ښځې ته د ناوړه الفاظو په ويلو نکاح ته څه تاوان رسيږي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

د انلاین اسلامی ویب پاڼی چلونکو ته په دنیا او اخرت کی کامیابی او بریاو غوښتونکی یم.

زه یوه پوښتنه لرم هیله مندیم ځواب یی پر خپل ایمیل زر ترلاسه کړم:

پوښتنه: که څوک خپلی میرمنی ته د مینی او محبت له وجه دکوم حیوان نوم واخلی مثلا ورته ووایی چی بیزوګی یا داسی نور لفظونه لکه شوروی ،انګریزی،مردار خوری،د سپی لوری او داسی نور استعمال کړی پر دغه الفاظو باندی خو به نکاح ته کوم زیان نه رسیږی؟ او که خدای نه خواسته نکاح ته پکی کوم نقصان رسیږی نو میړه ته څه په کار دی چی وکړی؟ وسلام

رحيمي – له جرمني څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يو پر بل باندې داسې القاب او نومونه ايښودل چې هغه ورباندې خفه او په عصه کيږي حرام دي  قوله تعالی :

وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ .. (الحجرات ۱۱ ) او یو بل په بدو لقبو مه بولې .

يعنی داسې لقب چې يو مسلمان ورباندې خفه او په عصه کيږي لکه یهودۍ ، خره ،خوګه  سپی وغيره

بايد يو مسلمان بل مسلمان  يا خاوند خپله بې بې يا ښځه خپل خاوند په داسې لقب وبولي چې پرې خوشحاله شي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

(من ‌حق‌ المؤمن‌ علي‌ المؤمن‌ أن‌ يسميه‌ بأحب‌ أسمائه‌ إليه‌ ….) (تفسير انوارالقرآن سورة الحجرات ) 

يو له حق د مسلمان پر بل مسلمان دادی چې هغه په داسې نوم وبولي چې هغه د ده د پاره ډير خوښ وي (انوارالقران تفسير پنځم جلد د الحجرات سورت ) .

او مسلمان ته کافر ، یهودی ، شوروی ، انګريزی وغيره ويل ګناه ده (کفايت المفتي ) .

تاسې ته مو نصحيت دا دی چې په دا ډول القابو ويلو ځان مه عادتوئ ځکه دا ډول القاب د اسلامې آدابو او اخلاقو خلاف دي (اسلامې لارښود )

او په تاسې الفاظو نکاح څه تاوان نه رسيږي نکاح يوازي په طلاق او ارتداد (کافر کيدلو ) ماتيږي او بس .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
    ډیره مننه چی زما پوښتنی ته مو د شریعت په رڼا کی ښکلی ځواب راکړی دی.

  2. دانلین اسلامی لارښود چلوونکی ته سلامونه وړاندی کوم، ډیره مننه کوم چی هر راز پوښتنو ته په وخت، ښکلی او داسلام په رڼاکی ځوابونه ورکوی. بیاهم مننه