د بل اولاد په زوی نيول څه حکم لري ؟

 

اگر خانم پسر را به فرزندی میگرد بعد از انکه پسر جوان میشود از نظر شرع به وی نامحرم میباشد یا محرم؟ همچنان اگر مرد دختری را به فرزندی میگرد چه حکم دارد؟

درويش


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بل اولاد په زوی نيول داسې چې د حقيقي زامنو په څير شرعی حقوق ورکړي لکه نکاح ، وراثت ،حجاب او نور شرعاً حرام دی او دا د جاهليت د وخت رواج ؤ چې په اسلام کې باطل اعلان شوي .
قوله تعالی :
وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ  (4 احزب ) .
اونه يې ستاسو په خوله بللي ځامن ستاسو حقيقي ځامن ګرځولی دي ،داخو هغه خبرې دي چې تاسې يې له خپلو خولو راباسي ، الله خو حقه خبره کوي او هغه سمې لارې ته بلنه کوي .

 مګر که د شفت په وجه يوکس د زوی په نوم وبلل شي ، يا يو کس ته د پلار يا مورې خطاب وشي باک نه لري (کفالت المفتي ج ۵ ص ۳۲۰ ) .

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 58 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. سلامونه اونیکی هیلی مو ومنی له هرڅه مخکی دان لاین لاسلامی لارښود ټولو درنو معززو مسوولینو اوکارکوونکوته ددغه نیک او اسلامی اقدام دورپه برخه شوی ویاړ مبارکی وایم.او دالله تعالی له درباره نه درته دعظیم اجرغوښتنه کوم .
    قدرمنه یوه پوښتنه لرم هیله ده چی ځواب یی راته راکړی.
    پوښتنه:- که یوه ښځه په ناخبری سره یوماشوم ته تی (شیدی) ورکړی آیا دغه ماشوم ته دیادی شوی ښخی له لور سره واده کولی شی،یعنی دهغه لور ورته روا ده.
    په اسلامی مینه اودرنښت