خپلې ښځې ته بچيم ويل

 

 .پوښتنه : محمد .ب .غ
د لوي او سپیڅلي څښتن په نامه!
د آن لاین اسلامي لارښود ټولو ګرانو وروڼو ته خپل سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم او وروسته زه یوه پوښتنه لرم که څه هم زه په دې آند یم چې دا شاید دومره یوه لویه موضوع نوي چې د پوښتلو وړ وي زه غواړم ځواب  يې د اسلام په رڼا کې واورم
 
زما تکيه کلام دی چې هر چاته وايم بچيم او بجش او کله کله دا تکيه کلام د خپلی ماندينې په وړاندې هم رانه کارول کيږي  زما پوښتنه داده چې په نکاح کې خو به څه خلل  نه راځې که تاسې راته د اسلام په رڼا کې څواب راکړي مهربانی به مو وي
ستاسو ځواب ته سترګي په لار

 


ځواب :
په داسې ويلو سره په نکاح کې کوم خلل نه رامنځته کيږي مګر داسې ويل ګناه ده ،فضوله وينا ده دروغ دي
 
له داسې وينا ځان ساتل پکار دي (اسلامې فقه ۴۵۶ ص )
 
دخپلی بی بی په وړاندې داسې الفاظ کارول د مسلمان له شانه سره مناسب نه دي
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 53 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. له هرڅه نه مخکی دان لاین لاسلامی لارښود ټولو درنو معززو مسوولینو اوکارکوونکوته دزړه له کومی سلامونه،نیلی، هیلی او درناوی وړاندی کوم هیله من یم چی تردی دمه په خپلو نیکو چاروکی بریالی او مفق وی.
    قدرمنو یوه پوښتنه مو درلوده په ډيری مهربانی سره که ځواب یی راکړی نو ډيره مهربانی به مو وی.
    پوښتنه :- قدرمنو دزیاتی مینی او محبت له امله زه او میرمن مو یو بل ته کله نا کله د ادی(مورجانی) او ابکه کلمی استعمالوو .
    دداسو کلمو استعمالول دښځی او میړه ترمنځ یو بل ته څه ډول دی.
    په اسلامی مینه،ادب او درنښت
    تاسواسلامی ورور عبدالمتین حمیدی