د حضرت عمر رضی الله عنه مسلمانيدل او د اسلام پياوړتيا

د ظلم او خپل سرۍ په دې خړه فضاء کې چې ټول افق تورو وریځو نیولي وو یوه بله بریښنا چې له لومړۍ څخه یې رڼا تیزه وه و پړکیده دا رڼا د حضرت عمر رضي الله عنه مسلمانیدل وو، حضرت عمر رضي الله عنه له حضرت حمزه رضي الله عنه څخه دري ورځې وروسته مسلمان شو .

ترمذي د ابن عمر په صحیح روایت او طبرانی د ابن مسعود او انس رضي الله عنهما روایت نقلوي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم دعاء وکړه: ای الله اسلام په خپل یو ګران بنده پیاوړی کړه ، په عمر بن الخطاب او یا په ابوجهل بن هشام.

نو الله جل جلا له ته ډیر ګران حضرت عمر رضي الله عنه وو ، که ټول هغه روایتونه چې  د حضرت عمر رضي الله عنه د اسلام را وړلو کیسه یې کړې ده سره را ټول او کره کتنه ورته وشي نو په ډاګه به شی چې اسلام د عمر رضي الله عنه زړه ته په تدریجي ډول داخل شو.

پخوا له دې چې د اسلام را وړلو کیسه یې را نقل کړو د اسلام راوړلو مخکې د ده مبارک مزاج،خوي او فطري خواصو ته لنډه کتنه کوو.

حضرت عمر رضي الله عنه په سخت خویي او کلک هوډ لرلو مشهور وو که څه هم  د ده له لاسه مسلمانان ډیر ربړیدلي وو خو په خپله دي د مختلفو عادتونو مجموعه وو، له یوې خوا هغه رواجونو او عادتونو ته چې له پلرونو ورته پاتې وو په درنه سترګه کتل له بل لوري یې له شرابو، ساز سرود او نورو سره  هم مینه درلوده او له دې سره سره د مسلمانانو کلک هوډ او اوسپنیزه ارادو ته چې دخپلې عقیدې په لاره کې یې ډول، ډول ستونزې منلې هک پک حیران کړي وو او د دوي دا غوره صفت یې زیات خوښاوه او د نورو هوښیارانو په شان  د ده په زړه کې هم دا خبره وه او ورځ په ورځ پخیده چې اسلام او غوښتنې یې د نورو موجودو دینونو څخه غوره او پاکې دي.

د دې جلا جلا صفتونو له کبله هغه جوش وهونکي ته ورته وو چې ژر به یې جوش کاوه او سم له لاسه به یې زور ختم شو.

د اسلام را وړلو کیسه یې په دې ډول وه:

 حضرت عمر یوه شپه هوډ وکړ چې له کوره بیرون چیر ته ویده شي حرم ته ولاړ هلته رسول الله صلي الله علیه وسلم په لمانځه ولاړ او د الحاقة سورت یې تلاوت کاوه ، عمر ورته غوږ کیښود د قرآنکریم د لفظونو جوړښت یې ډیر خوښ شو عمر وایې له ځان سره مې وویل لکه قریش چې وایې رښتیا هم لوی شاعر دي په همدې خیال کې وم چې نبي صلي الله علیه وسلم لاندې برخه تلاوت کړه (إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ 40 وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلاً مَا تُؤْمِنُونَ 41 )   الحاقة

ژباړه: بې له شکه دا (قرآنکریم) د الله د ستاذي خبرې دي ، د کوم شاعر خبرې نه دي خوله تاسې ډیر لږ خلک ایمان را وړئ.

نو ما وویل نه هرو مرو ساحر دي  په دې وخت کې نبي صلي الله علیه وسلم سورت تر اخره تلاوت کړ چې: (وَلاَ بِقَوْلِ كَاهِنٍ قَلِيلاً مَا تَذَكَّرُونَ 42 تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ 43 )   الحاقة

ژباړه: نه د کوم ساحر خبرې دي تاسې ډیر کم خلک پند اخلۍ ، دا کتاب یوازې د رب العلمین له لوري نازل شوي دی.

حضرت عمر رضي الله عنه وایې له اوریدو سره جوخت مې زړه کې اسلام ته دروازه خلاصه شوه.

دا د اسلام لومړۍ وړانګې وې چې د ده زړه کې یې څرک وکړ خو دجاهلي عادتونو، کړو ،رواجونو پالنه او د پلرونو د دین غوره ګڼل د ده زړه کې تر نورو قوي او ځاي نیولي وو همغه وو چې یوه ورځ حضرت عمر د نبي صلي الله علیه وسلم د وژلو په تکل له کوره لوڅه توره ووت په لاره کې نعیم بن عبدالله یا دبنی زهرة یا بني مخزوم قوم کوم غړي په مخه ورغي او ورته یې وویل عمره : چيرته دې مخه کړې ؟ عمر وویل : ځم چې محمد ووژنم .

