طريقت په اسلام کې څه حکم لري او د شيخ عبدالقادر جيلاني په هکله معلومات راکړﺉ؟

طریقه بدعت دي او که جایز او دشیخ عبدالقادر جیلانی په هکله معلومات راکړي ؟

قاظم خان شيدا .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پير او مريد په اړه لنډ بيان دلته ولولئ

شيخ عبدالقادر جيلاني چې کامل نوم يې عبدالقادر بن صالح جنګي دوست جيلان او لقب يې محی الدين، د پنځم او شپږم قرن محدث ،فقهي او شاعر ؤ هغه په ۴۷۰ يا ۴۷۱ قمري کال کې د رمضان المبارک په اول تاريخ د عراق د جيلان په سيمه بشتير نومې کلی کې زږيدلی دی .

شيخ عبدالقادر جيلاني حنبلی مذهبه ؤ او د بدعت کونکو سخترين دوښمن ؤ هغه د شيعه ،مرجئه ، جهيميه ، کراميه ،معتزله ، قدريه او مشبهه ډلی اهل بدعت او اهل انحراف بللې .

هغه به د دوو مذاهبو حنبلي او شافعي موافق فتوای ورکولی او د عراق علماؤ به د ده د فقهي مسايلو خاص احترام او قدر کولو .

جالبه دا ده چې په داسې حال کې چې په پنځم قرن کې تصوف له شريعت څخه د جلاوالی په حال کې ؤ عبدالقادر جيلاني يو د اهل بدعت له سختو دوښمنانو څخه ؤ چې د طريقت او شريعت د يو ځايوالی کوښښ يې وکړ او هغه يې د ژوند په ټولو چارو کې د قرآن او سنتو د موافق جوړولو په لاره کې ډيرې هلی ځلی کړی دي .

د شيخ عبدالقادر مشهور کتاب ” الفتح الرباني” کې دده ټولې تګليارې بيان شوی دي هغه د ځنو قبرپرستو صوفيانو  سره په تضاد کې ؤ .

نو ويلای شو عبدالقادر جيلانې په قرآن او سنتو برابر کس تير شوی دی او د نن زمان د ځنو بدعتي صوفيانو څخه يې لاره بالکل جلا ده .

مګر متاسفانه له هغه سره هم د نورو اولياء الله په څير د اهل بدعت له خوا ظلم او ستم شوی دی هغه يې د خپل مراد حاصلولو مقصد ګرځولی دی او په هغه پسې يې ډير دروغ تړلی دی حتی تر داسې حده پورې چې هغه ته د مدد رسولو په توګه ندا او آواز کوي يا عوث اعظم چې دا ښکاره شرک دی نو ددې څخه به لوی ظلم کوم وي ؟ کوم چې د نن زمان د دين څخه ناخبره صوفيانو بدعتيانو په هغه پسې تړلی دي .

نو ويلای شو کوم خبرې چې اهل بدعت په هغه پسې تړلی دي ټولي دروغ دي ځنې د دغو دروغو په ښکاره ډول د قرآن سره په مخالفت کې دی لکه يو ستر صوفي چې پخپل کتاب کې ليکلی دی ( لو أرادوا أن لا تقوم الساعة لم تقم ) که اولياء ونه غواړي قيامت نه قايميږي العياذ با الله .

دا عقيده په ځنو صوفيانو کې اوس هم شته چې صوفيان د ځمکي متصرفين بولی .

لنډ دا چې د اسلامې نړې د ټولو منابعو په دې اتفاق دی چې شيخ عبدالقادر په اهل سنت او الجماعت کې شامل زاهد ، محدث ، فقهي او پرهيز کار ه سړی تير شوی دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email