د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟

د آن لاين اسلامې لارښود ټولو کارکونکو ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندی کوم .

زما پلار په داسې حال کې وفات شو چې سږ کال يې د حج اراده لرله چې حج به کوم خو د الله تعالی رضا وشو وفات شو .

اوس که زه د هغه پر ځای حج وکړم او ټول ثواب يې هغه ته وبښم ايا هغه ته د حج ثواب رسيږي او که نه ؟

ستاسو ورور روح الله وردګ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالی دې ستاسې په پلار او د ټول امت په مړو ورحميږي الله تعالی دې ټولو ته پخپل فضل او کرم بښنه وکړي (آمين )

که په يو کس باندې په اول کال کې حج فرض شي په همغه کال د حج د مناسکو مخکې وفات شي وصيت ته ضرورت نشته او دد ه د غاړې فرض ساقط شول ځکه دی د حج تر ورځو پورې ونه رسيدو (مناسک ملاعلی قاري رحمه الله نقل فی االفتاوی المحمودی حنفي ) .

که مخکې حج ور باندې فرض شوی وي ميت وصيت کړی وي نو د حج بدل د پاره به بل کس ليږل کيږي.

که وصيت يې نه وي کړی د وفات شوي شخص پر ځای  وارث يا بل کس حج ته لاړ شي د ميت د طرفه نه ان شآء الله قبليږي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د حج ادا په مطلق ډول د دين (قرض يا پور ) سره تشبه کړی دی او د قرض په ادا کولو کې کچيرې د پوروړی د اجازت څخه بغیر بل کس هغه ادا کړي او طلبکار هغه قبول کړي نو د پوروړی پور ادا کيږي همدارنګه که حج بدون د ميت له وصيت نه د ميت د طرف څخه ادا شي هليه ده چې د قبول وړ وګرځي .

و  فی  البحر:

«وإن لم يوصُ فتبرع الوارث إما بالحج بنفسه أو بالإحجاج عنه رجلاً فقد قال أبو حنيفة: يجزئه إن شاء الله تعالى لحديث الخثعمية فإنه شبهه بدين العباد وفيه لو قضى الوارث من غير وصية يجزئه فكذا …هذا وذكر الولوالجي أن قوله إن شاء الله تعالى على القبول لا على الجواز لأنه شبهه بقضاء الدين، ومن تبرع بقضاء دين رجل كان صاحب الدين بالخيار إن شاء قبل وإن شاء لم يقبل فكذا في باب الحج  »‌.( البحر الرائق:3/69)

د حج بدل د پاره کوم کس لاړ شي  :

د حج بدل د پاره د داسې کس ليږل غوره دی چې هغه مخکې خپل حج کړی وي او که داسې کس پيدا نشي بيا د داسې کس ليږل جايز دي چې په هغه کس باندې حج فرض نه وي ،مګر د داسې کس ليږل چې پر هغه باندې پخپله حج فرض وي داسې کول مکروه دي (کفايت المفتي ج ۴ ص ۳۴۶ )، (در المختار ، کتاب حج ۲ ۶۰۳ ) .

مړی ته د اعمالو د ثواب رسيدلو د پاره نور تفصيل دلته وګورﺉ .

والله  اعلم  بالصواب

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
    ستاسو له سپيڅلو ځوابونو نه ډيره مننه الله په دارينو کې ثوابونه در کړي .

  2. de online islami larshowd grano aw spechalo karkawnko ta asalamalekom warahmatullah wabarakatoh za yaw sawal laram aw gharam che war bandi poh sham zamong baze mula sahiban aw awam khalak waee ka so wafat she no deda la wafat sakha wrosta pakhpa awladoono bandi nazar lari yani de haghoi zwand aw amal weni aya da wakeyat lari aw kana ka de islami shareyat pa rana ke jawab rakrai loia mehrabani ba mo we.
    staso wror rohullah wardak la kabul sakha

  3. دانلاین اسلامی لار شود تولو کارکونکو ته دزره له کومی سلامونه ورانی کوم الله ج د تاسو ته ددی لوی خدمت اجرونه به دنیااواخرت درکری.

    دیرومحترمو زهیوسوال لرم هغه داچی کله چی یو مسلمانوفات شی عوام وبعضی دمسجدونو ملاامامان وایی چی هغه دخبل کور حالات وینی که شهوی ورباندی خوشحاله وی او بد وی نو سخت خفه وی که داسلامی شریعت برنا کی جواب را کری مهربانی به مو وی.

    ستاسو ورور روح الله ودگ

    اداره :
    مهرباني وګړﺉ ځواب مو دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2325