که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي

به تمام برادران دست اندر کار سایت  آنلاین اسلامې لارشود سلام تقدیم میدارم وبعد از تقدیم سلام و احترام اینکه مدت دوماه میشود که خداوند عزیز مشکلی عاید حالم کرده که نمی دانم چه کنم با چند تن ازدوستان بارهامشوره کردم ولی متاسفانه به جایی نرسید,چون همیشه از سایت شما در اکثر امور زندگی استفاده کرده ام این بار تصمیم گرفتم مشکلم را با شما برادران در میان بگزارم و استدعای یک جواب عاجل و مطابق کلام الهی و فرموده های رسول اکرم(ص) را از شما آرزومندم.

من و فاميل  ام به دین اسلام معتقد هستیم و فاميل ام تقریبآ 5 وقت نمازاش را ادا مینماید خودم نیز مدت 13 سال است که درین مملکت زندگی دارم ولی الحمدلله از حرام خودم را نگهداشته ام و مدت 5 سال شد که فامیل ام نزد ام آمده،خداوند متعال در ریاکاری حساب نکند تا اندازه قدرت وتوان به غریب و غربه کوچه و ده خودمان ومساجد منطقه خودمان نیز کار خیر کرده ایم .ما سه طفل داریم که 16و12 و5 ساله هستند و دوتا بزرگ دختر وخوردتر پسر است.تقریبآ مدت دونی ماه شده که دختر بزرګم به پوليس رفته و از ما شاکي شده من آدم پاکدامن استم ولی امروز خترم در جلو چندین افراد محکمه و دوستان به من گفت که او نمی خواهد مثل یک دختر مسلمان چادر بر سر کند او میخواهد آزاد باشد ونمی خواهد با ما یکجا زنگی کند .حال نمیدانم چه کنم این دو کوچک نیز فردا بزرگ مئ شوند تاثیرات اش بر سر اینها و بعد از یک دو هفته تمام افغان های که در کشور غربي است و فامیل های وطن نیز اطلاع میآبند و زندگی برای این دو طفل و ما چه خواهد بود و مهمتر از هم حکم اسلام و شرع به ما والدین چه است و در صورت قبول نمودن شرایط دخترم دولت او را بر میگرداند به خانه ولی چطور میشود مادر و پدر معتقد به دین مبین اسلام وکسی که مخالف مناسک مذهبی ما است زندگی کرد ویا اینکه( خداوند عزیز نشان ندهد)نشه یا دوست پسر را با خودش به خانه من بیاورد.خداوند به فضل وکرم خویش هیچ مسلمان را به همچو دردی مبتلا نکند.آمین.     با سپاس فراوان لطفآ جواب را به ای میل آدرس ام بفرستید.بی صبرانه منتظر جواب تان          ح . ب له يوه غربي هيواد څخه .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة

مننه چې دا موضوع له مونږ سره شريکه کړه .

سخت ورباندې دردمن شوو ستا غم زمونږ ټولو افغانانو او ټولو مسلمانانو غم دی الله تعالی دې ستا په حال او ټولو مسلمانانو په حال رحم وکړي .

تاسې ته زمونږ مشوره دا ده چې د مصلحت له لارې او ټولو ممکنه لارو کوښښ وکړﺉ نجلی خپل کور ته راولی او هغوی ته يې مه پريږدﺉ .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی :د مشرکينو په مينځ کې خپل اولاد مه پريږدﺉ ) (ابوداود په روايت د مکحول الدمشقي – تهذيب السنن لابن قيم – نقل فی البحوث ج۱ص ۲۱۹ ) .

د اسلامې شريعت حکم دا دی چې کله څوک د کفارو په ملک کې په دې ونه توانيږي چې اسلامې احکام او شعاير پلې کړي نو له هغه ځای څخه به هجرت کوي ځکه هلته دين په خطر کې دی که هجرت ونه کړي ګنهکاريږي .

قوله تعالی : «إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (٩٧)إِلا الْمُسْتَضْعَفِينَ »

(کومو خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پوښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وﺉ ،هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځمکه کې کمزورې او مجبور وو ، پريښتو وويل آيا د الله تعالی ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی او هغه ډير بد استوګنځی دی ، مګر کوم کسان له نرينوو ، ښځو او ماشومان چې بې وسه وي)

ابن کثير ددې آيت شريف په تفسير کې ليکي دغه آيت د هغه کسان په باره کې دی چې د کفارو په ملک کې اوسيږي خو ديني مسائل او شعائر نشي اجراء کولای سره له دې چې د هجرت کولو توان لري خو هجرت نه کوي نو دغه کسانو په اتفاق د امت پر خپل ځان ظلم کړی دی چې د يو حرام عمل مرتکب شوي دي (تفسير ابن کثير ۵۴۳/۱ ) .

جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم هم د داسې کسانو په اړه چې د کفارو په ملک کې اوسيږي او دين يې په خطر کې وي فرمايي : « أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ »:

زه له هر هغه مسلمان نه بيزاره يم چې د مشرکينو په منځ کې اوسيږي ) . ابوداود

فتاوی علماء بلدالحرام (مکة المکرمه ) .

مفتي محمد تقی عثماني په البحوث کې ليکي :

که ضرورت وي مثلاً پر چا باندې په خپل ملک کې په ناحقه ظلم کيږي ،يا د کوښښ سره سره پر خپل ملک کې نفقه نه ورته پيدا کيږي نو غير مسلم ملک کې استوګنه کول باک نه لري او بغير د څه ضرورت څخه چې په خپل ملک کې د ژوند تيرولو وسايل او اسباب وي د عيش د پاره په غير مسلم ملک کې استوګنه کول مکروه دي ځکه په دې صورت کې د دين خطر وي او سړی چې د منکراتو په طوفان کې ګير شي هتماً يې ايمان او نيکو اعمالو ته زيان رسيږي (البحوث ج۱ ص ۲۱۹ ) .

دا د الله تعالی وعده ده هر چا چې د الله تعالی په خاطر د الله تعالی له ويرې کوم حرام عمل او هغه ځای چې هلته يې دين په خطر کې وي پريږدي الله تعالی به ده ته ډيره غوره بدله او تر هغه ښه رزق ورکوي :

قوله تعالی :  وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ … (سورت طلاق -۲ ) .

څوک چې د الله تعالی څخه وويريږي تقوی اختيار کړي الله تعالی به ده ته د هرې ( تنګۍ او پريشانۍ ) نه د وتلو لار  پيدا کړي ،او هغه ته به له داسې لارې روزی ورکړی چې هغه لوري ته د هغه ګمان هم نه رسي .

والله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

نوټ : په ايمل ادرس کې څه مشکل ؤ ډير کوښښ مو وکړه خو sent نه شو

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. Deero mohtaramo da online islami larkhod karkawonko wrorono pa salamono mo lamanzam
    Grano wrorono yawa pokhtana laram heela da che pa tafseel sara ye rata jawab krai .deera manana
    Pokhtana me da da che zini wakht ka sok dasee wo waye che flanee musalman kas lamonzona aw ebadatona pa sahee dawal na kawee zaka pa yaw kufree malk ke na qabligee
    aw flanee musalman kas lamonzona aw ebadatona pa kha dawal kawee no zaka qabool sho
    Aya dasee wayal jaeez dee chi da chi pa kufree hewadono ke da qabolai meear kha islamiat waganal shee
    Jazakallah aw da jawab pa tama yem

    مهرباني وکړﺉ د پوښتنې ځواب مو دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2259