته وګورئ

دوهم : داچې د کافر څخه غلا رواده او که نه ؟

نه مسلمان غل صفته ، خاين صفته او فريب ورکونکی نشي کيدای ، غلا ، توکه په اسلام کې حرام دي لويې ګناوي دي که د کافر څخه وي او که د مسلمان څخه حرام دي .

وقال النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (لَعَنَ اللهُ السَّارِقَ ) . رواه البخاري (6783) ومسلم (1687) او د سارق يا غله حد په اسلام کې د لاس پرې کول دي .

فريب او توکه ورکول حرام او په اړه يې سخت وعيد دی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ومن غشنا فليس منا (راوي : ابوهريره – المسلم 101)   يعنې : فريب وركونكي له موږ څخه نه دی

په اسلام کې خيانت ، غلا ، رشوت او فريب وجود نه لري بلکي د عدل او انصاب دين دی :

(وَيَا قَوْمِ أَوْفُواْ الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ ) هود85

او ای زما قومه ، پيمانه او تله په انصاف سره پوره ورکړئ . خلکو ته د دوی شيان مه کموئ او په ځمکه کې فساد ته لاس مه اچوئ .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ (النساء 29 )

ای مؤمنانو ! په ناحقه سره يو د بل مالونه په خپلو منځونو کې مه خورئ .

په پورته آیتونو کې د الناس کلمه عامه ده يعنې کافر او مسلمان باندې د هغه اطلاق کيږي .

او دا چې خلک وايي د حربي کافر مال مباح دی هغه د هر چا د پاره مباح نه دی بلکې د حربي کافر اسير او د هغه څخه نيول شوی مال غنيمت دی هغه به د مسلمانانو مسئول امير ته سپارل کيږي او هغه به يې د اسلامې شريعت له مخکې تقسيموي .

ځکه په غلا کې له خلکو څخه په ناحقه سره مال په پټه وړل کيږي چې په اسلامې شريعت کې داسې کول حرام او د داسې جزا د پاره حد ټاکل شوی دی .

او د جهاد په وخت کې چې د کفارو څخه کوم مال نيول کيږي نو هغه  په حکم د في او غنيمت کې دی کوم چې د مجاهدينو د پاره الله جل جلا له  حلال ګرځولی دی قوله تعالی : ( فكلوا مما غنتم حلالاً طيباً ) ولفعله صلى الله عليه وسلم في حروبه وجهاده مع الكفار ، وسلبه لأمتعتهم وأموالهم .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. slamoona aw ihteramat da dawat karkawonko aw ledonko ta
    zma pokhtana da da ka yaw sok la kafir sara kar kawe aw hagha kair warta hara myasht pasy yani ropay warkawe da mazdor ya karegar masalann 10 ropay kegi aw kafir warta hara myasht kami legi pa visa cord bande pa de surat ke la kafir sakha ghla kawal sa hokam larre chi sare kha pohegi chi da zma mal khore aw zoor ye ham na rase aw ka kar pregdi no kar ham na payda kegi
    staso da kha jawab pa hela
    mananana
    Allah j de ajar darkrii

    ځواب http://dawat.katib.org/archives/3834

  2. وعليکم وسلام
    د سوال په مطلب باندې ښه يوه نشوو
    مهرباني وکړئ سوال مو په پښتو متن وليکی .