رمضان د ايمان مدرسه ده

رمضان، د ايمان مدرسه

 (اى موْمنانو! پر تاسې روژې فرض كړاى شوې، څرنګه چې له تاسې نه په وړاندې خلکو فرض شوې وه. تر دې چې پرهيزګاره شی.)

(د بقرې  سورت د ۱۸۳ آیت ترجمه)

نيكمرغې مياشتې ښه راغلې!

د رمضان نیکمرغه میاشت یو ځل بیا له خپلو ټولو پیرزینو او برکتونو سره د الله پر ریښتینو بنده ګانو راوګرځیده او اسلامی امت یې په ورین تندی هرکلي ته لاس په نامه ولاړ دی. ښه راغلې اې د رمضان میاشتې! ته راغلې چې د هجران پر ټپونو د وصال مرهم ولګوې او د الله د مینې تږي زړونه د ایمان په خوږو خړوب کړې. نو هرکله راشې زموږ محبوبې میاشتې! د کال له ټولو غوره میاشتې، د رحمت، مغفرت او له اور څخه د خلاصون میاشتې، د تقوی، توبې، صبر او الله ته د ورګرځیدلو میاشتې، د شپې رڼولو، له الله سره د راز او نیاز، صدقاتو او په نیکیو کې د سیالۍ میاشتې، نو ستا قدم زموږ په لیمو ای د ایمان مدرسې او د ښیګڼو سرچینې!

پیغمبر صلی الله علیه وسلم زیری ورکوي

– (کله چې د رمضان لومړۍ شپه راورسيږي، نو شیاطین او سرکشه پیریان بندي کړل شي، د دوزخ دروازې وتړل شي او هیڅ یوه دروازه یې هم وازه نه پاتې کیږي، د جنت دروازې پرانیستل شي او هیڅ دروازه یې تړلې نه پاتېږي، ناره کوونکی ناره کوي: ای د خیر غوښتونکیه، وړاندې راشه او د بدۍ غوښتونکیه: لاس ونیسه. او الله بنده ګان له اورڅخه آزادوي او دا د رمضان په هره شپه کې جریان لري.) (رواه ترمذی و ابن ماجه)

– (الله متعال فرمایي: د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم.

روژه له ګناهونو څخه مخ نیوی کوي، نو ستاسې نه چې څوک روژه ولري، له بد ویلو، ناوړه خبرو، چیغو نارو او جاهلانه کړنو څخه دې ځان وساتي. که څوک ورته ښکنځلې وکړي یا یې ورسره جګړه وکړه، ځواب دې نه ورکوي بلکه دوه ځله دې ووایی: زه روژه یم. په هغه ذات سوګند چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی، د روژتي د خولې بوی، د قیامت په ورځ الله ته د مښکو تر بوی نه غوره دی.

 روژتي دوه خوښۍ لري چې خوښوي یې: یو د روژه ماتي پر مهال او بل چې کله له الله تعالی سره مخامخ کیږي.( (صحیح مسلم)

– (څوک چې د الله په لار کې یوه روژه ونیسي، الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوزخ له اوره لرې کوي.) (متفق علیه)

کېدای شي دا دې وروستی رمضان وي

ګرانه وروره او درنې خورې! رمضان له خپلو ټولو ښیګڼو سره راغله، خو ته چیرته یې؟ آیا ته د دغه میلمه هرکلي ته چمتو یې؟ روژه خو سږ کال هم د نورو کلونو په څېر راځي او تیریږي، خو تا ته پر الله سوګند درکوم چې مه پریږده دا ستره موکه دې له لاسه ووځي. داسې موکه چې یواږې څو ورځې ورته پاتې دي. څوک پوهیږي چې آیا راتلونکی کال به بیا روژې استقبال کړې او که نه؟ ګرانه لوستونکیه! باور وکړه چې هیڅ ضمانت نشته. څومره ځوانان چې تیر کال ږموږ تر منځ او هم مو تر څنګ وو خو سږ کال یې پر قبرونو د خاورو څلی جوړ دي.

