په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول

 

له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي، اسلام علکيکم ورحمته الله برکاتهُ
فقط تاسو نه پشتنه دا وو چي
۱۔ نن سبا په مسجدونو کي د بينک نه تحفه شوي شي يا بينکونه د خپل نوم لپاره مسجدونو کي جاى نمازونه او يا دغه څي ساعتونه ورکوي نو ددي په شريعت کي څه حکم دے څرنګه چي نن صبا تقريباَ ټول بينکونه سود تجارت او داسي نور معاملي تر سره کوي۔
 
۲۔ بله موضوع د برق په معامله که دے۔ هغه دا چي آيا موږ دشخصي د جنراتور برق او يا د حکومت تير کړل شوي برق د اجازت نه بغير دا برق موږ مسجد ته ورکولي شو او يا اجازت نه بغيرمسجد ته داستفاده لپاره تيرولي شو او کنه۔
 
ستا کُمک په دي پختنه به د همکاري وړوي۔
 
۳- يو ملګري چي بيښي مونځ نه کوي او د خپل بل ملګري خبره هم د مونځ په باره که نه مني آيا داسي سړي سره ملګرتيا ته مخکي دوام ورکول پکار دي او کنه۔
 
ستا سو ځواب به ماته د کُمک وړ وي۔
احمد عابد سعادت
 

بسم الله الرحمن الرحيم
۱- ځواب :
که چيري نموړی بانک د سود او قمار په معامله ککړ وي نو د سود او قمار مال خبيث دی د خبيث مال لګول په جومات کې جائز نه دي ، په داسې جاينماز چې په حرامو پيسو اخيستل شوی وي لمونځ کول مکروه دي (کفايت المفتي ج ۳ ص ۱۹۱ ) .
په حديث شريف کې راځي وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ (الله تعالی يواځې پاک مال قبلوي )
قال تاج الشريعة : اما لو انفق فی ذالک مالاً خبيث و ما لا سببه الخبيث و الطيب فيکره (درالمحتار ۱باب مايفسد الصلاة وما یکره فيها / ۶۸۵ سعيد ) .
 
۲- ځواب :
بې اجازې نه د بيت المال او نه هم د بل چا مال لګول جائز دي ځکه الله تعالی مونږ ته امر کړي دی چه :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ (29- النساء ) . ای مؤمنانو ! تاسې په خپلو منځو کې يو د بل مالونه په ناحقه مه خورئ .
جومات د عبادت ځای دی د خير په کارونو يواځې پاک مال لګول قبليږي او بس
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ … (البخاري ) يعنی الله تعالی فقط پاک مال قبلوي .
 
۳- ځواب : د بې لمانځه کس سره د روابطو کټ کول دلته وګورئ .
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 34 times, 1 visits today)