د روسي نجلی د اسلام راولو عبرتناکه قصه (دوهمه برخه )

د مسکو په لورې او د کلک صبر او استقامت درسونه :

د کتابخاني مسئول وايي : تقريباً پنځه شپږ مياشتې له خالد څخه بې خبره وم وروسته له دغه مودې خالد ما ته راغی او له هغه څخه مې د ډير وخت د نه معلوميدو علت بيانولو غوښتنه وکړه .

هغه راته وويل : ما له تا سره قطع رابطه نه ده کړې مګر يو کار راته پيدا شو هغه کار ختم شو او اوس تا ته راغلم مګر زه غواړم هغه تا ته بيان کړم ځکه په هغه کې ډير د عبرت درسونه دي :

وروسته له دې چې هغه ښځې سره مې واده وکړاو ژوند مې ورسره پيل کړ د هغه محبت زما په زړه کې ځای ونيوه تر څو ټول بدن مې يې احاطه کړ .

خو له یو مشکل سره مخ شوو هغه دا چې زما د میرمنې د ويزې وخت ختم شو او بايد هغه عوض شي او بل مشکل دا وه چې بايد هغه د هغې په خپل پلارنې ښار کې جوړه شي او زه يوه فلسطينی وم چې د اقامت نه بغير مې بل څه نه لرل نو د سفر کولو د پاره مجبور شوو .

د مادي مشکلاتو په خاطر مې د روسيې تر ټولو ارزانه هوايي کرښه انتخاب کړه او دوه ټکټونه مې واخیستل او له ميرمنې سره په طياره کې سپور شوم .

هغه ته مې وويل : ای ښځې ! مونږ به اوس د تا د حجاب د لاسه په مشکل اخته کيږي .

ويې ويل : خالده ، ته اوس له ما څخه غواړې چې زه د دغو کافرانو که هغوی له موجوده افکارو سره مړ شي د اور خوراک به وګرځي اطاعت وکړم او د الله سبحانه وتعالی له فرمان څخه سرغړونه وکړم ؟ هيڅ امکان نه لری چې زه داسې کار وکړمه .

تاسې وګورﺉ دا د يوې نوې مسلمانې شوی ښځې خبره ده !

خالد وايي : سواره شوو او د خلکو سترګې زمونږ طرف ته را وواښتې ، خدمتګارو د خوراک په ويشلو شروع وکړه د عادي غذا نه نيولی تر الکولی مشروباتو پورې ، کرار کرار الکولی مشروباتو په خلکو تأثير وکړ او خپلې اوتې بوتې خندا او مسخرې يې پيل کړې ، زمونږ تر څنګ به دريدل خندا ، اشارې ، کتل او مسخرې به يې کولې .

زه په يوه کلمه هم نه پوهيدم مګر ميرمنې مې تبسم کولو او ما ته يې د هغوی خبرې ژباړلې او ما ته يې ويل : ته مه خفه کيږه او حوصله مه تنګوه ځکه دا د هغو بلاؤ او آزموينو کوم چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو راغلی ډير معمولې دي .

داسې احساس مې وکړ چې غېشی مې په زړه کې ننوتلو چې بيا ورڅخه نه وځي .

هغه ته مې وويل چې کله د تاسې ښار ته ورسيدو نو هلته به د تاسې په کور کې پاتې شو تر هغه پورې څو کارونه خلاص شي ،مګر هغې ما ته وویل نه زما کورنې د اسلام پر وړاندې متعصب ده زما زړه دی چې هلته لاړ شو نو يو اتاق به کرايه کوو .

د هغه ورځې په سبا مربوطه ادارې ته لاړو تر څو ويزه عوض کړو د کار د تر سره کولو د پاره لومړې ، دوهم او دريم مسئول ته د طی مراحلو د پاره لاړو تر څو اسناد جوړ کړو کله چې خبره تصوير ته ورسيده ميرمنې مې په حجاب کې تصوير چې تور او سپين وو هغوی ته وړاندې کړ ، هر مسئول به هغه ردولو چې دا تصوير د قبول وړ نه دی مونږ چې کوم تصوير غواړو په هغه بايد مخ ، ويښتان او ګريبان ښکاره شي ، ښځې به ويل په هيڅ وجه امکان نه لري چې داسې تصوير واخلم .بلاخره دغو مسئولينو مونږ ته وويل چې مونږ نشو کولای په دې تصوير د تاسې اسناد تکميل کړو او دا کار زمونږ له صلاحيت څخه لوړ دی دا مشکل يوازې د مسکو د ويزو رِِيس حل کولای شي  .