هغه سړي ورته وویل که محمد ووژنې نو د بني هاشمو او بني زهرة ځواب به څنګه وایې؟

عمر ځواب ورکړ معلومیږی چې خپل دین دې پریښي او بې دینه شوي یې.

هغه سړي ورته وویل چې ستا خور او اوښي دې بي دینه شوي او ستا دین یې پريښي دي ، د دې خبرې په اوریدو عمر له قهره شین او د خور د کور په لور یې مخه کړه هلته خباب بن الارت دواړو ته له یوې پاڼې څخه (طه) سورت تدریس کولو دعمر په راتګ پوه شو نو ځان یې ګوښه کړ او د عمر خور فاطمې د قرآن کریم پاڼه په پټ ځاي کې کیښوده، حضرت عمر د خباب رضي الله عنه غږ اوریدلي وو نو پوښتنه یې وکړه دا غږ دچا وو خور او دهغه میړه ورته وویل څوک نه وو بس په خپل منځ کې غږیدو، حضرت عمر رضي الله عنه ورته وویل لکه چې تاسې هم بې دینه شوي یي، دوي ورته وویل چې که هغه دین حق وي بیا؟

د دې خبرې په اوریدو عمر خپل اوښي  تر پښو لاندې کړ خور یې د خپل خاوند د خلاصولو لپاره راغله او عمر یې له هغه پورته کړ عمر خپله خور په خورا درنه څپیړه ووهله چې له مخ یې وینې وبهیدلې، خور یې د قهر او غوسې په حال کې وویل عمره! که حق ستا له دین څخه جلا بل دین وي بیا به هم ته همدا وړ کوې؟بیا یې د توحید کلمه وویله : اشهد ان لااله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله.

عمر چې دخپلې خور او اوښي د مقاومت په مقابل کې مایوسه او د خور وینې یې ولیدې نو خورا پښیمانه او په خجالت جنه  څیره  یې وویل ښه ده نو ستاسې کتاب را کړۍ چې زه یې ووایم ،خور یې ورته وویل چې ته خو ناولي یی اول غسل وکړه بیا قرآنکریم تلاوت کړه عمر غسل وکړ بیا یې قرآنکریم واخیست او شروع یې وکړه :

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم  او ویې ویل دا څومره پاک او ښکې نومونه دي .

بیا یې د (طه) سورت تلاوت کړ تر څو (إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلاَةَ لِذِكْرِي 14 ) برخې ته ورسید بیا یې وویل: دا څومره ښې او ښکلې خبرې دي ما ته محمد را وښایې خباب چې د عمر داخبره واوریده نو ځآن یې ښکاره کړ او ويې ویل عمره ! زیري مې در باندې زه امید لرم چې د نبي صلي الله علیه وسلم د پنج شنبې دعاء ستا په هکله قبوله شوې وي چې هغه د صفا دغره تر څنګ کور کې فرمایلې وه اي الله جل جلا له ! په عمر بن الخطاب او یا په ابي  جهل بن هشام سره اسلام پیاوړي کړه.

عمر بیا خپله توره واخیسته او د نبي صلي الله علیه وسلم په لور روان شو هلته چې ورسید دروازه یې و ډبوله د کور څخه یوه له دروازې ولید چې عمر لوڅه توره ولاړ دي نبي صلي الله علیه وسلم ته یې خبر ورکړ ټول را ټول شول حمزه پوښتنه وکړه څه خبره ده ؟ هغوي ځواب ورکړ عمر دي حمزه وویل: دروازه ورته خلاصه کړي که د خیر په نیت راغلي وی نو ورته وربه یې کړو او که په بد نیت راغلي وي نو په خپله توره به یې مړ کړو.

رسول الله صلي الله علیه وسلم په کور کې د ننه وحې پرې نازیلیده  د وحې له نزول وروسته یې له عمر سره د کور په حجره کې وکتل عمر یې دکالیو له څنډه ونیو او ټکان سره یې ځآن ته را کش کړ او ورته یې وفرمایل عمره! ته له خپلو بدو تر هغه لاس نه اخلې تر څو دالله جل جلا له له لوري د داسې سپکاوي سره مخ شې لکه څنګه چې ولید بن مغیره ورسره مخ شو؟

بیا یې وفرمایل یا الله دا عمر دي اسلام د عمر بن الخطاب په واسطه پیاوړي کړه.

