لېور نامحرم دی

د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پیل کړی الله ج د نیکه بدله درکړی.

پوښتنه می داده چی دا اوسنی د ژوند نظام یا روایت او یا هم رواج ورته ووایو چی د افغان کورنیو په منځ کی عام دی د څو وروڼو یوځای ژوند کول دی په یوه کور کی. د اسلامی شریعت له انده دا څنګه دی ځکه چی په ګډ کور کی یو سړی د خپلی ورینداری سره یوځای کښینی، ډوډی خوری (د ورینداری سره یوځای کښیناستل خبری کول د هغی مخ لیدل څه حکم لری) او بیا د تره ځوی او لور یو ځای اوسیدل

ستاسو د مشرح ځواب په تمه

مننه

مختار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وريندارې د پاره د هغې لېور يا د خاوند ځنې نور خپلوان لکه د کاکا زوی ، د عمه زوی او نور نامحرم دي او نظر نورو نامحرمو ته د خاوند خپلوان ډير خطرناک دي ځکه چې نظر نورو ته د فتنې شديده ويره موجوده ده.

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍرضی الله عنه : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ». (بخارى:5232)

عقبه بن عامر وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د بيگانو ښځو د خلوت (له هغه سره يوازې کښيناستل . سفر کول او نور ) څخه ځان وساتئ ، د انصارو څخه يوه کس پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو ( د خاوند ورور لېور ، د کاکا زوی ، د عمه زوی ) په اړه ستاسې نظر څه دی ؟ ويې فرمايل «هلاکت په همدې کې دی ».

حافظ ابن حجر په فتح الباری (9/331) کې وايي په اتفاق د اهل لغت د «احماء» کلمه د خاوند خپلوانو لکه د خاوند ورور ، د خاوند د کاکازوی ، د خاوند د عمه زوی ،د خاوند زوی او نورو ته وايي .

ښځې ته د خاوند د خپلوانو څخه پرده او حجاب کول فرض دي او همدارنګه د هغه سره يوازې کښناستل ، سفر کول حرام دي مګر د ضرورت په وخت خبرې کول او د هغې د خاوند يا نورو خپلوانو په حضور کې د پردی په صورت کې د هغې سره کښناستل باک نه لري

شوکاني په کتاب د (نيل الأوطار) (6/122) وايي دغه فرموده د پيغمبر صلی الله عليه وسلم«الحمو: الموت» په دې معنی ده چې ويره له هغه څخه داسې ده لکه له مرګ څخه ويره کول ځکه له ټولو څيزونو څخه خلک ډير زيات له مرګ څخه وريږي .

‎په ټولنه کې چې هر وخت د بې شرمۍ واقعه مينځته راځي هغه د همدې ډول خپلوانو ، کليوالو تر مينځه د بې حجابۍ او بې بندبارۍ نتجه وي .

ډير کم او حتی باکل نه ليدل کيږي چې دا سې واقعې دې د بيګانه خلکو له لاسه وي .

نو ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو په باره کې حجاب او خلوت کول له مرګ سره تشبح کړی دي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. اسلام علیکم ورحمهَ الله:

    ایا دخاوند ماما او یا کاکا دښځی لپاره محرم دی.

    په احترام
    ستاسو ورو صبغت الله

  2. څواب
    بسم الله الرحمن الرحيم
    د خاوند کاکا او ماما د ښځې د پاره غير محرم دي او الحمو په جمله کې شامل دي .
    امام نوي رحمه الله د مسلم شريف په شرح کې ليکي :
    قال النووي في شرحه على صحيح مسلم:-
    المراد بالحمو هنا أقارب الزوج غير آبائه وأبنائه،.
    فأما الآباء والأبناء فمحارم لزوجته تجوز لهم الخلوة بها ولا يوصفون بالموت،.

    يعنې د الحمو څخه د خاوند خپلوان غير له پلرونو او لادونو مراد دي او هر چې د خاوند پلار ، نيکه او زامن دي د ښځي د پاره محرم دي چې هغه د الحو په جمله کې نه راځي پاتي نور د خاوند اقارب غير محرم او د الحمو په جمله کې شامل دي .