مشهور سندرغاړی له سندرو ويلو او موسيقۍ توبه ګار شو

د اماراتو سندرغاړی وسمی اعلان وکړ چې نور د هميشه د پاره سندرې او ټول هغه افعال چې په موسقۍ پورې اړه لرې نه تر سره کوم او له الله تعالی څخه غواړم زما مخکني غير مناسب کارونه را وبښي .

هغه دغه تصميم وروسته له هغه ونیو چې کله د خبل یوه خواږه ملګرې د جنازي ادا کولو څخه فارغ شو .

وسمي رسنيو ته وويل : په انسان باندې کله داسې وخت هم راځي چې له سختيو او غمونو سره مخ کيږي چې له هغه څخه وتل څه آسان کار نه دی ، زه همدا اوس له سخت غم سره مخ يم چې نظر نور وخت ته تر ډير فشار لاندې يم هغه دا چې يو ملګرې مې وفات شوی چې ما ته هم د ورور او هم د پلار په شان وو نو په دې خاطر مې تصميم ونيو چې نور دا د هنر او موسيقې کار ونه کړم .

دغه سندرغاړي د خلکو په عام محضر کي وويل : تاسې ما ته دوعا وکړي چې الله تعالی مې په دغه تصميم کې ثابت قدمه وګرځوي ، او د هغه له مردارو عوائدو مې بې نيازه کړي ، که مې چا ته فصداً يا سهواً څه ضرر رسيدلی وي هغوی دې ما ته عفوه وکړي .

وروسته هغه د خلکو په عام محضر کې په ډيره عاجزۍ سره الله تعالی ته سر ټيټ کړ او ويي ويل :

الله تعالی ما ته د هر هغه څه که مې سندرې ويلی وي يا مې نور دا ډول افعال تر سره کړي وي بخښنه وکړي زه له ټولو هغو افعالو چې پخوا مې تر سره کړي دي بيزاره او توبه ګار يم او تاسې پر خپل ځان شاهدان ګرځوم .

ستاسې ورور عبدالله مزينی (وسمي ) .

مجله الامارات اليوم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 37 times, 1 visits today)

2 تعليقان

  1. حيات هجران شيرزاد

    سبحان الله ډیر ښه خبر
    الله ج دی زموږ افغانانو ورونو ته هم داسی فکر ور په برخه کړی چې د دی ناوړه عمل نه کار واخلی چي ټوله نړۍ يي نيولی ده.
    امين

  2. سبحان الله په رښتیاچي ډیرزړه راکښونکی دی اوله خدایه غواړم چي موږټول مسلمانان دغه ډول دخپل خدای سره ژمنه وکړه چی هیڅکله به ګنانه کوواوپرتیروکړوګناهونوموتوبه ده
    وسمي ته پرکړی توبی اوزمني دعمل کولوتوفیق غواړم
    پدرنښت ستاسوورورعبدالرحیم مطمین