د میرمنې د ژوند په صورت کې د هغې د ورور د لور (ورېرې) سره نکاح صحي کيږي ؟

د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!
محترمو! زه د یوی پوښتنی سره مخ سوم او زه غواړم چی تاسو یی راته شرعی جواب راکړی. پاک الله ج دی تاسو ته اجرونه درکړی او خدای ج دی وکړی چی زه وکړای سم چی دغه پوښتنه تاسو ته صحي تشریح کړم.

پوښتنه په دی ډول ده چی، خالد یوه نکاح لری او میرمن یی هم ژوندی ده. خو اوس غواړی چی دوهمه نکاح وکړی، او د دوهمی نکاح لپاره دی غواړی چی د خپل اخښی (د میرمنی ورور) حامد و لور ته مرکه وکړی، البته حامد هم د خالد د میرمنی سکنی ورور ندی، بلکی میریزی ورور یی دی. اوس نوکه تاسو مهربانی وکړی او موږ ته د اسلامی شریعت په رڼا کی د دی پوښتنی جواب ښه راته تشریح کړی او راته ووایاست چی دغه نکاح روا ده او که نه؟

احمد ذاکر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول دا چې : اسلامې شريعت د ځنو رشتو په وجه په يوه وخت کې د دوو ښځو نکاح د يو کس سره  حرامه ګرځولې ده لکه د يو کس په نکاح کې دوې خوندې يعنې که ښځه ژوندی وي نو د خپلې خينې سره نکاح کول حرام دي قوله تعالی :

وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ (سوره النسآء ۲۳ ) (دا هم حرام دي )  چې تاسې دوې خوندې يو ځای په نکاح کې جمع کړﺉ  .

دوهم دا چې : د خپلې ورېرې او خورزې سره نکاح کول حرام دي .

وَبَنَاتُ الأَخِ وَبَنَاتُ الأُخْتِ (سوره النسآء ۲۳ )

يعنې (حرام کړشوی دي پر تاسې باندې ) لوڼه د ورو او لوڼه د خور

پاتې شوه د ميرمنې له ورېرې او خورېزې سره نکاح کول .

ددې آيت شريف (وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ ) په تشريح کې نبی صلی الله عليه وسلم ځنې نورې ښځې هم په دې حکم کې داخلې کړې دي مثلاً يو ښځه او د هغه د پلار خور يا د هغې د مور خور هم په نکاح کې جمع کول حرام دي هغوی صلی الله عليه وسلم ددې حکمت دا بيان کړې دی چې په دې سره د نکاح چې کوم مقصد او هدف دی هغه فوت کيږي يعنې قطع صله رحمې ور څخه پيدا کيږي ځکه چې په اکثره بنو کې رقابت او تربګني وي نو ددې سبب ګرځې چې قطع صله رحمي را منيځ ته کړي (درالمحتار – اسلامې فقه ص ۳۵۴ ) .

د قرانکريم او نبوي احاديثو په رڼا کې فقهاؤ ددې د پاره يوه خاصه قاعده مقرر کړی ده چې :

لايجمع بين امراتين لو کانت احدهما رجلاً لم يجز له ان يتزوج بالاخری (هدايه ) .

يعنې داسې دوې ښځې په يوه وخت کې په نکاح کې نشي جمع کيدای چې په هغوی کې که يو سړی فرض کړو نو د دوهمې ښځې سره نکاح جايزه نه وي .

په دې فقهې اصل باندې د اهل سنت والجماعت (څلورو واړو مذاهبو ) اتفاق دی .

د حرمينو شريفينو د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه هم ليکي :

کوم قانون چې ددې مسئلې د پاره وجود لري دا دی چې : هغه دوې ښځې چې يو له بله فاملي نزديکت لري ، په دې ډول چې يو له هغوی نه سړی فرض کړو د بلې ښځې سره يې نکاح کول جايز نه وي نو د داسې دوو ښځو جمع کول په نکاح کې جايز نه دي د د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه (18/336) .

نو د ستاسې موجوه مسئله تر دغه قانون لاندې ده که د حامد لور سړی فرض کړو نو د هغه نکاح د خالد له ميرمنې سره نه صحيح کيږي ځکه چې هغه يې عمه ګرځي او له عمه سره نکاح کول حرام دي .

نو د ښځې او د هغه د وريرې جمع کول رواه نه دي ځکه چې په دې سره قطع صله رحمي را مينځته کيږي .

الله تعالی په هر څه عالم او ښه خبردار دی

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email