ژوند ته له سره کتنه

رمضان د ژوندون د مسیر د ارزونې غوره فرصت دی چې باید پکې د خپل ژوند تګلوري ته له سره کتنه وکړو او ډاډه شو چې د آیا په هماغه لوري دی چې الله جل جلاله راته ټاکلی اوکه د کعبې په ګمان ترکستان ته روان یو؟

رمضان، د بدلون میاشت

رمضان د بدلون میاشت ده. راځه د بدلون په هوډ له خپل رب آشتی وکړو، راځه خپل الله چې په ناوړه کړنو مو ناراضه کړی، له ځانه خوښ کړو او د هغو په څېر نه شو چې د الله په هیرولو سره یې نفسونه هېر شوي دي. تاسې ځنګه؟ آیا راتلونکي رمضان ته کومه ځانګړې برنامه لری؟ آیا په ژوند کې د بدلون لپاره تیاریاست؟

رمضان، د ارادو د نندارې فرصت

رمضان د ارادې او عزم د پخوالي میاشت ده.‎ هغه میاشت چې ناآشنا هوډونه زیږوي. دلته وږی او تږی هوډمن دی چې له سهاره تر ماښامه به نه څه خوري او نه څښي. سبحان الله! آیا هغه چې د الله په امر یې دې هر څه ته شا کړې، دومره وس نلري چې له ژوند څخه ناسمې کړنې لرې کړي؟ حتما چې لري یې. روژه د ناوړه عادتونو او حیواني شهوتونو له ولکې څخه د خلاصون میاشت ده. هغه میاشت چې مؤمن له امارة بالسوء نفس سره په مبارزه کې دا ثابتوي چې د نفس بنده نه دی، بلکې نفس د هغه تر واک لاندې دی. پدې میاشت کې مؤمن خپل پوخ عزم نندارې ته ږدي. هو، هغه د روژې له پیله هوډ کړی چې لمنځونه په جماعت سره اداء کوي، غیبت نه کوي، دروغ نه وایي، سترګې او غوږونه له ناروا څخه ساتي، نه حرامو ته لاس ور وړي او نه په ‌‌طاعت کې ټنبلی کوي… او که همت لوړ وو نو د الله په مرسته حتما همداسې کیږي، ځکه د رحمن پالونکي په وینا: (هغوی چې زموږ په لار کې تکل کوي، موږ به هرو مرو خپله لار وروښیو.) (د عنکبوت سوره د ۶۹ آیت مفهوم)

پاڅه او خپل پیاوړی هوډ وازمایه

تاسې همدا سږ کال دا وآزمایاست او بیا وګورئ چې څرنګه مو مخې ته د نیکمرغۍ دروازې پرانیستل کیږي. اې وروره چې تر اوسه دې د ریښتیني مؤمن په توګه د ایمان خوند ندی څکلی، اې ځوانه چې تر اوسه له ګناهونو څخه د نفس په راګرځولو نه یې برلاسی شوی.اې خورې چې د حجاب او اسلامي آدابو په پلي کولو کې پړه راغلې یې، اې پلاره چې لا دې له حرام مال څخه لاس ندی اخیستی، اې مورې چې د اولاد په روزنه کې دې ټنبلي کړې ده، اې واکمنه چې د الله د اوامرو له پلي کولو غافل یې، اې دعوتګره چې د حق د پیغام په رسولو کې دې لټی کړې! پاڅه، پاڅه او د دې ایماني فرصت څخه په ګټې اخیستې سره د خپلې ارادې پیاوړتیا وازمویه.

څرنګه له رمضان څخه غوره ګټه واخلو؟

۱. د الله شکرانه ادا کړو چې تر بل رمضان پورې یې د ژوند فرصت راکړ.

۲. په خالص نیت سره د دې میاشتې د روژې نیولو هوډ ولرو.

۳. د کتابونو د مطالعې یا هم د سي ډي او کستو د اوریدلو له لارې د روژې د احکامو په اړه معلومات ترلاسه او روحي تیاری ورته ونيسو.

۴. د روژې له پیله په رښتینې توبې او پوره جدیت سره د تېرو ګناهونو د لمنځه وړلو تکل وکړو او هوډمن اوسو چې نور د ګناهونو لمن ونه نیسو.

۵. په جماعت سره د پنځه ګونو لمونځونو اداء کولو ته پاملرنه وکړو.

۶. په خپل ذهن کې د آخرت او مرګ د یاد روحیه ژوندۍ کړو

۷. له الله څخه پدې میاشت کې د لا زیات طاعت او عبادت توان وغواړو.

۸.له مناسب پلان سره سم،خپل او د کورنۍ وخت په نیکو کړنو ډک کړو.

