دکيناستلو آداب

رسول الله صل الله عله به څنګه کېناستلو او د څنګه کيناستلو هدايت به يې ورکولو ؟

عن ابن عمر قال رأيت رسول الله صلی الله عليه وسلم بفنا الکعبة محتبياً بيديه . ( رواه البخار )

ژباړه : د حضرت عبد الله رضی الله عنه نه روايت دی چې ما رسول الله صل الله عله وسلم  دبيت الله شريف په انګړ کې د احتبا په طور ناست وليدلو . ( بخاری )

تشريح : احتبا د کېناستلو يو ه خاصه طريقه ده ددې طريقه داده چې دواړه کوناټې او د دواړو پښو تلی په ځمکه باندی وی او  دواړه ځنګنونه يې ولاړ وی او هغه يې د دواړو لاسونو په حلقه کې اخستی وی . دا د فکر دخاوندانو او اصحاب مسکنت د کيناستلو طريقه ده د روايتونو نه معلوميږی چې رسول الله صل الله عليه وسلم به اکثره وخت دغه ډول کېناستلو .

عن جابر بن سمرة قال کان النبی صلی الله عليه وسلم اذا صلی الفجر تربع فی مجلسه حتی تطلع الشمس حسنا . ( رواه ابو داؤد )

ژباړه : د حضرت جابر بن سمره رضی الله عنه نه روايت دی چې د رسول الله صلی الله عله وسلم دا عادت وو چې دصباح د لمانځه د فارغ کيدو نه پس نه په همغه ځای چار زانو ( مربع ) ناست ؤ . تر دې پوری چې لمر به ښه را وختلو .

مجلس ته د راتلونکی لپاره لازم ده چې دې مجلس يوې غاړی ته کېنی :

عن جابر بن سمرة قال کنا اذا اتينا النبی صلی الله عليه وسلم جلس احدنا حيث ينتهی . ( رواه ابو داود )

ژباړه : دحضرت جابر بن سمره رضی الله عنه نه روايت دی چې زمونږ دخلکو يعنی اصحابو دا دستور او طريقه وه چې په مونږ کې به څوک د حضور صلی الله عليه وسلم په مجلس کې راتلو . نو د مجلس د حاضرينو په منځ کې د مخکې تېريدو کوښښ به يې نه کولو . بلکه يوې ډډې ته به کېناستلو .

عن خذيفة ملعون علی لسان محمد صلی الله عليه وسلم من قعد وسط الحلقة . ( رواه الترمذی و ابو داؤد )

ژباړه : د حضرت حذيفه رضی الله عنه نه روايت دې چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ژبه مبارکه باندی هغه سړی قابل لعنت ګرځول شوی دی کوم چې دحلقی په منځ کې راشی او کېنې.

عن جابر بن سمرة قال جاء رسول الله صل الله عليه وسلم و اصحابه جلوس فقال مالی اراکم عزين . ( رواه ابو داؤ د )

ژباړه : د حضرت جابر بن سمره رضی الله عنه نه روايت دی چې يو ځل رسول الله صلی الله عليه وسلم تشر يف  راوړلو او اصحاب جلا جلا پينډې جوړی کړی ناست ؤ . نو هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : مالره څه شوی دی چې زه تاسو بيل بيل وينم .

داسې مه کېنۍ چې دبدن څه برخه مو په ګرمې او څه په سيوره کې وی :

عن ابی هريرة  ان رسول الله صلی الله عله وسلم قال اذا کان احدکم فی الفيی فقلص عنه الظل فصار بعضه فی الشمس وبعضه فی الظل فليقم . ( رواه ابو داؤد )

ژباړه : د حضرت ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : هر کله چې تاسو کې څوک د سيوری په ځای کې ناست وی بيا دهغه نه ولاړ شي اوبا دهغه دجسم څه حصه په سيوری او څه حصه په لمر کې وی نو په کار ده چې د هغه ځای نه پاڅې .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email