په خوب کې د مړو او ژنديو ارواح يو ځای کيږي

د يوه مسلمان له وفات کيدو وروسته د هغه په خوب ليدل ورسره ګرځيدل او خبرې کول څه معنې لري کيدای شي د اسلامې شريعت په رڼا کې ځواب راکړﺉ مهرباني به مو وي ..

ستاسو ورور روح الله وردگ

د ځنو علماء نظر دا دی چې د الله تعالی په قدرت سره په خوب کې د مړيو او ژونديو ارواح سره يو ځای کيږي او ملاقات کوي ، د دوی دليل دغه مبارک ايت شريف دی : اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (42)

ریس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه او نورو مفسرين ددې آيت په معنی کې وايي :

د ژونديو او مړو ارواح په خوب کې يو له بله ملاقات کوي او هغه ارواح چې الله سبحانه وتعالی وغواړي يو بل سره پېژني او تعارف کوي او کله چې د الله تعالی اراده وشي هغه ارواح بيرته خپلو جسدونو ته رجوع کوي ، الله تعالی د مړيو ارواح له ځانه سره ساتی او د ژونديو بيرته د هغوی جسدونو ته ليږدوي . ” تفسير القرطبي ” ( 15 / 260 ) .او تفسير انوار القرآن ) .

زما همدا لږ شی زده وو

الله تعالی خو په هر څه عالم او ښه خبردار دی

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. د اسلامی لارښود د ویبپاڼی ټولو کارکونکو او کتونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم.
    درنو او عزتمندو وروڼو زما یو پوښتنه ده هغه ده چی که څوک په روژه کی زکام (ریزش) وی او پزی یی بندی وی .
    او هغه د پزی د خلاصوالی لپاره د بویولو د دوایی څخه کار واخلی نو روژه یی پری ماتیږی او که نه .
    یعنی د هغی دوایی په بویولو سره روژه ماتیږی او که نه .
    د غه دوایی عامه دوایی ده په درملتونونو کی زیاته پیدا کیږی سوړ بوی لری ،
    د ځواب په هیله