د مرتد حکم

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.

زما پوښتنه د یوه مسلمان اوښتل کفر ته او بیرته مسلمانیدلو په باره کی ده،که یو مسلمان کس خدای مکړه کافر شی بیرته مسلمانیدلای شی او که نه؟

همدارنګه:

۱په کومو حالتونو کی مسلمان د اسلام له ستری دایری وځی اومرتدیږی( کافریږی)؟

۲دا ډول مرتدان څو ډولونه لری؟

۳دمرتد په باره کې د اسلام حکم څه دی؟

۴کوم ډول مرتد بیرته مسلمانیدلای شی،او کوم ډول یی نشی کیدلای؟

۵تر ټوله مهمه داچی که د یوه کس حقیقی او واقعی دین اسلام وی او عملاً له اسلام څخه پیروی کوی خو دسیاست په ډګر کی( د ګوند په حساب) د کفارو یو ډول ملاتړکوی،لکه د پخوانی انګلس،پخوانی شوروی او اوسنیو حالاتو کی ډیر داسی مسلمان افغانان شته چی له هغو څخه یی خپل ملاتړ اعلان کړی،دداسی کسانو په کې د اسلام حکم څه دی؟

۶د افغانستان د مسلمان ولس ځینی پخوانی انګلس پلوه،کمونیست پلوه او داسی نورو ټولو کسانو په باره کی (چې تاسو ته یی کړني ښی معلومی دی) داسلام نظر څنګه دی په داسی حال کی چی اوس هغوی اسلام منی او ترینه ملاتړ کوی؟

هیله ده چی زما د پوښتنې په مقصد پوره پوه شوی یاست.

د تاسو د پوره او مفصل ځواب په هیله.

له تاسو نړی مننه.

نجیب الله له کابله

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مرتد توبه قبليږي تفصيل دلته وګورئ

په کومو حالاتو سړی د اسلام له دائرې څخه وځي تفصيل دلته وګورئ

د مرتد حکم   

مرتد هغه کس ته وايي چې د اسلام راوړلو وروسته کافر شي  .

په دنيا او آخرت کې د مرتد حکم :

په دنيا کې د مرتد حکم :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مَنْ بدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ  (صحيح البخاري رقم (2854 (3/1098)  څوک چې مرتد شي هغه ووژنئ . چې دا حکم د مسلمانانو نائب او حاکم ته دی نه عامو مسلمانانو ته .

عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه، قَال: قال: رسول الله صلى الله عليه وسلم (لا يحل دم امرئ مسلم يشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله إلا بإحدى ثلاث النفس بالنفس والثيب الزاني والمفارق لدينه التارك للجماعة) [(صحيح البخاري (6/2521) و صحيح مسلم (3/1302)

د هغه مسلمان وينه حلاله نه ده چې شاهدي ورکړي په دې باندې چې نشته لائق د عبادت مګر الله دی او محمد صلی الله عليه وسلم د هغه رسول دی مګر په دريو حالاتو کې نفس په نفس (قصاص ) ، واده واله زاني ، او مرتد چې د مسلمانانو ډله پريږدي او کافر شي

په آخرت کې د مرتد حکم :

الله تعالی فرمايي :وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ »(بقره ۲۱۷ )

(او له تاسې څخه چې څوک مرتد شي – له خپل دين څخه وګرځي او د کفر په حالت کې مړ شي نو د هغه اعمال په دنيا او آخرت کې باطل دي ) .

 

د مرتد په اړه به لومړی پوره تحقيق تر سره کيږي چې په څه کافر شوي دي په ځنو حالاتو کې لکه جهل ، تأويل ،اکراه او خطا په صورت کې به هغه معذور ګڼل کيږي :

اول جهل : کيدای يو کس د الله تعالی په حکمونو پوه نه وي په يوه کفري ټولنه کې استوګن وي يا د بې علمه او جاهلو خلکو په منيځ اسيدلی وي او داسې مسلمانان ډير شته چې هغه د جهل او ناپوهي په ټولنو کې اوسيږي نو په داسې کس باندې د مرتد او قتل حکم ډير سخت وي بلکي پوره تحقيق غواړي .

