په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟

د انلاين اسلامی لارښود اداری ته !

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

ګرانو ما ديوه تن نه واوريدل چې هغه سره زر چې استعمال يي کيږی نو په هغی سره زکات نه کيږی او کوم چې ساتل شوی وي په هغی کې زکات شته نو په دی باره کې ستاسی د ځواب په تمعه يم.

حيات هجران

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد کله چې زر د زکات نصاب ته ورسيږي هغه که د استعمال د پاره وي او که د استعمال د پاره نه وي په دواړو ډولو کې زکات واجب دي ځکه په دواړو حالاتو کې کنز بلل کيږي او د نورو فقهاؤ رايه دا ده چې هغه زيورات چې د استعمال د پاره وي په هغه کې زکات نشته ځکه هغه د جامی شکل لري .

مګر د نړۍ سترو معتبرو علمي منابعو لکه د (حرمين شرفين د علماؤ فتاوي 100/14 )  – (علماء اللجنة الدائمه ) – او (الشبكة اسلامية فتاوي رقم 2870) د امام صاحب قول ته ترجيح ورکړی او لاندې احاديث يې د دليل په تو ګه ذکر کړی دي

د هفه زيوراتو چې استعمال د پاره وي د زکات د وجوب دلايل :

عبدالله بن عمرو بن عاصرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ روایت کوي: «أَنَّ امْرَأَةً أَتَتْ  رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  وَمَعَهَا ابْنَةٌ لَهَا وَفِي يَدِ ابْنَتِهَا مَسَكَتَانِ غَلِيظَتَانِ مِنْ ذَهَبٍ فَقَالَ لَهَا: أَتُعْطِينَ زَكَاةَ هَذَا؟ قَالَتْ: لَا قَالَ: أَيَسُرُّكِ أَنْ يُسَوِّرَكِ اللَّهُ بِهِمَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ سِوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ؟! قَالَ فَخَلَعَتْهُمَا فَأَلْقَتْهُمَا إِلَى النَّبِيِّصَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَوَقَالَتْ: هُمَا لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَلِرَسُولِهِ»[3]

‹‹ يوه ښځه د خپلې لور سره د جناب نبی اکرم حضور ته راغله د نجلی په لاس کې د سرو زرو يا طلا بنګړي وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وويل : ايا ددې بنګړيو زکات ور کوې ؟ ويې ويل : نه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا ته دا خوښوي چې د قيامت په ورځ الله تعالی تا ته د اور بنګړې در واغوندي ؟ (عبدالله بن عمر ) وايي نجلۍ بنګړي له خپلو لاسونو ويستل او پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته يې پيش کړل او ويې ويل : دا دې د الله او د هغه د رسول وي ›› .

امّ سلمه رضی الله عنها وايي:« كُنْتُ أَلْبَسُ أَوْضَاحًا مِنْ ذَهَبٍ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكَنْزٌ هُوَ؟ فَقَالَ: مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»[4]:

‹‹ ما به د سرو زرو يا طلا زيورات اچول له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز دي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ادا شي هغه کنز نه دی ››.

هغه کنز چې د توبې په سورت کې د هغه په اړه سخت وعيد ذکر شوی دی (وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ )

په دې اړه نور صحيح احاديث هم شته .

آن لاين اسلامې لارښود


[3] ابوداود(1563) ترمذی(637) ، نسائی(2479)،دارقطنی(2/112)، بیهقی په “الکبری” (7340).بإسناد حسن. مراجعه وشي: “نصب الراية” له زیلعی (2/369). او”سبل السلام” (2/135) او “عون المعبود” (4/298)

[4] ابوداود (1564)، دارقطنی (2/105) په مثل د هغه ، او حاکم (1/390)(1438) حاکم دغه حديث صحيح بللی او ذهبی هم ور سره موافق دی .

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    الله ج مو په دواړو دارينو کې سر لوړي او کامياب لره. امين ثم امين
    په مينه

  2. اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    ګران زما یو پوښتنه ده خسر د نګور دپاره محرم ده او که نه
    بله پوشتنه داده
    یو نر په کومو شرایطو بله میرمن کولی شی
    که میرمن ددغه کس دپاره رسیدلی نشی په هره باره کی