لباس او زينت (لومړی برخه )

 داسلام مقدس دين غواړي چې انسان دي  د الله تعالی د پيداکړي  زينت ، پوښاک او غوره لباس څخه ګټه پورته کړي ، خپل وضعيت دي درست کړي، پخپل شکل او صورت کې دي  حُسن او جمال پيداکړي .                     
  په اسلام کې دلباس څخه دوه شيان مقصود دي يو دستر پټول ، دوهم  زينت ، الله تعالی چې دانسان لپاره پوښاک  او زينت کوم  سامان برابر کړي هغه  يې په احسان سره تعبير کړي ، په سورة الاعراف کې فرمايې :             
يَابَنِی آدَمَ قَدْ اَنْزلْنَا عَلَيْکُمْ لِبَاسًا يُوَارِی سَوْءَ اتِکُمْ وَرِيشًا.( سورة الاعراف آيت ۲۶ )       
ترجمه : اې انسانه موږ  پر تا لباس نازل  کړی دی ، داهم ستاسي ستر پټوي او هم ستاسي لپاره زينت دي .                                                                   
   ليکن څوک چې په دغو دوو شيانو کې چې ستر پټول او ښايست دی له بې اعتدالۍ او تجاوز څخه کار واخلي ، نو ګويا د اسلام له اصلي لاري څخه يې مخ دشيطان لاري ته واړاوه ، الله تعالی پخپل ستر کتاب قرآن شريف کې  انسانان خبر کړي چې د شيطان پيروي ونه کړیء  په دې معنا چې بر بنډ توب او يا هم ترک  زينت اختيار کړیء .                                            
يَابَنِی آدَمَ  لاَ يَفْتِنَنَّکُم الشَّيَطَانُ کَمَا اَخْرَجَ  اَبَ،َيْکُمْ مِّنّ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِ يَهِمَا . (سورة الا عراف آيت ۲۷ )                                                      
   ترجمه : اې انسانانو ! شيطان بايد تاسي  په فتنه کې وانه چوي  لکه څه راز چې يې ستاسي مور او پلار له جنته ( په فرېب او دوکه سره ) وايستل ، په داسي حال کې چې له هغوی څخه يې لباس  وويست ، د دې لپاره چې دهغوی شرمګانه پخپله  دهغوی په وړاند بر بنډ او پرانستل شي .               
   اسلام پر مسلمان باند دا واجب کړي چې د خپل جسم پټ اندامونه چې يو ادب ناك انسان  يې په فطري ډول په ښکاره کولو کې شرم محسوسوي  همداسي پټ وساتي ، له دې کبله به يو انسان چې د اشرف المخلوقات  تاج يې پر سر دی له لڅو حيواناتو  څخه ممتاز او جلا کړل شي ، د سنن ابو داؤد کتاب الحمام  په ( باب النهی عن التعری ) کې روايت شوي :                 
    عَنْ يَعْلی اعنَّ رَسُولَ اللهِ  رَای رَجُلاً  يعغْتَسِلُ بِالْبراَزِ فَصعِدَ الْمِنْبَرَ فَحَمِدَ اللهَ وَ اَثْنَی عليه ثُمَّ قال اَنَّ اللهَ عزو جل حَِیُّْ  سِتّيِرُْ يُحِبُّ الْحَياءَ وَ السَّتْرَ فاذا اغتَسَلَ اَحَدُ کُمْ فعلْيَسْتَتِر . ( سنن ابو داؤد صفه ۵۵۷ )                                    
   ترجمه : له حضرت يعلی څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم يو کس له پای جامې پرته په عام ميدان کې په لڅ بدن دغسل کولو په حال کې وليد ، دی مبارک منبر ته پورته شو  د الله تعالی حمد يې ووايه وروسته يې وفرمايل : په تحقيق سره الله تعالی ډېر حيا ناکه  او خورا زيات ستر پوشه دی ، ځکه خو يې حياناکه  او ستر پوشه څوک ډير خوښيږي نو په تاسي کي که يو څوک غسل کوي خپل ستر دي پټ وساتي .                                                       
    همدا راز  اسلام حکم کوي چې په خلوت  او يوازي والي کې هم خپل شرمګاهونه پټ وساتیء ، د دې لپاره چې شرم  او حيا ء دانسان  عادت او خصلت  وګر ځي ، په جامع ترمذي ، مستدر حاکم ، مسند احمد او دسنن ابو داؤد د (کتاب الحمام ) په ( باب فی التعری ) کې راغلي :
  عن بهز بنِ حکيمٍ عَن ابيهغ عن جده قال قلتُ يا رسول الله عوراتُنا ما ناتی منها وما نذرُ قال  احفظ عورتکَ اِلا من زوجتک او ماملکت  يمينُکَ قال يا رسول الله اذا کان القومُ بعضُهُم فی بعض قال ان استطعت ان لا يرينها احد فلا يرينها قال قُلتُ يا رسول الله اذا کان احدُنا خالِيًا قال الله احق ان يستحيا منهُ من الناسِ . (سنن ابوداؤد صفه۵۵۷  )                                            
    ترجمه : له حضرت بهز بن حکيم څخه هغه له خپل پلار او هغه له خپل نيکه ( معاويه قشيري ) څخه  روايت  کوي چې موږ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل : يا رسول الله ! مونږ خپل ستر له چا څخه پټ وساتو او له چا څخه يې ونه ساتو ؟                                                                                                                         
    ده مبارک وفرمايل : خپل ستر له ټولو څخه پټ وساتیء پرته له خپلي ښځي او مينځي څخه ، ما عرض وکړ يا رسول الله ! که خلک يو بل سره يو ځای وي بيا په څه کوو؟ ده مبارک وفرمايل : څومره چې ستا توان او طاقت وي چې ستر پټ کړې بايد تا څوک ونه ويني ، ما عرض وکړ يا رسول الله ! که چېري له مونږ څخه يو څوک په کور کې يوازي وي ؟ ده مبارک وفرمايل : تر خلکو خو له الله تعالی څخه زيات شرم او حيا په  کار ده .    
عمدة الاحکام 
پرلبسې لړۍ تر بتلون ، کرتۍ او نېکتایی پورې ………
ان لاين اسلامې لارښود         
Print Friendly, PDF & Email