ميلمه پالنه

 

د ميلمنو پالنه
 
په اسلام کې په ميلمه پالنه تأقيد شوي دی الله ج د ابراهيم ع د ميلمه پالنی ستاينی ته په اشارې سره فرمايي :
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ ، إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلاَمًا قَالَ سَلاَمٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ،  فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِينٍ  (الذاريات 24-26)
آيا تاته د ابراهيم عليه سلام د عزت مندو ميلمنو د قصی خبر شته ؟ کله چې هغوی د هغه کره راغلل هغوی وويل سلام دې وي پر تاسې ابراهيم ع وويل پرتاسې د هم سلام وي (له خپله ځانه سره يې وويل دا څه نا اشنا غوندې خلک دی) بيا خپلی کورنی ته لاړو څاق او تازه پسه يې راوړ او دميلمنو مخې ته يې کيښود .
 
ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه
څوک چې په الله او په ورځ د آخرت ايمان لري هغه ته پکار ده چې د ميلمه عزت وکړي (بخاری او مسلم ) .
ابوهريره رض وايې : يوسړی راغی رسول الله ص يوڅوک خپلومي منوته وليږه ترڅو هغه خبرې کړي هغوی وويل له مونږ سره بدون له ابو نه بل څه نشته بيا رسول الله ص حاضرو کسانو ته وويل څوک به داشخص ميلمه کړي يو انصاری وويل زه ، ورسته هغه ميلمه خپل کور ته بوتلو او خپلی ميرمنی ته يې وويل د رسول الله ص دميلمه ښه قدردانی وکړه ،ميرمنی يې وويل په کور کې يواځی د کوچنيانو خوراک شته بل څه نشته انصاری خپلې ښځې ته وويل ته خواړه برابرکړه او چراغ ولګوه هلکان ماښام بيده کړه کله چې خواړه برابر شول د چراغ د برابرولو په بهانه چراغ ګل کړه دوی داسې وښوده چې مونږ هم خواړه خورو ترڅو ميلمه خواړه وخورې ميلمه خواړه وخوړل ولی دوی په لوږه شپه سبا کړه .
چې د دوی ددی لويې قربانی په ستاينه کې دغه آيتونه نازل شول :
وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ  ( الخشر9 )
 
عن أبي هريرة رضي الله عنه أنه قال:
 قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (طعام الواحد كافي الثلاثة، وطعام الثلاثة كافي الأربعة) بخاري
له أبي هريرة روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايی : د يوه کس خوراک د دريو کسانو لپاره کافی دی او د دريو کسانو طعام د څلورو لپاره کافی دی (مطلب داچې بخل پکار ندې ).
 
عن ابن عمر، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ائتوا الدعوة إذا دعيتم. (مسلم)
کله چې تاسې ته دعوت درکړشي نو هغه قبول کړي
 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ((إِنَّ مِنَ السُّنَّةِ أَنْ يَخْرُجَ الرَّجُلُ مَعَ ضَيْفِهِ إِلَى بَابِ الدَّارِ)) ابن ماجه

له أبي هريرة  روايت دی چې  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايی : داهم سنت دی چې ميلمه د کور تر دوازي پوری بدرګه او استقبال شي .

 

عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّه عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ r قَالَ: «إِذَا دُعِيَ أَحَدُكُمْ إِلَى الْوَلِيمَةِ فَلْيَأْتِهَا». (بخارى:5173)

کله چې له تاسې څخه څوک د واده وليمې ته دعوت شی نو په هغه کې ګډون وکړﺉ  .

حضرت ابوشريح خويلدبن عمروخزاعی رض نه روايت دی چه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه فرموده اوريدلی چې : څوک په االله او د آخرت په ورځ ايمان لري هغه ته پکار ده چې د خپل ميلمه غزت وکړي څنګه چې د هغه د ملمستيا حق دی صحابه ؤ رض پوښتنه وکړه د ميلمه د عزت کولو څنګه حق دی ؟ نبی کريم صلی الله عليه وسلم و فرمائيل : يوه ورځ تکليف سره ميلمستيا او دري ورځی له هغه څيز سره ميلمستيا چې څه موجود وي – او په عاجزﺉ ،اخلاص سره وي او ددی نه ذياتی ورځی ميلمستيا ورکول صدقه ده . (بخاری او مسلم )

 

د يوه مسلمان دپاره داهم جائزنه ده چې هغه د خپل مسلمان ورور سره دومره وخت پاتی شي چه هغه ګناه کار کړي صحابه ؤ رض عرض وکړو چه څنګه به يې ګناه کار کړي ؟ نبی کريم صلی الله عليه وسلم و فرمائيل : چه هغه دومره موده پاتي شي – نو دهغه سره د خوراک هيڅ نه وي (مسلم ).
آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 75 times, 1 visits today)