چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل

په ځنو مدارسو کې کله چې کوم زده کونکي صحي ځواب ورکړي د هغه د پاره چک چکې وهل کيږي او همدارنګه کله چې مدير يا معلم ټولګي ته ننوځي زده کونکي د هغه د استقبال د پاره پورته کيږي ددې امورو حکم څه دی ؟

ځواب : چک چکې وهل مکروه دي د جاهليت د دوران له عاداتو څخه دي د مکې د مشرکانو د عاداتو په اړه الله تعالی فرمايي : [وَمَا كَانَ صَلاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً]

(د هغوی دعا او عاجزي دمسجدالحرام تر څنګ بې له غږ پورته کولو او چکچکو بل څه نه وه )  ».[انفال:35]

همدارنګه د استاذ د استقبال د پاره پورته کيدل شديد مکروه دي ځکه حضرت انس رضی الله عنه د صحابه کرامو په اړه وایي : «ما كان أحد أحبّ اليهم من رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ و كانوا لا يقومون له اذا دخل؛ لما يعلمون من كراهته لذلك»[3]

(د صحابه کرامو به نزد هيڅ څوک هم د پیغمبر صلی الله عليه وسلم په شان محبوب نه وو . او په دې صورت کې هم کله به چې جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ننوتلو صحابه له خپل ځای څخه نه پورته کيدل ځکه دوی پوهیدل چې رسول الله صلی دا کار نه خوښوی ) .

مګر د روغبړ يا ستړې مشو د پاره پورته کيدل که د استاذ د پاره وي يا بل کس باک نه لري ځکه رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د مغاذ رضی الله عنه په باره کې صحابه ته وفرمايل : (قوموا الي سيّدكم)[4]

«د سردار د پاره مو پورته شئ ».

همدارنګه له احاديثو ثابت شوی ده چې کله به فاطمه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم کره راغله جناب نبی صلی الله عليه وسلم به هغه ته له خپل ځای څخه پورته شوه روغبړ به يې ور سره کولو او فاطمې بې بې به د خپل پلار لاس ښکلولو او کله به چې جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د فاطمې رضی الله عنها کره تلو فاطمې رضی الله عنها به هم داسې کول .

د ښاغلی معلم او استاذ د پاره دا مناسبه نه ده چې خپل زده کوونکي پورته کيدو ولاړسئ او د ده استقبال ته مجبور کړي بلکه هغوی له دې کار څخه منع کړي .ددې بل ضرر ناک اړخ دا دی چې د غرر او تکبر سبب ګرځي .

علماء بلدالحرام – مجله الدعوة، شميره  (1325)

آن لاين اسلامې لارښود



[3]. احمد (3/132) ترمذي (2754).

.[4] بخاري (3043) او مسلم (1768).

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. د ميلمه ،مسافر،ديني عالم ،پرهيزګار،مشر،دوست او محترم شخص د راتګ او لېدل وپه وخت كې قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې

