د مهر او ولور تر مينځ څه فرق دی ؟

د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!

http://dawat.katib.org/archives/2276
په پورتنې پوښتنه کې زما مطلب مهر نه، بلکې ولور دي د مهر او ولور په منځ کې دا فرق دې چې مهر صرف د میړه د طرفه ښځې ته ورکول کیږې.چې دا مهر وټاکل شو نو میړه مجبور دي چې ددي ایت مطابق (وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة) خپله غاړه خلاصه کړې.
بل (ولور) دي چې په پورتنې پوښتنه کې ښه په څرګند ډول واضیخ شوې ولور هغه مال یا دولت ته وایی چې د انجلۍ د پلار له طرفه د هلک د کورنۍ څخه اخستل کیږې، پدي کې د انجلۍ د پلار خوښه ده لکه په پورتنې پوښتنه کې چې ذکر شوي په لور یی لګوﺉ یا نه؟
که مهربانې وکړي په دي باره کې معلومات د لوستونکو سره شریک ګړی.
په درنښت تاسو د وخت د ضايع کیولو څخه

حليم الله

ځواب

الحمدلله رب العلمين

بسم الله الرحمن الرحيم

د مهر او ولور يو مقصد دی چې په عامه اصطلاح کې ورته ولور وايي چې د هغې ادا کول په خاوند باندې واجب دي او مهر خاص د ښځې حق دی ، پلار ، ورور يا بل څوک په هغه کې د تصرف کولو هيڅ حق نه لري .

بل هغه مال دی چې د نجلې پلارګنۍ يې د هبې په ډول خپلې لور ته ورکوي لکه د کور سامان وغيره يا هلک يا د هغه پلارګنۍ د هبې په ډول لکه زيورات نجلی ته ورکوي دې مال ته په شريعت کې جهيز وايي جهير هم د ښځې حق دی بل کس په هغه کې د تصرف حق نه لري .

لو جهز ابنته و سلمه اليها ليس له فی الاستحسان استرداد منها وعليه الفتوی (الهنديه ۱/ ۳۲۷ – کفايت المفتي ۵/ ۱۰۶ ) .

مګر ځنې علماء بيا جهيز ته ولور وايي .

خو اصلاً د مهر او جهيز پيږندل مهم دي دا چې په عامه اصطلاح کې څه ورته وايي جلا خبره ده .

مهر په خاوند باندې يوه فريضه ده او جهيز د هبې حکم لري دا چې تاسې ويلې ولور هغه مال دی چې د نجلی د پلار لخوا د هلک له پلارګنې نه اخيستل کيږي خوښه يې چې په لور يې لګوي او که نه ؟

په دې اړه بايد ووايم د هلک له پلارګنۍ څخه د مهر علاوه نور څه اخيستل رشوت دی نور تفصيل بيا هم دلته وګورﺉhttp://dawat.katib.org/archives/2276

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email