۹. د دې میاشتې له برکتناکو شیبو څخه د دین د اړینو مسائلو په زده کړه کې ګټه واخلو او په ځان کې د مطالعې او زده کړې دود غښتلی کړو.

۱۰. د روژې په لوږې او تندې سره باید هغه خلک را یاد شی چې د خوړلو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او له هغو سره د مرستې لپاره ګام واخلو.

۱۱.د پیشمني پرمهال دتهجد په لمانځه سره دنفس په روزنه کې هڅه وکړو

۱۲. د روژې له باطلوونکو ځان وساتو: ډیری روژتیان د روژې له ماتوونکو (خوراک، څښاک او جماع) څخه ډډه کوي خو باطلوونکو ته یې چې د روژې اجر له منځه وړي هیڅ پاملرنه نه کوي. رسول الله فرمایي: (ډیر روژتیان داسې دي چې د روژې لاس ته راوړنه یې یواږې لوږه او تنده  او د لمانځه ونډه یې یوازې بې خوبي وی.) (ابن ماجه) اړینه خو دا ده چې زموږ ټول غړي روژه وي تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (که څوک روژتي ته ښکنځلې وکړي، هغه دې متقابل عمل نه کوي بلکې ودې وایي چې ما روژه نیولې.) (صحیح مسلم)

 ۱۳.د تراویح لمونځ: رسول الله فرمایي: څوک چې د رمضان په شپو کې له ایمان او اخلاص سره لمونځ وکړي. تیر ګناهونه یې بښل کیږي. (متفق علیه)

۱۴. په رمضان کې صدقه ډیر زیات اجر لري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: تر ټولو ښه صدقه هغه ده چې په رمضان کې ورکړل شي. (ترمذی)

۱۵. سخاوت: په روایت کې راځي چې په رمضان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخاوت له روان نسیم څخه هم زیات وو.

۱۶. د قرآن كريم تلاوت: رمضان د قرآن میاشت ده ځكه نو بايد پكې د قرآن د تلاوت او زده کړې زیاته هڅه وکړو. اړینه ده چې قرآن په پوره تدبر سره تلاوت کړو او هڅه وکړو چې په معنی او مفهوم یې پوه شو.

۱۶. رمضان د ذكر، دعاء او استغفار ښه وخت دی چې ترې ګټه واخلو.

۱۷. عمره: رسول الله فرمايي: په رمضان کې عمره د حج اجر لري. (بخاري)

۱۸. اعتکاف، په ځانګړې توګه په وروستۍ لسیزه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د نفس د روزنې ښه فرصت دی.

۱۹. د رمضان په وروستۍ لسیزه کې د قدر شپې د ترلاسه كولو په نيت چې تر زرو مياشتو غوره ده، تر ډيره عبادت او طاعت ته ملا وتړو.

۲۰.روژتیانو ته په روژه ماتي ورکولو سره،وعده شوى ثواب لاس ته راوړو.

۲۱. په پوره نشاط سره ورځنیو چارو ته حاضر شو او د روژې معنویت په بې حوصلګۍ او له نورو سره په جنجالونو زیانمن نه كړو.

۲۲.له بې ګټې او عبث مجلسونو څخه ځان وساتو او خپل ارزښتمن وخت په قرآني درسونو او نورو دينې مجالسو كې په ګډون سره ولګوو.

۲۳. د فطر د زکات وركړه: دا چې بايد د اختر له لمانځه څخه وړاندې بې وزلو ته ورسيږي نو له اختر څخه څو ورځې وړاندې یې هم ورکول جائز دي څو پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

۲۴. د كوچني اختر په لمانځه کې په ګډون سره د خیر او برکت دا موسم پای ته ورسوو له رمضان وروسته له الله سره د تل لپاره دعبادت ژمنه وکړو.

د روژې فضایل

د روژتي د خولې بوی، الله ته د مشکو له بوی څخه غوره دی.(متفق علیه)

جنت د روژتیانو لپاره ریان په نامه ځانګړې دورازه لري. (بخاری)

روژه د الله په وړاندې د روژتیانو شفاعت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: روژه او قرآن د قیامت په ورځ د بنده شفاعت کوي. روژه وایي: ای زما ربه! ما هغه په ورځ كې له خوړلو او شهوتونو منع کړی وو، نو زما شفاعت يې په اړه ومنه. قرآن وایي: ای زما ربه! ما هغه د شپې له خوب څخه منع کړى وو، نو ما د ده لپاره شفیع وګرځوه. نو د دواړو شفاعت به قبول شي. (رواه احمد)

