د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟

اسلام علیکم و رحمته الله وبرکاته
ګرانو وروړو په دیری مننی سره چی تاسی د مسلمانانو لپاره یو داسی خدمت شروع کړی چی ډیر د قدر وړ دی
زه یوه پښتنه لری هیښودلو غه دا جی ګه څول د غاښ د ډکولو یا پوښ کولو په حالت کی اودس ونلری اویا په جنابت کی وی د اسلام له نظر په دی باره کی په تفصلی ډول معلومات راکړی څه حکم لری مهربانی به مو وی وسلام

حکمت الله

د غاښ ډکولو او پوښولو يا کرلو ورسته  اودس او غسل دواړه صحي دي ځګه دا يو ضرورت دی کچيرې خراب شوی او خالی غاښ ډک نشي نو په هغه کې جراثيم او مکروبونه ځای نيسي چې بدن او خاصتاً عصابو ته تاوان رسوي ، نو څرنګه چې هغه مواد کوم چې غاښ ور باندې ډک شوی وي ايستلو کې تکليف دی او امکان نه لري نو په اسلامې شريعت کې حرج نشته لکه د غسل پر مهال د ښځو د پاره د کوچۍ خلاصول ، د ګوتو د نوکانو لاندې د خريو پاکول او او د چاودو غوړول و غيره او همدارنګه د دغه کمياوي موادو بيخ ته د ابو رسول هم امکان نه لري .

ځکه په غاښونو کې چې څه خوراکی شی بند وي له هغه سره غسل کيږي مګر لرې کول يې افضل دي .

و فی السعایة‌:

«‌والفتوی علی أنه ان كا‌ن بین‌اسنا‌نه شی‌ء من ا‌لطعا‌م ولم یصل الماء تحته فی غسل الجنا‌بة جا‌ز، ‌کذا فی‌الخلاصة‌»‌.(السعاية: 1/125)

مولانا  عبدالحی‌ رحمه الله  په «السعاية»  شـرح  «‌شـرح  الوقایة‌» کې ليکي :

«‌ان  المعتبر  فی  باب  ا‌لغسل  وجود  الحرج  و  عـدمه  بالفعل‌ لا  امکان  ازالته  و  عدمه‌، ألا  تـری  الي انه  لایـجب  عـلی‌ المـرأة  نقض  ضفا‌ئـرها‌،  للحرج  فی  ذالك  مع  امكان  ازالته‌ کما  لایخفی»‌.(السعايه شرح شرح الوقاية: 1/285)

«‌وکذا الصبغ با‌لحنا‌ء فا‌لحا‌صل‌أن المعتبرفی هذا الحرج‌فا‌ذا ادّهن فأ‌مرالماء فلم یصل یجزی‌، علی‌أ‌ن المعتبر في بـاب الغسـل وجود الحرج و عدمه با‌لفعل‌، ‌لا امکا‌ن ازالته و عدمه‌، ألا تری‌ الي أنه لا یجب علی‌ المرأة نقض ضفا‌ئرها للحرج ذلك مع‌امکا‌ن ازالته‌،‌ کما  لا  یخفی‌«‌.(كتاب السعاية: 1/258 و الفظ له و كذا في رد المحتار: 1/114 بهذا المعني.)

همدارنگه علماء کبار عربستان سعودي ليکي :

د ډک کړی غاښ سره غسل او اودس دواړه صحي کيږي ځکه چې په کوم غاښ کې څه شی بند وي له هفه سره غسل او اودس جايز دی مګر لری کول يې افضل دي :

يصح الوضوء والغسل ولو بقي شيء من الفضلات بين الإسنان لكن إزالتها أفضل .

فتاوى اللجنة الدائمة 5/

مګر د غاښ ډکولو په وخت کې اودس لرل او نه لرل څه باک نه لري خو دا چې جنوب وي او بيا غاښ پوښوي په دې اړه مې ډيرې پلټنې وکړي د شريعت په علمي مراجعو کې مې څه پيدا نه کړل .

له ځانه څه نشو په کې ويلای ځکه چې دومره علمي وړتيا نه لرو ، د اسلامې لارښود هره خبره د دقيقو څيړنو وروسته د شرعي مراجعو په رڼا کې بيانيږي له ځانه د يوه تورې جرأت هم ځان ته نه ور کوو .

ستا له انتظار څخه مننه

څيړني روانی دي ……….

الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. بصیر احمد

    السلام عليكم زماسوال دادي زه په سعودی کی دخپل کفیل په شرکه کی مدیر یم
    زما معاش ده ۱۵۰۰ریال حالانکه دنورو مدیرانو معاش دی ۲۵۰۰ ریال ماته مال راکوی چه دا خرڅ کړه په ۱ ریا ل که زه دا خرڅ کړم په ۱ ریا ل او ربع باندی که دا ربع زه واخلم او کفیل ته ئ ورنه کړم دا عمل جائز دی کنه