ماشومانو ته د نظر د دفع لپاره د پلتو او نورو دودول

 

 
له هر څه نه مخکي د دعوت د سايت ټولو کارکونکو  ته سلامونه وړاندي کوم او د الله ج له درباره څخه درته د عظيم اجر غوښتونکي يم پس له سلامه يوه پوښتنه لرم هيله ده چي جواب يي ستاسو محترمينو څخه واورم                 
پوښتنه: زه په کند هار کي وم او زما يو زوي ناجوړه شو او ډيري چيغي يي وهلي نو ما ډاکټر ته بوتي خو بيا يي هم چيغي کمي نه شوي وروسته مي زيارت ته بوتلي او هلته راته د زيارت ملنګ پيلتي راکړي او راته يي وويل چي د غه پيليتي ورته دود کړه يعني ورته لوګي يي کړه  آيا دغه کار په اسلام کي جواز لري؟. 

 


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
له پخوا زماني څخه د ځنو نباتاتو ،پلتو او نورو دودول يا لوګئ کول د نظر د دفع او د شيطانانو د شړلو لپاره په خلکو کې رواج لري ولی دا کار په اسلام کې هيڅ اصل نه لري او نه هم په رواياتو کې ورته اشاره شوی ده .
د سترګو نظر حق دی د قرآنکريم په لاندې ذکر شوو دؤ آيتونو کې ورته اشاره شوی ده .
 
وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِد (67 يوسف )ٍ
(او ويی ويل :ای زما زامنو ! په يوه دروازه ښار ته مه ننوځئ ) .
دجمهورو مفسرانو په قول يعقوب ع ويريده که يې زامن له يوی دوازې ننوځې نظر به شي ځکه چې هغوی ډير ښکلي وو . (تفسير انوارالقرآن 3/150 ) .
وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ (51 القلم )
 دغه آيت شريف د د سترګو د زخم او تأثير د حقيقت دليل دي د سترګو نظر حق چې تأثير یې د الله تعالی په اراده پورې اړه لري .
په حديث شريف کې راغلي «… والعين‌ حق ( د سترګو نظر يا تأثير حق دی ) »
همدارنګه بل حديث شريف کې دي: «قد تدخل‌ الرجل‌ العين‌ في‌القبر، وتدخل‌ الجمل‌ القدر:  ځنې وخت د سترګو نظر سړی په قبر کې او اوښ په ديګ کې ننباسي ) .
حسن بصري (رح ) وايي : د سترګو د نظر تداوي همدا آيت شريف دی ) .
(تفسير انوارالقرآن 6/408 ) .
 
د سحر ، انس او جن د ضرر د دفع ، وسواسو او په خوب کې د ماشومانو ويريدلو د دفع لپاره د قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ  او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ  سورتونه دي .
حکيم امت علی تهانوي رح ليکي : که ماشومان ژاړي ، په خوب کې ويريږي او يا نظر شي دغه آيتونه ورباندې دم کوئ .
 
د پیريانو په اړه مو يو مطلب شروع کړی دی چې کله پوره شي نو ان شأء الله نشر به کړ شي .
وبالله توفيق
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 126 times, 1 visits today)