معتزله ،خوارج او مرجئه ډلې څوک دي ؟

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.

په سر کی :ددی سابت له ټولو کارکوونکو څخه نړی مننه کوم چی د ټولو خلګو د ذهنونو په روښانولو کی همیشه هڅی کوی،او زمونږ ټولو شرعی پوښتنو ته ځواب راکوی.
زما پوښتنه د (( اهل بدعت کوم چې تأويل کوي لکه مرجئة ډله ، معتزله ډله او خوارج )) ډلو په باره کی ده،دا ډلی څوک دی؟کوم کارونه کوی؟ د شریعت حکم ددوی په باره کی څه ده؟
نړی مننه
د مفصل ځواب په هیله

نجیب الله له کابله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الف معتزله :

معتزله يوه فرقه ده، چې د دويمې هجري پېړۍ په لومړيو كې د بصرې په ښار كې د واصل بن عطا پواسطه را مينځته شوه. ددې ډلې د بنسټ ډبره عقل دى، نو لدې وجې په خپلو كې عقل ته ځانګړې ځاى وركوي. او د شرعي احكامو په حل او فصل كې له عقل څخه كار اخلي، د دوي په ډله کې لكه څرنګه چې وايي: عقل او روغ فطرت پدې توانېداى شي چې د حلالو او حرامو ترمنځ توپير وكړي .

په معتزله د نومولو سبب

ددې ډلې د نومولو كيسه په دې ډول ده، چې يوه ورځ حسن بصري رحمه الله د درس كړۍ (حلقه) كې د لوى ګناه (كبيره ګنا) په اړه د زده كوونكو پوښتنو ته ځوابونه وركول، چې په دې ډله زده كوونكيو كې يو هم واصل بن عطا ؤ، چې د لوى ګناه د مرتكب په اړه يې دا نظر ښكاره كړ چې د لوى ګناه مرتكب د ايمان او كفر ترمنځ يو منزل كې دى. كله چې د ده دا فكر رد شو، نو له درسي حلقې څخه بېل او د جومات يوه كونج ته ولاړ، د ده په ننګه يوه ډله زده كوونكي وربېل شول او د ده ملاتړ يې وكړ. هركله چې حسن بصري دا حالت وليد، نو دا لنډه جمله يې وويله، چې (اعتزل عنّا)، يانې واصل بن عطا له موږ څخه بېلتون غوره كړ. نو د زياتره تاريخليكونكيو په وينا د معتزله نوم له همدې لنډې جملې څخه اخيستل شوې دى ..

لکه چې مخکې وويل شول د معتزله ډلې بنسټ اېښودونكې د حسن بصري زده كوونكې واصل بن عطا ؤ، او د بېلېدو اصل وجه يې هماغه د كبيره ګناه مرتكب د كفر او ايمان ترمنځ ګڼل ؤ. د يادولو وړ ده چې دا ډله د مخالفينو لخوا په (معتزله) نومول شوې، حال دا چې دوي ځانونه په (اهل التوحيد و العدل) يادول ..

په لومړي سر كې د معتزليانو موخه دا وه چې د خوارجو او مرجۀ  سخت دريځو نظرياتو پر ضد يوه منځلارې لار پيدا كړي، يو اړخ ته يې د خوارجو د سخت دريځه موقف ردول غوښتل، او له بل اړخه يې د مرجۀ ؤ نرمي او اسانتيا ناروا ګڼل. معتزله ددې د پاره په زور او شور سره تبليغ وكړ چې د ايمان جدا حيثيت ضرور دى، مګر اعمال په هر ډول يو لازمي شۍ دى. پدې ډول دوي د قرآن كريم پر هغو آيتونو په ځانګړي ډول ښه پام وكړ كومو كې چې د انسان ته د اختيار په قوت او د مسئووليت په احساس ټينګار شوې وي .

ب: خوارج-:

يو له هغو ډلو څخه چې د اسلام څخه د ناسمې پوهې له کبله بې لارې ډله بلل شوې ده هغه د خوارجو ډله ده د اهل السنة والجماعة علماء هغه د خپلې ډلې څخه نه بولي بلکې هغه د اهل السنة و الجماعة د ډلې څخه خارجه ډله بولي چې تعريف يې په لاندې ډول شوى دى:

خوارج په لغت کې د خارج جمع ده چې د جدا او بيل شوي په معنى سره وي او په اصطلاح کې خارجي هغه چا ته وايي چې د برحق امام له اطاعت او مننې څخه وتلىوي خو زمونږ مراد دلته له خوارجو څخه هغه خاصه ډله ده چې د لومړي ځل لپاره يې د اسلام دڅلورم راشد خليفه على بن طالب رضى الله عنه پرخلاف خروج او بغاوت وکړ. دا ډله په بيلابيلو نومونو ياده شوې ده چې ځينې يې دا دي: محکمه، شُراة، حروريه نواصب او مارقه.

