ښکلی او مزين لباس تکبر نه دی

 پوښتنه : آيا ښکلی او مزين لباس اغوستل اسراف او تکبر دی ؟              

جواب : که څوک له اسراف او نمايش څخه ځان وساتي او صرف دزړه د خوشحالۍ په غرض قيمتي لباس واغوندی دا جايز دی  يعني دا سي لباس اغوستل چې  جسم ته آرام  او استراحت حاصليږي او له دې سره سره دلږ  شان ښکلا او زينت مقصدهم ترې لاسته راځي دا هيڅ  پروانه لري جايز دي:

قال العلامه الصابوني (رح) و مما يو کد ان التزين والتجمل مطلوب وانه ليس من الکبر يا الذين نهی عنه الاسلام .                                                          

      ماوری فی الصحيح عنه انه قال : لايد خل الجنة من کان في قلبه مثقال ذرة من کبر قالو يارسول الله احدنا يحب ان يکون ثوبه حسنا و نعله حسنة قال ان الله جميل يحب الجمال ، الکبر بطر الحق ای عدم قبول الحق وغمط الناس ای احتقار هم وازادراهم . ( اخرجه مسلم فی کتاب الايمان )                

    ترجمه : علامه صابوني(رح) فرمايې : په شرعي دايره کې زيب او زينت حاصلول مطلوب او مقصود دی او دا په کبر کي داخل نه دی چې اسلام ترې منع کړې ، په صحيح  بخاري  کې روايت دی چې رسول الله وفرمايل : د چا په زړه کې چې د مثقال د يوې زرې برار کبر وي هغه جنت ته نه شي داخلېدای ، صحابه وو عرض وکړ يا رسول الله! که له مونږ څخه يو څوک دا خبره خوښه کړي چې لباس يې غوره او عمده وي نو آيا دا خبره به په کبر کې نه راځي ؟                                                                                                                  

    ده مبارک ورته وفرمايل : الله تعالی ښکلی دی ښکلا خوښوي ، کبر دا دی چې حق خبره قبوله نه کړي ، خلک سپک وګڼي او تو هين آمېزه رويه خپله کړي .    

عمدة الاحکام

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email