په حج كې هغه اصطـلاحات چې حاجې بايد ورباندې پوه وي

 

په حج كې هغه اصطـلاحات چې جاحې بايد ورباندې پوه وي
د يو حاجى د پاره لازم دى چې په لاندې ذکر شوؤ اصطلاحاتو باندې ځان پوهـه کړى .
ايام تشريق
ايام تشريق هغو ورځو ته وائى په کومو ورځو کښې چې تکبير لوست شى، يعنې د ۹ ذوالحجې د سهار نه تر ۱۳ دذوا لحجې تر مازيګره پورې .
يوم الترويه
د کومې ورځې نه چې د حج عبادات شروع کيږى چې دذوالحجې د اتمې ورځ څخه پيل کيږي .
يوم عرفه
د عرفې ورځ، په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان دعرفات په غونډۍ خيژى يعنې دذوالحجې نهمه ورځ .
يوم نهر
په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان قربانۍ کوى دې ته يوم نهر وايي .
ميقات
د مکه معظمه څلورو غاړو ته په نښه کړي شوى مقامات دي ، د کوم ځای نه چې حاجيان د عمرې يا حج د پاره احرام تړي او د عمرې يا حج نيت کوي .
حرم
د مکه معظمې څلورو خواؤ ته تر څه اندازې لرې پورې زمکې ته د حرمت او تقدس په وجه ((حرم)) وئيل کيږى په دغو حدودو باندې نښې لګيدلى دي په دغه علاقه کښې ښکار کول، ونې، بوټي او واښه پريکول منع دي .
احرام
د حج يا عمرې د پاره چې کوم مخصوص لباس اغوست کيږي هغې ته احرام وئيل کيږى. دغه لباس عبارت له لنګ او څادر څخه دی چې ګنډل شوى نۀ وى، ددې اغوستلو سره ځينې حلال څيزونه هم په حاجى باندې حراميږى ځکه ورته ((احرام)) وئيل کيږى .
تلبيه
هغه الفاظ دى چې د حج او عمرې په دوران کښې د احرام په وخت کښې بار بار لوستل کيږى يعنې: لبيک اللهم لبيک، لاشريک لک لبيک ان الحمد والنعمت لک والملک لا شريک لک
طواف
د الله تعالى د کور ( کعبه) نه اووۀ ځلې تاويدلو ته وائى، يو ځل تاويدلو ته (شوط) وائى کوم ځائې نه چې طواف کيږى هغې ته ((مطاف)) وائى .
دطواف څلور قسمونه دى
۱: طواف قدوم
مکه معظمه کښې داخليدو سره په وړومبى ځل طواف کول، د افراد يا قران حج نيت کوونکى د پاره سنت دی نورو د پاره مستحب دی.
۲: طواف زيارت
د۱۰ ذوالحجې دصبح صادق نه تر ۱۲ ذو الحجې پورې کيدای شي مګر په ۱۰ دذوالحجې باندې کول افضل دي. دا د حج يو مهم رکن دی .
۳: طواف وداع
بيت الله شريف نه د رخصتيدو په وخت کې ادا کيږي دا په هر چا واجب دی .
۴: طواف عمره
څوک چې عمره کوى په هغوى باندې فرض دی .
سعى
د صفا او مروه دغرونو په مينځ کښې څلور چکرې لګولو ته وائى .
رمى
د شيطانانو ويشتل،
هدى
هغه څاروي کوم چې د قربانۍ د پاره وقف شوي  وي .
قصر يا حلق
د سر خرئيل يا ويښته کټ کول .
دا وؤ هغه مشهور اصطلاحات کوم چې ديو حاجى يا عمره کوونکى دپاره لازم دى چې په دې باندې دمخکښې نه ځان پوهى کړى ځينې نور اصطلاحات هم شته خو دهغې ذکر کول دلته نۀ کيږى
د حج ورځې
د ذى الحجې د اتمې نيټې نه تر ۱۲ پورې ورځو ته دحج ورځې يا ايام الحج وئيل کيږى.
آن لاين اسلامي لارښود
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 95 times, 1 visits today)