د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول

 

 
سوال : بعضي خلک دا عادت لري چې د يوه کار د پيل په مرایمو کې پټی پريکوي آيا دا کار د پخوانيو مسلمانانو له عاداتو سره څه ارتباط لري او که هسې يو سر سري تقليد دی ؟
 
ځواب : دا کار هيڅ اصل او آساس نه لري بلکه يو بيهوده کار دی . مسلمانانو په تيرو وختو کې دا کار نه دی تر سره کړی بلکې دا د پرديو تقليد دی په اسلام کې د يو کار په پيل کې استخاره ،دعا د الله جل جلاله څخه د کار د انجام د خير او برکت غوښتنه کول ثابت دي .
نو د کار د کاميابۍ د پاره په کار کې اخلاص،له خيانت،ظلم او فريب نه پرهيز د کار لازم شرايط بلل کيږي .
همدارنګه د امانتدارۍ رعايت او دکار په پوره کولو سره د الله تعالی اجر او ثواب په نظر کې نيول او مسلمانانو ته د هغه ګټه رسيدل د هر کار سره ضرور دي بايد په هر کار کې حقوقو الله له هغه جملې عبادات او محرمات په نظر کې ونيول شي .
 
څوک چې دا ذکر شوي بيانات رعايت کړي په کار کې به کامياب شي او کار به په کاميابۍ سره سر ته رسوي . چې وروسته ته به د عامو او خاصو د محبت سبب شي او دی به په معاملاتو کې په هغه سره تشويق کيږي او هغه ته به ډيره فايده او ډير خير رسيږي .
 شيخ ابن جبرين- فتاوي إسلامية- جمع محمد المسند (1/125)
 ومن كتاب: البدع و المحدثات و ما لا أصل له، جمع: حمد المطر، ص (583)
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 27 times, 1 visits today)