خالد ته مې وويل : خالده ! ځو مسکو ته . خالد هم کوښښ کولو چې هغه ته قناعت ورکړي چې (لا يکلف الله نفسا الا وسعها) ځکه چې دا يو ضرورت دی او دا ويزه فقط څو کسان ګورې وروسته به هغه پخپل کور کې ساتو تر څو د هغه وخت ختم شي  .

ويې ويل : نه ، نه هيڅ امکان نه لری وروسته له هغه چې ما الهي دين وپيږندو هيڅکله به بې حجابه نه شمه .

الله تعالی لوی دی ، که ته مسکو را سره نه ځي زه د ضرورت په وجه هلته ځمه .

خاليد وايي : قبول مې کړ مسکو ته لاړو هلته مو اتاق کرايه کړ او پاتې شوو .

سبا د ویزو ريس ته ورغلو او د کار مراحل مو پيل کړل ، يو خبيث انسان وو چې کله يې په تصوير باندې سترګې وليګدې و يې ويل : څوک ما ته دا ثابولای شي چې دا تصوير به ستا وي ؟ اسناد يې واخستل د ميز په روک يې قفل کړل او مونږ ته يې وويل تاسۍ هيڅ اسناد نه لرﺉ تر هغه چې زمونږ د دستور مطابق تصوير را نه وړی .

خالد وایی : کوښښ مې وکړ تر څو ريس قانع کړم خو هيڅ ګټه يې ونه کړه بلاخره له ميرمنې سره مې بحث پيل کړ چې ګوره الله تعالی بنده پر خپل وس مکلف کړی دی (لا يکلف الله نفسا الا وسعها) (و اتقوا الله ماستطعتم) مګر هغې ماته ځواب راکړ چې ( ومن يتق الله يجعل له مخرجا و يرزقه من حيث لا يحتسب) ريس عصباني شو او مونږ يې له دفتر څخه وشړلو .

له دفتر څخه ووتلو او خپل اتاق ته لاړو تر څو هلته په موضوع بحث وکړو .بلاخره ماسختن شو او لمونځ مو ادا کړ او ومې غوښتل چې بيده شم .

ما ته يې وويل : خالده ! په دې سخت حالت کې ته غواړی خوب وکړې ؟ حال دا چې مونږ اوس بايد الله تعالی نه د مشکل حل وغواړو ، پورته شه الله تعالی ته مخ کړه ځکه اوس بايد مونږ پر خدای پنا وغواړو .

پورته شوم هر څومره مې چې په توان کې وو لمونځ مې وکړ او بيده شوم . مګر هغې پيوسته لمونځ کولو ،

کله به چې بيدار شوم يا به مې په قيام ، يا رکوع يا ژړا او دعا کې ليدله تر هغه پورې تر څو سبا شو او هغې زه بيدا کړم چې پورته شه لمونځ وکړه . پورته شوم اودس مې وکړ او لمونځ مې ادا کړ او ورسته هغې ما ته وويل : ځه چې لاړ شو دفتر ته ورته ومې ويل ځه خو په کوم سند ؟ تصوير چيرې دی ؟ تصوير نه لرو ؟

ويې ويل : لاړ به شو او کوښښ به کوو او بايد د الله تعالی له رحمت نه ناهيلې نه شو .

خالد وايي : د دفتر پخوا روان شوو ميرمنې حجاب اغوستې وو (لوی ټکرې چې ټول بدن يې پټ ؤ ) ، په خدای قسم کله مو چې اولين قدم په دفتر کې کيښود يو کارمند غږ وکړ فلانۍ نجلی د فلاني لور ؟ ميرمنې مې ځواب ورکړ بلې . ويې ويل : دغه ده ستا ويزه په کوم شکل چې ستا غوښته په همغه شکل مو جوړه کړې ده مهرباني وکړﺉ پيسې تحويل کړﺉ . ډير خوشحاله شوم پيسې مو تحويل کړی او راروان شوو .

په لاره کې هغې ما ته وويل : ايا تا ته مې ونه ويل چې ((من يتق الله …. )) .

خالد وايي : کله يې چې دغه کلمات ما ته ويل په زړه کې مې داسې ايماني تربيت ځای ونيو چې له ډيرو اوږدو کلونو له درسونو او وغظونه کوم مې اوريدلی وو ځای نه وو نیولی .

په خپل کور کې تر سکنځو لاندې او هغې ته ويل فحشآء به دې قبوله کړی وه خو اسلام به دې نه منلو …………. بيا

تأليف : أبو أنس ماجد البنکانی

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email