که په ناخبرۍ سره په حيض کې جماع وشي څه کول پکار دي

 

زما موخه دا وه چی کور می په ګروی نیولې ده خو د میاستی ۱۵۰ دالره کرایه هم ورکووم. او دمخه می دا ۱۵۰ دالره نغد ورکول ولی اوس یی له هغه پیشکی پیسو څخه ګرځوی.
زما بله پوښتنه داوه جی یو سړی  ته  نه وه معلومه چی د حیض په دوران کی له ښڅی سره کوروالې مطلقه حرامه ده. هغه فکر کاوو چی ګناه کبیره ده . او له مسافری څخه راغی او په دی حال کی یی کور والی وکړه. اوس دهغه اولاد حیثیت څه ده؟ د دغی کوروالی په نتیجه کی پیدا شی. البته ګناه خو به یی په توبه وبښل شی.
ستاسو د جواب په تمه

پوښتنه : محمد نبي (پکتياوال)


دحيض په وخت کې له خپلی بی بی سره يوځای کيدل حرام دي قوله تعالی :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کی له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او داسې نور رواه دی
که په ناخبرﺉ له چا څخه داسې خطا وشي نو په اخلاص سره دې توبه وباسي او صدقه دې ورکړي .
د صدقې اندازه يو دينار يا نيم دينار دی .
د ابن عباس رض نه روايت دی که څوک د حيض په وخت کې مقاربت وکړي بايد « يَتَصَدَّقُ بِدِينَارٍ أَوْ بِنِصْفِ دِينَارٍ » (يو دينار يا نيم دينار به صدقه کړي )  رواه أحمد (1/229، 312 )، و أبو داود(264 ، 2168 )، و الترمذي (137) بنحوه. و النسائي (290)،و ابن ماجه (640).
الشیخ محمدبن إبراهیم- فتاوی و رسائل (2/98،99) کې ليکلي چې هر دينار له يو طلايي مثقال سره برابر دی .
يو مثقال 4.25 ګرامه او نيم مثقال 2.125 ګرامه کيږي که نیم دينار وټاکو او د سرو رزو د يوه ګرام قيمت 1500 فرض کړو نو 2.125×1500 به مساوي شي په 3188 افغانۍ دا پيسی به په مسکينانو او فقيرانو وويشي . والله اعلم
 

ګروی
که څوک له چاڅخه قرض واخلي اوپه عوض يې څه شی د ګرو په شکل کيږدی دې ته په شريعت کې رهن ،ګاڼه يا ګروی وايي .
زمونږ د احنافو په مذهب کې له ګرو شی څخه په هيڅ عنوان کټه پورته کول جواز نلري مثلاً که باع وي د باع ميوه ګرو اخيستونکی د ځان لپاره نشی استفاده کولای که ځمکه وي د هغه حاصيلات نشي خوړلای او که کور وي په هغه کې سکونت نشی کولای .
 
مثلاُ که څوک دګرو کور څخه کرايه اخلي نو دا يو سودي لين او دين دی د شريعت عمومي قاعده ده (کل قرض جر نفعافهو ربوا ) په هر قرض کې چې ګټه وي هغه سود دی .
فتاوي ديوبند ج ۲ ص ۶۴۳ ، اسلامې فقه ، مراة المجلة ج۱ ص ۳۸۹ او بهشتی زيور )
 تاسې چې کومې پيسی ورکوي او هغه په قرض کې حسابوي پدې کې څو خبرې دي لومړی داچې د ګروی معامله تر هغه وخته دوام لري تر څو ټولی قرض ور سپارلی شوی نه وي دوهم دا چې که دا کرايه وګڼی نوهغه بې شکه سود شو ولی که په قرض کې يې حساب  کړي سود خو نه دی مګر په ګرو کور کې اوسيدل هم د احنافو په نزد ښه نه دي .
ددی ډول معاملاتو لپاره بيع الوفا ښه وي ځکه په بيع الوفا کې له شی څخه استفاده هم رواه ده  .
اوبله خبره داده چې شی يا په کرايه وي يا په ګروی دلته خو په يوه معامله کې دوی معاملی منځ ته را

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 121 times, 1 visits today)

5 تبصرې

  1. نن سبا خو زمونږ ډیری مسلمانان به دغه شان ګنده ګیو اخته دی
    خدای پاک دی دوی ته هدایت وکړی امین

  2. که چیر یو سری خپله میرمن موچی کری ویا ورسره لاس واجوی په روژه کی سه حکم لری
    وسلام

  3. اسلام عليکم
    که د شهوت ويره وي (داسې چې جماع ته د نږيدې کيدو ويره پيداکيږي ) د خپلې بې بې ښکلول او له هغه سره لوبې کول روژه مکروه کوي ( روژه نه ماتيږي بلکي د روژې ثواب کميږي ) .
    او که د شهوت ويره نه وي سړی پر خپل ځان باندې حاکم وي نو په ژوره کې د خپلې ميرمنې مچې کول هيڅ باک نه لري (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) .

    آن لاين اسلامې لارښود

  4. احمد نور

    كه شزه د خپل خاوند ذكر موچي كري سه حكم لري

    ………………………………
    مهرباني وکړی خپل ځواب دلته وګوری http://dawat.katib.org/archives/2238

  5. احمد نور

    اسلام عليكم
    بعد له سلام
    زه يو پوشتنه لرم هغه دا چي يو سري كولي شي چي ده خپلي بي بي عورت وكوري و كه سه حكم لر ي
    وسلام