د توبې ايستلو ورسته حد جايري کيدای شي ؟

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
زماپوښتنه د توبی او د ګناهونو د بخښلو په باره کی ده؟چی دا پوښتنه د همدی مخ ۵۳ او ۵۴ ګڼه کی هم مطرح شوی،که داسی وی چی که هره ګناه په توبه معافیږی نو شریعت ولی حدود ټاکلی؟
مثلاً که یوکس یوه کبیره ګناه لکه زنا وکړی نو توبه د وباسی،حد د پرې جاری نه شی نو هغه کس معافیږی یعنی ګناه یی بخښله کیږی!؟هیله ده په دی هکله راته مفصل ځواب راکړی چی توبه او شرعی حدود یو له بله سره څه اړیکه لری؟   نجيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول‌: په دې باندې د ټول امت اتفاق دی چې توبه ايستل پر مؤمنانو فرض ده  لقوله تعالى :

(وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ)

او فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا (التحريم ۸ ) .

او د توبې شرطونه عبارت دی له :

۱- د کومې ګناه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي .

۲- په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳- دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

څلورم : که ګناه د بنده د حق سره تعلق ولري د هغه د حق ادا کول

که په دې شرطونو کې يو هم نه وي نو هغه به مخلصانه توبه يا نصوح توبه نه وي  .

او ګناهونه ځنې يوازې د الله تعالی په حق پورې اړه لري او ځنې د الله تعالی او بنده دواړو په حق پورې اړه لري

لکه قتل په قتل کې د الله تعالی حق دی چې هغه په توبه بخښل کيږي او د مقتول د مظلوميت حق دی او بل د هغه د والدينو حق دی ، چې د هغه د مظلوميت او د والدينو د حق پر ځای کولو د پاره شرعي حد دی او که د مقتول والدين قاتل ته بخښنه وکړي نو د توبې شرايط به پوره شي .

همدارنګه زنا هم د يو چا په عزت او عفت باندې لوی تيری دی عظيمه ګناه ده وروسته له شرک او قتل څخه زنا لويه ګناه ده .

الله تعالی فرمايي : ( وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (68) يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا(69)

(او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی ).

وروى البخاري (5578) ومسلم (57) عن أبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ ، .

(يو زنا کار زنا نه کوي مګر په هغه کې ايمان نه وي ( د زنا په وخت له هغه نه ايمان وتلي وي ))

د حدودو د قيام مقصد او حکمت دا دی چې خلک د هغه څخه عبرت واخلي او په ټولنه کې د فساد او محرماتو مخ ونيول شي .

نو کله چې څوک مخلصانه توبه وباسي همدا مقصد به تر لاسه شي .

که زاني په طبعي ډول اقرار وکړي يا هغه باندې څلور شاهدان تير شي نو پر حاکم باندې واجبه ده چې په هغه باندې حد جايري کړي او که د حد ثبوت ونشي او زاني رښتنې توبه وباسي ان شاء الله توبه يې قبليږي .

الله تعالی مشرک ، قاتل او زاني ته د سختې سزا خبر داری ورکړی بغير د هغو کسانو چې مخلصانه توبه وباسي او نيک اعمال تر سره کړي لکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي :

وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا  يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا * إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا * وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا ) الفرقان/68-71

حدود په ټولنه کې د امن راوستلو او د ځمکې څخه د فسق او فجورو د له مينځه وړلو د پاره يوازنۍ الهي نسخه ده .

نسائی ابن ماجه په روايت د ابو هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  حد يعمل به في الارض خير لاهل الارض من أن يمطروا أربعين صباحا  [1]

(کوم حد چې د ځمکې پر مخ جايري شي او په هغه باندې عمل کيږي د ځکمې د اهل د پاره د دغه حد جايرې کولو برکت د څلويښتو ورځو باران اوريدلو نه غوره دی.

او هر څوک چې ددې الهي نسخې څخه بلې خوا ته مخ اړوي او په ساختګي قوانينو فيصلی کوي او يا څوک د ثبوت شوی حد په باب کې شفاعت کوي هغوی له الله تعالی سره جنک کوي .

احمد ، ابوداود او حاکم روايت کوي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : :”   من حالت شفاعته دون حد من حدود الله فهو مضاد الله في أمره   

(هر څوک چې د الله تعالی د حدودو د جايري کولو پر وړاندې واسطه او مانع شي هغه د الله تعالی د اوامرو پر وړاندې مخالفت وکړ )

د حدودو په باره کې به مختصر بيان ان شآء الله وروسته راشي

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email