د علم حاصلولو فضائل

الله سبحانه و تعالی فرمايي : يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ( المجادله 11 )

هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی او پوه ورکړ شوی ده الله جل جلا له  يې درجې لوړوي .

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ (الزمر 9 )

ووايه : هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي سره برابر دي ؟ بې شکه چې پوهان پند اخلي .

إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء (الفاطر 28 )

يقيناً د الله جل جلا له  څخه د هغه پوه بنده ګان ( چې د شريعت په ضروري احکامو پوه وي ) وېريږي

  رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

  بَلِّغُوْا عَنِّی وَلَوْ آيةَ ….  ( البخاري 3461 )

     زما د دين او شريعت حکمونه ورسویء  که څه هم يو آيت وی .

«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ» (3116 بخاري ) .  

    چاته چه پاک خدای د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي . ريشتيا ده چه زه يوازی  ويشونکی يم ( د علم شريعت ) او پاک خدای اصلي ورکونکي دي ، او دا امت به همداسې قايم او استوار وي او د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر و نه رسوي تر هغه پورې څو قيامت شي .

مَنْ خَرَجَ فِیْ طَلَبِ الْعِلْمِ فَهُوَ فِی سَبِيْلِ اللهِ حَتَّی يَرْ جِعَ . (مشكاة المصابيح  1/155 ، الترمذي 2647 )

ژباړه : څوک چه د علم حاصلولو په عرض د کوره ووځی تر بيرته راګر ځيدلو پوري دپاک خدای په لاره کښې دی ( تلنه او راتلنه يې ټول په ښيګڼو کښې شميرل کېږي ) .

مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِيَ بِهِ الْعُلَمَاءْ اَوْ لِيُمَارِیَ بَهِ السُّفَهَآءَ اَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوْهَ الّنَاسِ اِلَيْهِ اَدْخَلَهُ اللهُ النَارَ  (الترمذي 2654 )

ژباړه : څوک چې د دين علم د علماوو سره دمقابلي کولو او يا د ناپوهانو سره د مجادلی دپاره او ځان ته د خلکو د توجه جلبولو په غرض زده کړه کوی نو خدای به يې په دوزخ  کښې داخل کړي .

تَدَا رُسُ الْعِلْمِ سَاعَةً مِّن اللَّيْلِ خَيْرٌ مِنْ اِحْيَآ ءِهَا (مشكاة المصابيح – الصفحة أو الرقم: 247 ) .

    ژباړه: يوه ګړۍ په ديني علم کښي مذاکره کول له دي نه ښه دي چه ټوله شپه په عبادت ويښه تيره شي .

    مَنْ سُئلَ عَنْ عِلْمِ عَلِمَهُ ثُمَ کَتَمَهُ اُلْجِمَ  يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَّارٍ . (سنن الترمذي 2649، الترغيب والترهيب 1/97 ) .

     ژباړه: څوک چه ديوه عالم نه پوښتنه وکړي او دده زده وی او هغه پټ کړی دقيامت په ورځ  به يې په خوله کښي د اور قيزه ور واچوله شي .

مَنْ جَاءَ هُ الْمَوْتُ وَهُوَ يَطْلُبُ الْعِلْمَ لِيُحْيِی بِهِ الاِ سْلاَمَ فَبَيْنَهُ وَ بَيْنَ النَّبِيِيْن دَرَجَةٌ وَاحِدَةٌ  فِی الجَنَّةِ . (مشكاة المصابيح   240 اسناده مرسل)

    ژباړه: چاته چه مرګ ورسېږ ي او هغه تر دې وخته پوري دعلم په طلب او لټونه کښې وی چه د هغه په واسطه اسلام را ژوندي کاندي دهغه او دپيغمبرانو په مينځکې يوه درجه توپېر په جنت کې موجود وی .( هغه دنبوت درجه ده )

من نفس عن مؤمن كربة من كرب الدنيا ، نفس الله عنه كربة من كرب يوم القيامة . ومن يسر على معسر ، يسر الله عليه في الدنيا والآخرة . ومن ستر مسلما ، ستره الله في الدنيا والآخرة . والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه . ومن سلك طريقا يلتمس فيه علما ، سهل الله له به طريقا إلى الجنة . وما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله ، يتلون كتاب الله ، ويتدارسونه بينهم ، إلا نزلت عليهم السكينة ، وغشيتهم الرحمة وحفتهم الملائكة ، وذكرهم الله فيمن عنده . ومن بطأ به عمله ، لم يسرع به نسبه . غير أن حديث أبي أسامة ليس فيه ذكر التيسير على المعسر (المسلم 2699 )

   ترجمه : څوک چې په دنيا کښي د يوه مومن سخته آسانه کړي پاک خدای به په آخرت کې د ده سخته آسانه کړي ، څوک چې دلاس تنګي سره آساني وکړي خدای به د ده سره په آخرت کښې آساني وکړي ، څوک چې دمسلمان  عيبونه پټ کړي پاک خداي به په دنيا او آخرت کښې د ده عيبونه پټ کړي ، پاک خدای دخپل بنده سره مرسته کوی تر څو چې دی دخپل ورور سره مرسته  کوی . څوک چې هڅه کوی او دعلم لاره لټوي پاک خدای به دجنت د داخليدو اسباب ورته برابر کړي او هر ټولګی چې دقرآن لوستلو لپاره جومات يا بل  ځای کښې راغونډ شي دپاک خدای مهرباني ورپه برخه کيږي او روحي او باطني ډاډ ګېرنه ورته پيداکېږي او درحمت پريښتي په شااو خواکې يې دريږي او پاک خدای به يي ملاءالا علی کښې يادوي ، او څوک چه ښه عمل نه لري او له دې کبله وروسته پاتي وې نو دی د نسب په واسطه مخکې نه شي تلای .

آن لاين اسلامې لارښود

د دفاع عن السنه څانګه ( د احاديثو اسناد وکتل شول )

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. اسلام علیکم .گرانواستادانوزماسوال دادی چه زموژپه مسجدکی ڈیرژورچاہ دی چہ فی الحال یی پہ اوبو موژاودسونہ کوونودمسجددخلگودجملی نہ دری نفرہ وایی چہ دااوبہ بدبوی کوی نودچاہ دژوروالی داملہ موژنسوکولای چہ علت یی معلوم کڑونواوس موژتہ سہ حکم دی دجواب پہ انتظار

  2. اسلام علیکم .گرانواستادانوزماسوال دادی چه زموژپه مسجدکی ڈیرژورچاہ دی چہ فی الحال یی پہ اوبو موژاودسونہ کوونودمسجددخلگودجملی نہ دری نفرہ وایی چہ دااوبہ بدبوی کوی نودچاہ دژوروالی داملہ موژنسوکولای چہ علت یی معلوم کڑونواوس موژتہ سہ حکم دی دجواب پہ انتظار