دوهم تأويل د شرعي احکامو : داسې چې يو کس د الله تعالی احکام داسې تفسير کړي چې مراد ترينه شرعه نه وي لکه اهل بدعت کوم چې تأويل کوي لکه مرجئة ډله ، معتزله ډله او خوارج .

دريم اکراه او مجبوريت : داسې چې پر کوم کس باندې ظالم مسلط شي او د غذاب څخه د خلاصون په نيت په ژبه باندې څه د کفر کلمات ووايي مګر زړه يې په ايمان مطمئن وي .

څلورم خطاء : داسې چې يو کس سهواً په بې فکری سره د کفر کلمات ووايي نه قصداً

په پورته څلورو واړو حالاتو کې سړی معذور بلل کيږي او په هغه باندې څوک د کفر ټاپه نشي لګولای  
(موقع السلام السوال جواب ) .

 

مرتد به نه وژل کيږي مګر هغه ته به دری ورځي وخت ورکول کيږي ( د جمهورو علماؤ په نزد ) که دا ارتداد يې د شبهاتو له وجې وي هغه ته به د شبهاتو لري کولو ، توبه ايستلو او بيرته اسلام ته را ګرځيدلو د پاره دلائل وړاندي شي او دعوت به ورکول کيږي که يې قبول کړ ښه او که پر خپل کفر کلک ولاړ وو نو بيا يې حکم داسې دی لکه د حربي کافر او بيا دا مرتد تر اصلي کافر نه د اسلام او مسلمانانو د پاره ډير خطرناک دی .

لکه معاذ ابن جبل چې وايي چې کله زه رسول الله صلی الله عليه وسلم يمن ته ليږلم نو را ته ويې فرمايل : :” أيما رجل ارتد عن الاسلام فادعه، فإن عاد، وإلا فاضرب عنقه ( هر څوک چې مرتد شو نو هغه دوباره اسلام ته دعوت کړه که يې اسلام قبول نه کړ نو بيا يې مری ورباندې کټ کړه ) .

د مرتد په مسئله کې ډير احتياط په کار دی په کوم مسلمان باندې په ناحقه د کفر تاپه لګول سخته ګناه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إذا كفر الرجل أخاه، فقد باء بها أحدهما – رواه مسلم  (هر چا چې خپل مسلمان ورو په کفر باندې متهم کړ يقيناً يو د هغوی به په هغه باندې اخته کيږي او د هغه ګناه د هغوی نه د يو کس په غاړه کيږي )

همدارنګه فرمايي : من شهد أن لا إله إلا الله، واستقبل قبلتنا، وصلى صلاتنا، وأكل ذبيحتنا، فهو المسلم- رواه بخاري  

(هر چا چې شاهدې ورکړه چې بغير له الله بل معبود بر حق نشته او زمونږ قبلې ته يې مخ کړ او زمونږ لمونځ يې وکړ او زمونږ په شان يې ذبح وکړ زمونږ ذبح يې وخوړله پس هغه مسلمان دی) .   

الله تعالی په هر څه عالم او ښه خبردار دی

آن لاين اسلامې لارښود

 

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. محترم د ان لاین اسلامی لارشود کارکونکو ته اسلام علیکم
    که مهربانی وکری او ددی سوال جواب راکری منندوی به مو وم
    کچیری یو چوک هیج لمونج نه اداء کوی او دعوت ورته ورکرل شی او دی د جنت جخه منکر شی او ووای چی زما جنت ندی پکار او نه یی غوارم زه یی هغی بلی خواته یعنی دوزخ ته زم حکم سه دی ایا دا نفر مرتد دی کنه او دا اصرار یی دایم وی.
    مننه