    http://hadawal2.net.ms/
    قيام :
    د ميلمه ،مسافر،ديني عالم ،پرهيزګار،مشر،دوست او محترم شخص د راتګ او لېدل وپه وخت كې ورته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره پاڅېدل او درېدل د ټولنيزوادابود جملې څخه يو ښه کاردى خوپدې شرط چې دغه راتلونکي شخص واقعا د عزت او اکرام وړوي اوپه درېدل و كې ئې مبالغه او د اسلامي حدودو څخه تېرى ونه شي د درېدل وپه حال كې ورته رکوع او انحناء ونه کړي او په اوږدو ورته ولاړپاتې نه شي برسيره پردې دغه درېدل د راتلونکي د غوښتنې له امله بايدنه وي او نه د هغه د تکبر غروراو ځان غوښتنې سبب شي او که نه نوبيادغه قيام مکروه ،بدعت اومنع دى څرنګه چې دغه درېدل د راتلونکي د شخصيت او ورته د دريدونکي د کړنې د څرنګوالي او د دريدو د هدف په اعتبار توپيرکوي نو ځکه اسلامي پوهان په دې هکله دوه ډلې شوي دي :
    ١- ځينې پوهان د لاندنيودلايلوله کبله درېدل مستحب او حتى سنت بولي :
    الف : د حضرت بى بى عايشې C څخه په يوروايت كې داسې راغلي دي :
    هرکله به چې بى بى فاطمه C جناب نبي کريم 0 ته راتله نو هغه مبارک به ئې مخې ته پاڅيده او هغه به ئې ښکلوله اوپه خپل ځاى به ئې كې نوله او هرکله به چې جناب نبي کريم 0 د هغې کورته ورته نو هغې به هم ورسره همدغه ډول وضعيت کاوه [١]
    ب : جناب سعدبن معاذ > ته د يارانو درېدل :
    يو وخت چې حضرت سعدبن معاذ > پداسې حال كې د جناب نبي کريم 0 حضورته راغى انصاراوياران ئې ورسره ناست وو نو انصاروته ئې وفرمايل :
    قوموا الى سيدکم [٢]
    [خپل مشرته ودريږئ ]
    ج : د حضرت ابوهريره > څخه روايت دى :
    کان النبى 0 يحدثنافاذاقام قمناقياماحتى تراه دخل الى بعض ازواجه [١]
    [جناب نبي کريم 0 به مونږته خبرې [لارښودنې ]کولې کله به چې پاڅيده نو مونږبه هم پاڅيدو اوترهغې پورې به ولاړ ووچې[جناب نبي کريم 0 ]به د خپلوازواجومطهراتويوکورته ننوته ]
    د – خپل رضاعي ورورته د الله تعالى د استازي درېدل :
    په يوروايت كې راغلي چې د جناب نبي کريم 0 رضاعي ورور راغي حضرت مبارک ورته پاڅيده او خپل مخ كې ئې كې ناوه [٢]
    هـ : حضرت کعب بن مالک > ته د حضرت طلحه بن عبيدالله > درېدل :
    هغه وخت چې الله تعالى د حضرت کعب بن مالک > د تبوک د غزوې نه د تخلف په هکله د هغه توبه قبوله کړه او پداسې حال كې دالله تعالى د سپيڅلي استازي حضورته راغى چې خلک ترې ګرد چاپيرناست وو نو حضرت طلحه بن عبيدالله > مخې ته ورپاڅيده مصافحه ئې ورسره وکړه او د توبي د قبليدومبارکي ئې ورکړه نويوشميرعلماوو د پورتنيودلايلوپه اساس د علم او فضل خاوندانوته پاڅېدل روا او ښه ګڼلي دي [١]
    ٢- ځينې نورعلماء دغه درېدل مکروه او بدعت ګڼي :
    ځکه د حضرت انس > په يوروايت كې راغلي دي چې د الله تعالى د سپيڅلي استازي ياران به ده مبارک ته نه پاڅېدل ځکه چې هغوى پوهېدل چې هغه مبارک دغه کارښه نه ګڼي [٣]
    همدغه راز ابوامامه > روايت کړي دى چې جناب نبي کريم 0 پداسې حال كې راووت چې په امساباندې ئې تکيه کړې وه مونږورته ودريدو وئې فرمايل داسې مه دريږئ لکه چې عجميان دريږي اويو د بل تعظيم کوي همدغه رازځينې نور روايتونه هم راغلي دي خو د لومړۍ ډلې علماء وا يې په کوم ځاى كې چې د قيام څخه منع راغلي ده
    هغه داسې قيام اودرېدل دى چې پ كې مبالغه وي او د اسلامي حدود پ كې تېرى وشي د مثال په ډول په ولاړه كې رکوغ او انحناء کوي ياتر ډېروخت پورې ولاړپاتې كېږي يادغه کارد راتلونکي په غوښتنه منځته راځي او د هغه د کبراو غرور وسيله وي يادغه کار د علم او فضل د درناوى لپاره نه وي بلکه د هغه د مال او شتمنۍ او د دنيوي اعتباراو رسوخ له امله د کوم دنيوي طمعۍ او د توقع له کبله وي نه د الله تعالى د رضالپاره نوپه دغه صورت كې البته د ټولوعلماووپه نزد داسې قيام او درېدل يوناوړه او مشرکانه عمل دى چې د اسلام سپيڅلي دين ترې په ټينګه ممانعت کوي :