عمر وویل: اشهد ان لااله الا الله و انک رسول الله.

عمر مسلمان په کور کې ناستو خلکو هومره په زوره الله اکبر وویل چې په حرم کې ناستو خلکو هم واوریدو، حضرت عمر رضي الله عنه د لویې دبدبې خاوند وو اسلام راوړلو یې په کفارو او مشرکینو کې د سپکاوی او ناتوانۍ ویر او د مسلمانانو مینځ کې یې د خوښۍ او سرلوړۍ انګازه را پیدا کړه.

ابن اسحق له عمر رضي الله عنه نه روایت کوي : کله چې زه مسلمان شوم نو فکر مې وکړ چې د مکې کوم اوسیدونکي د رسول الله صلي الله علیه وسلم  زیات دښمن دي له ځان سره مې وویل چې دا به ابوجهل وي کورته یې ورغلم دروازه مې ور وډبوله را ووت او ویې ویل ښه راغلې څه خبره ده؟ خیر خوبه وي؟ ماورته وویل راغلم چې تا خبرکړم چې ما په الله او دهغه په رسول محمد صلي الله علیه وسلم باندې ایمان راوړي دی،  ابوجهل دروازه په زورره را بنده کړه او ویې ویل خدای د تا او ستا خبره ورکه کړي.

ابن هشام او ابن الجوزي په لنډ ډول لیکې کله چې عمر رضي الله عنه مسلمان شو نو جمیل بن معمر چې په خبر خپرولو کې مشهور وو ورغي او ورته ویې ویل چې زه مسلمان شوي یم هغه ټول قریش پرې خبر کړل ټول پرې راټول شول او تر نیمې ورځې د دوي او عمر رضي الله عنه تر منځ جګړه روانه وه، عمر رضي الله عنه ورته وفرمایل چې که مونږ ۳۰۰ تنه واي یا به تاسې مکه کې اوسیدلي یا مونږ دریغ مه کوي هر څه کوي ویې کړي.

دا د مشرکینو عکس العمل وو حتي چې دحضرت عمر رضي الله عنه د وژلو دسیسه یې هم جوړه کړې وه خو الله جل جلا له نجات ور کړ، راځي وګورو چې د مسلمانانو څه ورځ وه ، مجاهد له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کوي :ما له حضرت عمر رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه د فاروق لقب تاته په کوم دلیل درکړي شو؟

عمر رضي الله عنه وویل چې حمزه دري ورځې له ما مخکې مسلمان شوي وو بیا زه مسلمان شوم ،د اسلام را وړلو ټوله قصه یې راته وکړه په اخیر کې یې وویل کله چې زه مسلمان شوم رسول الله صلي الله علیه وسلم ته مې وویل چې : ایا مونږ په حقه نه یو که مړه شو یا ژوندي وو؟ رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل سوګند مې دې په هغه ذات وي چې زما ژوند دهغه په لاس کې دي تاسې په حقه یې که مړه شوۍ او یا ژوندي عمر رضي الله عنه وویل نو بیا ولې اسلام پټوو؟ سوګند مې دې په هغه الله جل جلا له وي چې ته یې په رښتیا را لیږلی یې مونږ به خامخا اسلام څرګندوو، مونږ د نبي صلي الله علیه وسلم په ملتیا په دوه کتارونو کې چې په یوه کتار کې زه او په بل کتار کې حمزه وه په لاره کې زمونږ له تګ څخه ګرد پورته کیده روان ترڅو مسجد الحرام ته ورسیدو ،قریشو چې په ما او حمزه سترګې ولګیدې نو له داسې زړه بد والي سره مخ شول چې تراوسه نه وو مخ شوي، رسول الله صلي الله علیه وسلم په همدې ورځ ماته د فاروق لقب راکړ.

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه به ویل: زمونږ په توان پوره نه وه چې له کعبې شریفې سره لمونځ وکړو ترڅو عمر مسلمان شو او هم وایې د عمر له اسلام را وړلو سره مونږ سر لوړي شوو.

صهیب بن سنان الرومي رضي الله عنه وایې:کله چې عمر مسلمان شو اسلا ښکاره او په ډاګه ورته بلنه پیل شوه ، دکعبې شریفې په چاپیریال کې ه ډلې ډلې د کړۍ په شکل کیناستو، په ښکاره مو طواف کاوه او چا به چې په مونږ تیرۍ وکړ بدل به ترې اخیست .

آن لاين اسلامې لارښود سيرت نبي صلی الله عليه وسلم

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

    سبحان الله ډیره په زړه پوری قصه وه. الله ج دي اجرونه درکړي.امين