سلامونه او نيکي هيلي مي ومني، د الله رحمت دي

خپله انزال کول څه حکم لري ؟

 

سلامونه او نيکي هيلي مي ومني، د الله رحمت دي په تا سو او ستاسو په کورونو باندي د هميش لپاره جاري وي او هم د لوي څښتن تعالي ج څخه ستاسو برياليتو ب غواړم.
 
پوښتنه       که يو څوک خپل څان په خپله انزال کړي نو په اسلام کي حکم څه شي دي؟
 
 
په درنښت 
عبدالهادي مبارز
المان 

ځواب
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

خپله انزال يا استمنا چې مختلف نومونه باندې ياديږي د جهورو علماوو له نظره حرام دی ځکه الله تعالی د مؤمنانو د صفاتو په بيان کې فرمايي :
« وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (٥)إِلا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (٦)فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (٧)»[مؤمنون:7-5]
(په باورې ډول هغو مؤمنانو بری ميندلی دی ) کوم چې د خپل شرم ځايونو ساتنه کوي ،پرته له خپلو ښځو او مينځو چې په هغه باره کې پر دوی ملامتيا نشته ، لکن څوک چې له دې څخه پرته بله لاره اختياروي ، نو دا راز خلک زياتي کونکي شميرل کيږي .
په پورته آيت شريف کې دا بيان وشو چې څوک علاوه له شرعي ښځې او وينځې پر بله کومه لاره جنسي غريزه ارضا کړي له حد نه تيريدونکی بلل کيږي .
علماء کرامو له همدې پورتني آيت شريف څخه د استمنا حرمت استنباط کړی دی ،او له بلې خوا د طب له نظره هم دا ثابته شوی ده چې ډير جسمي او روحی زيانونه لري .
نو څوک چې قدرت لري نکاح دې وکړي او که د نکاح قدرت نه لري صبر به کوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامې امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي :
 
 [ يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ][1]
ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي .
نتجه دا شوه چې توانا کسان به نکاح کوي او څوک چې توان نه لري هغه به صبر کوي تر څو  الله تعالی هغوی په خپل فضل غنيان وګرځوي يا نکاح يا صبر بله لاره وجود نه لري .
که څوک د نکاح دپاره په لاس کې څه نه لري نو قرض دې وکړي په دې بايد پوره يقين ولري چې الله ج به ده ته د قرض د خلاصولو اسباب برابر کړي ،لکه څنګه چې په حديث شريف راغلي چې  پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل: [ثَلَاثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ عَوْنُهُمْ: الْمُكَاتَبُ الَّذِي يُرِيدُ الْأَدَاءَ، وَالنَّاكِحُ الَّذِي يُرِيدُ الْعَفَافَ، وَالْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ][2]
«دری ډلې دي چې الله تعالی حتماً د هغه مرسته او مدد کوي ،غلام چې غواړي د آزادۍ اسباب برابر کړي او ځان له مالک څخه خلاص کړي ،هغه څوک چې غواړی
خپل عفت او عزت په شرعي ازدواج سره وساتي (نکاح ) ، او د خدای ج د لارې مجاهد
.
فتاوي علماء مکة المکرمة
شیخ ابن باز – مجلة البحوث شماره (26)-ص(129 ،130)
 شیخ ابن عثیمین، أسئلة مهمة، ص (9)
 

 

 

 
[2] احمد (2/437،251) ترمذي (1655) و قال:«حديث حسن» نسائي (3218) ابن ماجه (2518) ابن حبان (4030) حاكم 2/217،160(2859،2678) و صححه و وافقه الذهبي
 

 


[1] تخريج فی فتواي سابق
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 121 times, 1 visits today)