زما یوه پوښتنه ده هغه داچې د فرض قضا شوی لمونڅ په بدل کې داسې یو عمل چې چې د هغې اجر پوره کړي پدې مانا چې د تیر عمر قضا شوي لمونڅونه رفع شي
ډیره مننه – ودان شيرزاد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د لمانځه ترک کول بغير له قضائي کومه بله کفاره نه لري يوخو د مړی وصيت دی چې فديه به ورکوي هغه خو بله موضوع ده .
په دې اړه جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «مَنْ نَسِيَ صَلاةً فَلْيُصَلِّ إِذَا ذَكَرَهَا، لا كَفَّارَةَ لَهَا إِلا ذَلِكَ: ]وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي[». (بخارى:597)
(له انس بن مالک رضی الله عنه نه روايت چې نبی صلی الله علیه وسلم فرمایي : هر چا چې لمونځ هیر کړ نو هر وخت چې ور په ياد شو د هغه قضايي به راوړي ، ځکه د لمانځه ترک (بغير له قضايي ) بله کفاره نه لری . الله تعالی فرمايي لمونځ زما د ياد په وخت ادا کړﺉ ).
فتاوي دارالعلوم ديوبند او کفايت المفتي ليکي :
که د يو کس څخه ډير لمونځونه قضا شوي وي او وروسته توبه وباسي نو دده يوازې توبه کافي نه ده بلکې د ترک شويو لمونځونو قضايي به هم راوړي .
قضايي راوړل داسې چې که يې شمير معلوم وي ښه او که يې شمير معلوم نه وي د بلوع د وخت نه به پخپل غالب ګمان هغه وشميري د لمانځه قضايي بغير له مکروه وختونو نور هر وخت ادا کولای شي .(فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۳۵۰ – کفايت المفتي ج ۳ ص ۳۷۷ ) .
فی حکم الواجب بالأمر،وهو نوعان : اداء ،وهو تسليم عن الواجب بسببه الی مستحقه وقضاء وهو اسقاط الواجب . أي بعد القضاء أما بدونه فالتأخير باق فلم تصح التوبة منه لأن من شروطها الإقلاع عن المعصية كما لا يخفى فافهم (درالمحتار – باب قضاء الفوائت )
الله تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ډیره مننه الله ج مو سر لوړی او تاند لره الله ج دی زموږ ټول مسلمانان ورونه او خويندي چې د لمانځه په باره کې غفلت کوی او نه یی ادا کوی دی ته متوجه کړی چي لمونځ وکړی.
امين
په مينه