روژه ځانګړی ثواب لري: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: د هر عمل ثواب دوه برابره، لس برابره او تر اوه سوو برابره پورې ورکول کیږي، خو الله تعالی فرمایي: روژه يوازې زما لپاره ده نو ثواب یې زه پخپله ټاكم. (ابن ماجه)

د افطار پر وخت د روژتي دعا نه ردیږي. (ابن ماجه)

د روژې آداب

په افطار كې بیړه كول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: تر هغه چې خلک په روژه ماتي کې بیړه کوي په خیر کې دي. (متفق علیه)

روژه په خرما او اوبو سره ماتول.

– د افطار وروسته دعاء:ذهب الظمأ وابتلت العروق ثبت الاجر انشاء الله

د شپې په وروستۍ برخه کې پیشنمی کول.

– ډیر خوراک نکول چې د ناروغیو مور او د روژې د حکمت منافي ده.

سلف صالحو به د رمضان څه ډول استقبال كولو؟

– له رمضان سره ژوندون: معلی بن الفضل وايي: صحابه کرامو به شپږ میاشتې له الله څخه روژه غوښته او شپږ میاشتې به یې د قبولۍ دعاوې کولې.

– د قرآن تلاوت ته ځانګړې پاملرنه: صحابه به د قرآن له تلاوت څخه ډیر متأثر کیدل او زړونه به یې په ورسره نرمیدل. په ځانګړې توګه په رمضان کې به یې د قرآن زیات تلاوت كاوه او په هغه کې به یې زیات فکر کاوه او هغه به یې زیات زده كولو.

– عبادت ته ځان وزگارول: روایت دی چې کله به خلک کورونو ته لاړل نو ابن عمر رضي الله عنه به مسجد ته لاړ او تر سهاره به یې لمونځ کولو.

– سخاوت او انفاق: روایت دی چې ابن عمر رضی الله عنه له مسکینانو پرته

روژه نه ماتوله. که به کوم سوالګر ورغی نو خپله ډوډۍ به یې هغه ته ورکوله او چې په کور کې به یې د خوړلو لپاره نور څه ونه موندل نو د دویمې ورځې لپاره به ېې همداسې په لوږه روژه نیوله.

– له زیات خوراک څخه ډډه: پدې باور ول چې که څوک غواړي په روژه کې له لمانځه څخه خوند واخلي نو لږه ډوډۍ دې خوري، ځکه لوږه زړه نرموي، نفس کمزوری كوي او غوسه له منځه وړي.

– په وروستۍ لسیزه کې زیات زیاراېستل: د رمضان وروستۍ لسیزه به چې راورسیده نو په عبادت کې به یې حرص څو برابره زیات شو. ابن جریر فرمایي: ډيرى سلفو به د شپې غسل كاوه، عطر به یې لګول، ښې جامې به یې په تن كړې او په عبادت به لګیا شول. ځکه پدې باور ول چې د قدر شپه په همدې شپوکې ده.

– قیام اللیل او اوږدې تراویح.

– د ژبې ساتل او له زیاتو خبرو ډډه كول.

رمضان د قرآن، جهاد، تعاون، تغيير او تقوا مياشت

رمضان قرآن كريم ته ورگرځيدو مياشت ده، راځئ د هغه د پوهاوي تكل وكړو، احكام يې په فردي او كورني ژوند كې پلي كړو، خپل ملت ته يې پيغام ورسوو او د تنفيذ په لار كې يې لاسونه سره وركړو. رمضان د جهاد مياشت ده، راځئ د ټولو مفاسدو پر وړاندې د مبارزې توغ پورته كړو. رمضان د همكارۍ مياشت ده، راځئ اړو انسانانو ته د مينې لاس ور اوږد كړو، رمضان ځان ته د راګرځیدلو میاشت ده، راځئ د الله د خوښې وړ او نجات وركونكي بدلون په اړه سوچ وكړو. بالاخره رمضان د عاداتو له تنګې دایرې څخه د الله د عبادت پراخې نړۍ ته د ګام اخیستنې میاشت ده چې د عبادت میوه هم تقوا ده، نو څومره به ښه وي چي د تقوا سیوري او د ایمان په رڼا کې ډاډمن ژوند تجربه كړو.

د اصلاح پيغام لړۍ

د ځوانانو څانګه

Print Friendly, PDF & Email