 د محکمه و لفظ اطلاق ورباندې ځکه شوى دى چې دوى د (لاحکم إلا الله) جملة تکراروله، او د شُراة د لفظ اطلاق ځکه ورباندې شوى دى چې دوى گمان کاوه چې دوى د الله د خوښۍ په خاطر خپل ځانونه پلورلي دي. او د حروريه د لفظ اطلاق ورباندې ځکه شوى دى چې دوىکله د راشد خليفه على رضى الله عنه پرخلاف خروج وکړ نو دوى د حروريه سيمې ته چې د کوفې د ښار په گاونډ کې وه پناه يوړه او دنواصب د لفظ اطلاق ورباندې ځکه شوى دى چې دوى دعلى بن ابى طالب رضى الله عنه په بغض او دښمنۍ کې په شدت سره ودريدلي وو. او د مارقه د لفظ اطلاق ورباندې ځينو خلکو ځکه کړى دى چې هغوى دا معنى د دوى په اړه د رسول صلى الله عليه وسلم ددې قول څخه فهمولې ده چې فرمايلي يې دي: (يمرقون من الدين مروق السهم من الرمية) يعنى دوى به له دين څخه داسې ووځي لکه چې غشى د ښکار شوي څيز څخه ووځي.

د خوارجو ډله داسلامي ډلو له مينځ څخه نهايت او زښت تند لاره او سخت دريځه ډله ده چې د خپلې ډلې د پيروانو څخه پرته د نورو اسلامي ډلو پيروان مسلمان نه گڼي او هغوى تکفيروي د کبيره گناه مرتکب مسلمان نه گڼي تردې چې د اسلام دريم خليفه عثمان رضى الله عنه او څلورم خليفه على رضى الله عنه هم تکفيروي دوى نهايت زاهد او عابد خلک ول چې د زُهد او عبادت نښې او آثار له ورايه د دوى په ټندو کې ښکاريدى شپه به يې په لمونځونو او ورځ به يې په روژو نيولو تيروله د خوارجو د ډلو څخه يوه ډله د صفريه په نامه له همدې کبله پدې نوم نومول شوې وه چې د زيات عبادت له کبله د هغوى رنگونه تک زيړ شوي ول په خپلو کړو وړو کې يې تر زياته حده د صداقت او امانتدارۍ خيال ساته مشهور او لوى محدث أبوداود سحستانى رحمة الله عليه فرمايي چې: د اسلام په ټولو ډلو کې د احاديثو وضاعين يعنې دروغ جوړوونکي شته پرته له خوارجو نه چې هغوى کې د حديث وضاع نه شته. په همدې ډول خوارج زيات زړه ور او جرئتي ډله وه چې خپل هدف ته د رسيدو په لاره کې د مرگ څخه هيڅ نه ويريدل او په ورين تندي يې د مرگ استقبالاوه. د امويانو په دور کې د دوى د اُموي خلفاؤ د ځواکونو سره گڼ شمير نښتې راغلې دي چې پدغو نښتو کې به ددوى شمير د پنځو سو او سلو کسانو څخه نه زياتيده خو د اُموي ځواکونو شمير به زرگونو کسانو ته رسيده بيا به هم فتحه اوسو به د دوى په برخه وه او ماته او ناکامي د اموي ځواکونو په برخه. ډير ځلې داسې شوي دي چې د اموي ځواکونو مشرانو د دوى سره معاهدې لاس ليک کړي دوى دغو معاهدو ته د خپل ايمان په غوښتنه وفادار پاتي شوي دي خو د اموي ځواکونو مشرانو لدوى سره د غدر او خيانت لاره خپله کړې ده او لدې لارې يې دوى ته نه جبران کيدونکي تاوانونه اړولي دي او پر دوى يې برلاسي حاصله کړې ده دا ځکه چې هغوى د دوى سره د مخامخ جنگ کولو تاب او توان نه درلود نو ځکه يې دوکې او حيلې ته پناه وړه يوه خبره چې غواړم په ډير صراحت سره يې وکړم هغه دا چې دا خبره منو چې خوارج د اسلام له مبارک دين څخه دناسمې پوهې په ناروغۍ اخته شوي ول چې د هغې په پايله کې د زياتو درنو اشتباهاتو مرتکب شول او اسلامي امت ته يې نه جبيره کيدونکي زيانونه واړول خو دومره ملامت او گرم نه ول چې د شيعه گانو څخه يې درجه او مرتبه ټيټه وگڼل شي او څيره يې دومره بدرنگه معرفي شي چې د شيعه گانو څيره پرې برلاسي وي لکه چې په اُمت کې د دې دواړو ډلو په پرتله همدغه ذهنيت حکومت کوي حال دا چې اصل حقيقت ددې ذهنيت برعکس او سرچپه دى د شيعه گانو مذهب خرافي او فرتوت مذهب دى ولې د خوارجو مذهب تر ډېره حده کتاب او سنت ته نږدې مذهب دى.

