د روژې کفاره

د دعوت ټولو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کوم او د الله څخه ورته د نورو کامیابیو غوښتونکی یم
کله چی له یو چا څخه روژه فاسده شی نو دا شخص به څرنګه ۶۰ میسکینانو ته ۲ وخته ډوډۍ ورکوي ایا که چیرته ۶۰ نفرو ته په بازار کی ډوډۍ واخیستل شی نو کفاره به ادا شی او که چیرته کفاره ادا شی نو بیا یی عذاب شته ؟ له ۰۶ مسکينانونه مراد ۶۰ نفردي او ۶۰ کورنۍ ؟ که لږ وضاحت مو پکی وکړ نو خوښ به شم
په درنښت  رفيع الله فصح

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يوه روژه قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې د يوې ورځې په بدل کې به 60 ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي

مثلاً که د يو کلو ګرام غنمو قيمت 25 افغانۍ فرض کړو نو 1.65×25=41 يوڅلويښت افغانې د فې نفر مسکين او غريب د پاره ورکول کيږي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۱۴ ) .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .

او کفاره ادا کول د ګناه څخه د نجات او خلاصون لاره ده

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. یو ځل بیا په ډیری بخښنی سرو پوښتنه کوم چی دغه ټاکل شوی حد غنم یا د هغی قیمت ادا کول په ورځ کی یو ځل ورکول کیږی او که دوه ځل؟ ایا دا په یو وخت ډوډۍ کی حسابیږي او که دوه وخته او د فاسد شوی روژی قضایی به هم راوړی ؟

  2. اسلام عليکم
    په ورځ کې يو ځل يعنې يا د شپيتو مسکينانو دوه څاښته مړول يا د هغه خوراک قيمت ورکول يا د هر مسکين د پاره نيم صاع يا د صدقه فطر برابر غنم ورکول يا د نيم صاع غنمو قيمت ورکول .
    د ۶۰ روژو په مقابل کې ۶۰ مسکينان دي يا ۶۰ کسان ته خوراک يا غنم ورکول يا يو مسکين ته ۶۰ ورځي خوراک ورکول .
    خو داسې نشي کيدای چې د ۶۰ ورځو د خوراک قيمت يا د غنمو قيمت پر يو ځل يو مسکين ته ورکړي .