د مړي د طرف نه قرباني کول جايز دي ؟

سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

وروسته له سلام څخه زه یوه پښتنه لرم که داسلامی شریعت په رڼا کی راته ځواب راکړی نو مهربانی به مو وی هغه داچی زما پلار وفات شوی دی الله ج د ده او ټولو مسلمانانو ته مغفرت وکړی اوجنتونه د ور په برخه کړی زه غواړم چه په لوی اختر کی خپل متوفی پلار لپاره قربانی وکړم او دقربانی ټوله غوشه یی په هغه پسی خیرات ورکړی ایا زما پلار ته ددی قربانی ثواب رسیږی؟

انجنير روح الله وردګ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مړي د طرف نه قرباني کول جايز دي او مړي ته د هغه ثواب رسيږي .

قال في البدائع : أنه يجوز ان يتصدق عنه و يحج عنه و قد صح ان رسول الله صلی الله عليه وسلم  ضحی بکبشين احدهما عن نفسه و لاخر عمن لم يذبح من امته و ان کان منهم من قدمات قبل أن يذبح ( کفايت المفتي ج ۸ ص ۲۰۵ – ردالمختار ج ۵ ص ۲۲۶ ) .

او د مړي د طرف نه د قرباني د غوښي حکم داسې دی لکه د ژوندې د طرف نه :

في الشامية : من ضحی عن الميت يصنع کما يضع في اضحية نفسه من التصدق و الاکل و اجر للميت و الملک للذابح
( ردالمحتار ، کتاب اضحية ۳۲۶/۶ سعيد )

يعنې د مړي د طرف نه د قربانئ مالک قربانی کونکی دی که هغه صدقه کړي يا يي وخوري نو ثواب مړي ته رسيږي .

و الله  اعلم

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. دمړى دطرف نه قربانى كولومسائل

    دمړى دطرف نۀ قربانى كول په اجماع دامت سره جائزده.
    دليل:رجل ضحي عن الميت جازاجماعاً(فتاوي والوالجيةج۳ص۷۴)
    تفصيل:دمړى دطرف نه چه كومه قربانى اوشى نوغوښه به ئى هغسى طريقه كوى لكه څرنگه چه دخپلى قربانى سره كوى البته كه چرى مړى وصيت كړى وى نوبيائى خيرات كول لازم دے پخپله به نه خورى.
    دليل:من ضحي عن الميت يصنع كمايصنع في اضحية نفسه من التصدق والاكل والاجرللميت والملك للذابح قال الصدروالمختارانه ان بامرالميت لايأكل منهاوالايأكل بزازية(ردالختارج ۶ص۳۲۶ج ۶ص۳۳۵) (ولوالجيةج۳ص۷۴) (البزايةج۶ص۳۹۵)
    كه چرى يوڅوكسان شريك ووپه قربانى كښے اويوكس پكښے مړشواووارثانوووئيل چه دخپل طرف نه اودهغه دطرف نه قربانى ذبح كړى داجائزده دټولودطرف نه صحيح كيږى اوكه اجازت ئى اونكړو نوبيانۀ جائزكيږى.
    دليل:وان مات احدالسبعة المشتركين في البدنة وقال الورثة اذبحواعنه وعنكم صح عن الكل استحساناًلقصدالقربة من الكل ولوذبحوهابلااذن الورثة لم يجزهم لان بعضهالم يقع قربة (ردالمحتارج۶ص۳۲۶)

    خالدمنصورهډوال

    http://hadawal2.net.ms/