هر يو مسئول دی نو د خپلو مسئوليتونو ډيرخيال كوﺉ

هر يو د تاسې مسئول دی

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا يَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم يَقُولُ:«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». (بخارى:853)

 

 

د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي (د رعيت په اړه به له ده څخه پوښتنه کيږي ) . د ټولنې رهبر د خپل رعيت شپون او د خپل رعيت مسئول دی ، سړی د خپل کور د اهل مسئول دی ،ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده ، خادم د مالک په مال کې شپون دی او په دغه باره کې مسئول دی. .

 

ای پلاره ! ته د کور مسئول يې ستا نه د خپل اهل عيال په باب پوښتنه کيږي

ای مورې ! ته د پلار په غيابت کې د کور مسئوله يې ستا نه به د خپل اولاد په باب پوښتنه کيږي .

کور مسوليت دی ځکه الله تعالی فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً (ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ ) .

ای آمرصاحب ،ريس صاحب ،قاضی صاحب او معلم صاحب ستاسې نه به د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په باره کې پوښتنه کيږي كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ .

په مسئوليت کې خيانت کول :

«مَا مِنْ وَالٍ يَلِي رَعِيَّةً مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَيَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لَهُمْ إِلاَّ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ».       (بخارى:7151)

 

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هر مشر يا قوماندان چې د مسلمانانو د يوې ډلې مسئوليت په غاړه واخلي او په داسې حال کې مړ شي چې د هغوی سره يې خيانت کړی وي الله تعالی په هغه باندې جنت حرام ګرځوي .

په خپل مسئوليت آساني کول په کار دي

 

«مَنْ سَمَّعَ سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، قَالَ: وَمَنْ يُشَاقِقْ يَشْقُقِ اللَّهُ عَلَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» فَقَالُوا: أَوْصِنَا، فَقَالَ: «إِنَّ أَوَّلَ مَا يُنْتِنُ مِنَ الإِنْسَانِ بَطْنُهُ، فَمَنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لا يَأْكُلَ إِلاَّ طَيِّبًا فَلْيَفْعَلْ، وَمَنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لا يُحَالَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجَنَّةِ بِمِلْءِ كَفِّهِ مِنْ دَمٍ أَهْرَاقَهُ فَلْيَفْعَلْ». (بخارى:7152) .

د جندب رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هر څوک چې د شهرت (نام او نښان ) په لټه کې وي الله تعالی به د هغه کس نيت د قيامت په ورځ رسوا کړي . او هر څوک چې سخت ګير وي الله تعالی له ده سره د قيامت په ورځ سختي وکړي ، صحابه کرامو وويل : مونږ ته نصيحت وکړه . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د انسان د بدن څخه اولين اندام چې بدبويه کيږي هغه ګيډه د هغه ده نو ځکه څومره چې توانيږﺉ يوازې له حلال او پاک مال څخه خوراک وکړﺉ او همدارنګه څومره چې توانيږﺉ يو څاڅکې وينه هم په نا حقه تويي نه کړﺉ تر څو جنت ته د تاسې د ننوتلو مانع نشي .

«يَسِّرُوا وَلا تُعَسِّرُوا وَبَشِّرُوا وَ لا تُنَفِّرُوا». (بخارى:69)

آساني کوﺉ سخت ګيري مه کوﺉ ، زيرې ورکوﺉ ، بيزارول او متنفرول مه کوﺉ

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحتمه الله وبرکاته

    واقعا چي په زړه پوری مطلب دی که چیری هر يو زموږ د خپلو شا اوخوا رعيتونو ساتنه، پوښتنه وکړي چې څه کوي؟ او ژوند په څه ډول تيروی؟ او لږ وخت ورته وقف کړي نو بيا به هيڅ ستونزه نه وی او هر څه به الله ج حل او اسانه کړی. او دا کړاونه چې نن سبا په موږ راغلی نو دا به نه وی. دا ولږه او قهتی به نه وی که زموږ تجاران او مالداران ذکاتونه او خيراتونه ورکړی نو هر څه به له منځه لاړ شی ځکه زياتره وخت داسی پيښیږی چې همدا اقتصادی اړخ یی کمزوری شی نو بيا هر څه ته لاس اچوی او د دين دښمنان تری بده استفاده کوی ان تر دی چې د دين نه یی هم پسی شکمن او توری کړی نو الله ج دی ورحميږی په موږ ټولو او الله ج دی دا اوسني حالات د ټول عالم اسلام نه لری کړی.
    امين
    په مينه

  2. زما یوه پوښتنه ده هغه داچې د فرض قضا شوی لمونڅ په بدل کې داسې یو عمل چې چې د هغې اجر پوره کړي پدې مانا چې د تیر عمر قضا شوي لمونڅونه رفع شي
    ډیره مننه

  3. د آنلاین اسلامی لارښود کارکوونکو ته سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم.
    محترمو د عکسونو اخیستل ، د زړو او خرابو عکسونو رغول او یا په عکسونو کی تغیرات راوستل څه حکم لری؟

    مهرباني وکړي د خپلې پوښتنې ځواب مو دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/1553

  4. د ادعوت ان لاین اداری ته
    الله ج ته سوال کوو چی ستاسی په مالونو ، علمونو، ځوانیو*
    استعدادونو کی لا برکت واچوی او الله ج دی ستاسی دغه خدمت ددغه حدیث مثداق وګرځوی چی فرمایی : چاچی چی د نیکی کار اساس کیښودو یقینا هغه ته به اجر او ثواب وی الله ج دی ستاسی دغه خدمت ستاسی د ابدی ژوند لپاره صدقه جاریه وګرځوی امین یا ربالعالمین