که سجده سهوه ونه شي لمونځ له سره ادا کيږي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وربرکاته

که په لمانځه کی په چا باندی سجده سهوه واوړی اونومړی سجده سهوه ورڅخه هیره شی د رکعت په آخری برخه یعنی په الهمه الربناکی کولی شی چه یو طرف ته سلام واړی اوورسته سجده سهوه وکړیاوکه دلته هم روڅخه هیره شی نوبیابه دوهم ځل لمانځه کی کیدایشی چه سجده سهوه وکړ ی پدی اړه که مونږ ته معلومات راکړی
په درنښت محب الله عابد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

سجده سهوه د تشهد د لوستلو وروسته ادا کيږي ، قصداً داسې کول د سنتو خلاف دي په هيره سره باک نه لري .

په آخره قعده کې د تشهد يا درود په تکرار سره سجده سهوه نه لازميږي او فرضاً که په لمانځه کې دوې يا څو سجده سهوی لازمې هم شي په آخر کې يوه سجده سهوه کول کافي دي . ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۶۱ ) .

د سجده سهوي پريښودل که قصداً يا سهواً وي برابر دي لمونځ فاسدوي .

يعنې که سجده سهوه ونه شي لمونځ به له سره ادا کوي .

۲۶۶ ص .- کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۱۹

ولها واجبات لاتفسد بترکها و تعادو جوباً فی العمد و السهو ان لم یسجد و ان لم یعدها يکون فاسقاً ) التنوير وشرحه ، باب صفة الصلات ۱/ ۴۵۶ سعيد .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email