د غصې په حالت کې طلاق

دهر څه نه مخکي سلامونه او احترامات وړاندي کوم
که یو چا نیت نوي کړي چي خپلي ښځي ته طلاق ورکړي او بل نفر ته ووایی چي زما کور واله ته ووایه که دي دا کار وکړ په ما باندي طلاقه یی او هغو ورته ونه ویل کله چی هغه هغه کار ترسره کړ بیا یی ورته وویل طلاق واقع شو او که نه؟ اوبل دا که یو نفر په سختو الفاظو دبل چا په وړاندي ووایی چي ښخه په ماطلاقه ده طلاق یی واقع کیږی او که واقع کیږی څرنګه طلاق واقع کیږی؟
سعادت خان سعادت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول معلق طلاق :
که خاوند خپلې ښځې ته ووايې که دې فلانی کار تر سره کړ مثلاً که بې اجازې له کوره ووتلې نو طلاقه يې کچيرې ښځه ياد شوی کار تر سره کړي طلاق واقع کيږي دې طلاق ته په شريعت کې معلق طلاق وايي
په پورت صورت کې ښځې ته د طلاق ويل نه دي رسيدلي نو ان شآء الله طلاق نه واقع کيږي .
او که ښځې ته د طلاق الفاظ په يوه شرط پورې تړل شوي وويل شي نو طلاق به واقع شي .

چې يو رجعې طلاق به وي او دوه طلاقه به باقي وي کولای شي په عدت کې بدون د نکاح له تجديد څخه بيرته خپلې ښځې ته رجوع وکړي .

و فی الهندیة‌:

«‌اذا اضافه الی الشرط وقع عقیب الشرط اتفاقاً، مثل ان یـقول لامرأته‌: ان دخلت الدار فانت طالق‌»‌.(‌الهنديه:1/420)

دوهم د غصي په وخت کې طلاق :
دغصي په وخت کې طلاق واقع کيږي په صريح طلاق کې د نيت اعتبار نشته
لان الصريح لايحتاج الی النية (درالمختار ج ۲ ص ۵۹۱) او فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۹ ص ۴۰)
يو د طلاق صريح الفاظ دي او بل کنايه ، صريح الفاظ دا دی چې په واضح ډول ووايي ته طلاقه يي يا تا ته مې طلاق در کړ .
د طلاق په واضحو الفاظو ويلو باندې طلاق واقع کيږي هغه که په ټوکو وي ، سنجدګۍ سره وي يا د قهر او غصې په حال کې وي طلاق واقع کيږي .
که يې يو طلاق ورکړی وي او د عدت په د ننه کې پښيمانه شي نو بغير د نکاح څخه خپلې ښځې ته رجوع کولای شي .
او بل د طلاق کنايه الفاظ دي مثلاً زما له کوره وځه ، نور ستا سره ژوند تيرول نه غواړم وغيره چې په دې الفاظو ويلو سره نيت ته اعتبار دی که يې نيت د طلاق وي نو طلاق به واقع شي او که نيت يې طلاق نه وي نو طلاق نه واقع کيږي .
خو که قهر او غضب دومره شديد وي چې د شعور او ادراک قوه له لاسه ورکړي يعنې په دې باندې نه پږهيږي چې له خولې مې څه شی وځي نو بيا په داسې حال کې طلاق نه واقع کيږي، ځکه چې داسې حالت د بې هوشۍ په شان دی .
کذا فی الشامي : حيث قال الثاني ان يبلغ النهاية فلا يعلم ما يقول ولا يريده فهذا لا ريب انه لا ينفذ شئ من اقواله ..الخ (درالمحتار ج۳ ص ۲۴۴ باب طلاق ) .
نو که سړی په سختو الفاظو طلاق ياد کړي (د عضی ) په حالت کې او دا کس په دې پوه وي چې طلاق مې ياد کړ يو رجعي طلاق به واقع شوی وي چې بغير له نکاح څخه بيرته خپلې ښځې ته رجوع کولاشي ، او يا يې طلاق د کوم کار په کولو يا نه کولو معلق کړي وي نو کله چې د طلاق کوم شرط چې طلاق يې ورباندې معلق کړي وي تر سره شي طلاق واقع کيږي .
آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. زما سوال دادی چه دفرضی روژی فدیه سه ده