هر کال په زرهاؤ انګلسان مسلمانيږي

د اسلام پر ضد د هر ډول دسيسو او هڅو سره سره په انګلستان کې هر کال په زرهاؤ کسان اسلام ته مخه کوي .
المختصر : په انګلستان کې تحقيقات دا ښيي چې  په دې ورستيو لسو کلونو کې د انګليس ميشته خلکو شميره کوم چې په اسلام مشرف کيږي څو څنده زياته شوی ده .
د انديپيندنټ ورځپاڼې د “په ورستيو لسو کلونو کې په ټوله نړې کې د مسلمانيدو  پراختيا ” تر عنوان لاندې وويل : که څه هم هر ډول اسلام ضد هڅې او پروګرامونه روان دي مګر بيا هم هر کال په بريتانيا کې په زرګونو خلک په اسلام کې داخليږي .
که څه هم د هغو کسانو دقيقه شميرنه کوم چې په اسلام کې نوي داخليږي مشکل کار دی ځکه د شميرني پر مهال له هغوی څخه دا پوښتنه نه کيږي چې آيا تاسې خپل دين تغير کړی دی ؟ او يا مو له وړوکتوب څخه همدا دين ؤ ؟
مګر د “ويت ماترز” مؤسسې لخوا يو پراخه برآورد شوي چې د برينانوي مسلمانانو شمير يې  100زره نفره ښودلی دی دا تحقيق وايي چې په بريتانيا کې په کال (۵۰۰۰) پنځه زره کسان نوي مسلمانيږي .
د بی بی سی د راپور له مخې د انديپيندنت  ورځپاڼه د “ورت ماترز” موسسې د مدير له قوله وايي : د ټولو نويو مسلمان شويو دقيقه شميره معلومول اسانه کار نه دی مګر دی په دې باور دی چې ددې مؤسسې شميره نظر نورو شميرنو ته واقعي بلل کيږي چه دا شميرنه يې د دولتي مؤسساتو او د کليو له جوماتو ځخه اخيستل شوی دي .
انديپيدنت خپله مقاله د بريتانيا د نويو مسلمان شويو په قصه او د هغوی په ژوند باندې د نوي دين تأثير په بيانولو پای ته رسوي
چې ددې جملې ځنو کسانو ويلې چې د اسلامې هيوادو ته د سفر کولو وروسته مسلمان شوی دی او دا لوی تشويق ګڼل کيږي مګر زيات شمير بيا وايي چې د خپل ټولګي وال تر تأثير لاندې راغلی او وروسته د اسلام په مقدس دين مشرف شوی دي .
آن لاين اسلامې لارښود
 
Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. عبدالله

    الحمدلله