په پيچکارۍ کولو سره روژه ماتيږي ؟

سلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.. پوشتنه داده چی بعضی ملایان وای پیجکاری روژه ماتوی بعضی بیا وای نه ماتوی ستاسو د جواب په انتظار

محمد له ايران څخه

سلامونه او نیکی هیلی :
که چیری حوک په روزه کی پیجکاری وکری،زوره یی مکروه ده او که فاسیدیژی. او که فاسدیژی نو کفاره پری شته او کنه.
مننه
اسد الله رحمن زوی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پيچکاری په باره کې د معاصرو فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، د احتياط قول دا دی چې :

پيچکاري دوه ډوله ده هغه چې په غوښه کې کيږي او بل هغه چې په رګ کي کيږي .

د غوښي پيچکاري کچيرې غذايي وي چې انسان د ابو او خوراک څخه بې نيازه کوي روژه ماتوي او که غذايي نه وي د درد او يا انتي بيوتيک وغيره وي روژه نه ماتوي .

او د رګ پيچاری که عذايي او که نه په دواړو حالاتو کې روژه ماتوي ځکه معدې او کلمو ته لاره لري.

يقولون العلماء الحقن إما أن تعطى عن طريق العضل، هي على نوعين: مغذيةٌ وغير مغذيةٍ، المغذية يفطر بها الإنسان، غير المغذية قد تعطى عن طريق العضل وقد تعطى عن طريق الوريد، فإن أعطيت عن طريق الوريد فلابد أن تدخل إلى الجوف، فبالتالي يجب عليه أن يقضي هذا اليوم.

وإن كانت ليست مغذيةً فخلافٌ بين أهل العلم في هذه المسألة، لكن الصحيح أنهم قالوا إذا كانت في العضل فلا بأس بها، وإن كانت في الوريد فإنه يفطر بها، أما المغذية فإنه يفطر بها في كل الأحوال.

((فقه الصیام – الأکاديمية الاسلامية / دوکتور راشد بن عثمان

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. سلامونه او نیکی هیلی:
    دماسفری دلمانخه په هکله:
    که دیوسری کور په یو ولایت کی وی او وظیفه یی په بل ولایت کی چی تر منح یی ۱۰۰ کیلومتره فاصله وجود ولری.او په هره اونی کی یو وار کور ته حی.نو دداسی کس لپاره پوره لمونخ پکار دی او که دمسافری لمونح وکری.
    که دمسافری دلمانحه تول شرطونه ذکر شی بده به نه وی.
    مننه