خوارج په اوو لويو ډلو ويشل شوي دي چې نومونه يې دا دي: ١- محکمة الاولى. ٢- ازارقه، ٣- نجدات. ٤- صفريه. ٥- عجارده. ٦- اباضيه. ٧- ثعالبه. چې بيا لدغو اوو فرقو څخه گڼ شمير فرعې جلا شوي دي دغه ټولې فرقې او ډلې دخپل مينځي اختلافاتو سره سره پدې خبرې متفق دي چې علي او عثمان رضى الله عنهماکافران دي (لعياذبالله) او دجمل په جنگ کې گډون وال او د صفين د جنگ په نتيجه کې ټاکل شوي حکمان او هغوى چې په تحکيم راضي شوي دي او چا چې حکمين يا يو د هغوى پر حقه گڼلى وي هغوى هم کافران دي او دوى د امام پرخلاف خروج او راوتل واجب گڼلى دي کله چې هغه د ظلم او تيري لاره خپله کړي اگر که هغه يواځې د دوى شخصي نظر وي.

ج – مرجئه :

چې جبريه او مجبره هم ورته ويل کيږي د دوي مذهب دادى چې بنده لره په کارکولو کې هيڅ دخل نشته هرکار چې کوي خداى (ج) پري کوي نسبت د فعل او کار بندګانو ته داسې دى لکه نسبت دفعل او کار جماداتو ته .

د مرجئه کلمه د ارجاء نه اخيستل شوی ده چې دوې معناوې لري يو په معنې د هيله او بل په معنې د تأخير يا ځنډ

د اهل سنت و الجماعت له نظره ايمان په زړه کې تصديق او په ژبه اقرار او په عمل کې د هغه ثابتولو ته وايي

مګر مرجئه وايي : چې ايمان فقط د زړه په تصديق سره هم کافي دی که څوک الله تعالی او د هغه پيغمبر په زړه سره وپيږني هغه مؤمن دی او ځنې وايي چې ايمان يوازې په ژبه باندې اقرار کولو سره هم کافي دی .

هغه فرقي چې د ارجاء په مفکوره ولاړې دي په لاندي ډول دي :

1-  جهميه (د صفوان د ځوی جهم پيروان ) چې هغوی وايي : ايمان يوازې د الله تعالی پيږندل دي او هغه کس مؤمن دی چې یوازې الله وپيږني او بس ، هغوی ځنې ائمه باندې د تکفير حکم کړی دی .

2-  کراميه : هغوی وايي ايمان فقط په ژبه باندې اقرار ته وايي يعنې که څوک ووايي مسلمان يم او شهادتين ووايي هغه مؤمن دی ( چې په دې حساب منافق هم مسلمان دی ځکه منافق په ژبه مسلمان وي خو په زړه کې کافر وي ) .

3-  د فقهاؤ مرجئه : هغوی په دې معتقد دي چې ايمان په ژبه اقرار او په زړه کې تصديق ته وايي مګر صالح اعمال د ايمان جز نه ګنې .

په دې کې شک نشه چې پورته ډلې اهل بدعت او ګمراه ډلې دي او د اهل سنت او جماعت (څلورو مذاهبو ، حنفي ،شافعي ،مالکي او حنبلي ) څخه خارج دي که څه هم چې دا فرقي اوس مهال چندان وجود نه لري مګر د ځنو بدعت ګرو په مينځ کې چې ځانونو ته اهل سنت وايي د هغوی ځنې مفکورې اوس هم شتون لري .

و الله اعلم

وصلي الله وسلم علي محمد و علي آله و اتباعه الي يوم الدين

آن لاين اسلامې لارښود

موقع افغانية الاسلامية نشر الاحکام اسلامية في العالم الأفغانية

Print Friendly, PDF & Email