د هغو کسانو خطرناکی پایلی چه غواړي

 

د هغو کسانو خطرناکی پايلی چه غواړي په خلکو کې فحشآء او منکرات خواره کړﺉ
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (حج ۱۹) .
يقيناً هغه کسان چې غواړی د مؤمنانو په ډله کې فحشاء خوره کړی هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک غذاب وړ دی الله ج پوهيږي او تاسې نه پوهيږی .
 السعدی تفسير( يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ  أي: الأمور الشنيعة المستقبحة (ټول بې شرمه او قبيح امور)
الطبری تفسير:  يقول تعالى ذكره: إن الذين يحبون أن يذيع الزنا في الذين صدّقوا بالله ورسوله (د زنا خورول )
کابلی تفسير (د پاکدامنه ښځو بدنامول ).
 
د مطلب خلاصه : يعنی هغه کسان چې په اسلامې ټولنه کې بې شرمي او فحاشت په هره طريقه چه وي خوروي او هغه کسان چې په پاکو ښځو پيسی بې شرمه خبرې تړی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
 کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .
او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ) .
 
تبصيره :
زمونږ په هيواد کې اوس داسې کسان شته چې دوي پر ډاګه په خلکو کې فحشاء او منکرات خپروي چې ځنی يې په لاندې ډول دی :
 
تلويزيونونه : یقيناً چې په نن عصر کې تلويزيون يوه لوی تبليغاتي وسيله ده که دغه وسيله د خير لپاره وکارول شي نوګټی به ډيرې وي او که د شر لپاره وکاول شي شر به يې ډير وي .
له بده مرغه چې اوس ځنی خو يې مطلق د اسلام پرضد روان دی او د ټولنی لپاره سخت زهرجن دی .
خو ځنی بيا داسې دی چې يوي خواته يې مفتی صاحب د دين فيصلی ورکوي (دا خو یقيناً ښه کار دی )خوبلی خواته بيا داسې فلمونه او سريال خپروي چې هغه مکمل پر بې حجابۍ او بې شرمۍ ولاړ وي .
دناولی شيطانی بازار خورول :
يقيناً چې د بانکونو جوړول ډير غوره کار دی هغه هم پداسې ملک چې امنيت يې خراب وي .
ولی داسې بانکونه نه چې هغه په يوه ناولی شيطانی بازار ولاړ وي اود کفری ټولنو څخه کاپی شوي وي .
که څوک غواړی ټولنی ته خدمت وکړﺉ زمونږ د سر دواړه سترګې دي نو بيا خو دې د ټولنی غوښتنی هم په نظر کې ونيسی ټولنه مسلمانه ده د اسلام په چوکات کې خدمت غواړی نه د کفر او اسلام ضد منکراتو په چوکات کې .
خدای ناترسه سوداګر :
هغه تاجران دی چې زمونږ ټولنی ته د منکراتو اسباب را واروي هغه که هر شي وي (د فحشاء اسباب ، حرام مشروبات او نور ).
آيا په دنيا کې د بل شي تجارت نشته چې نن دې له ځانه يو شيطانی عسکر جوړ کړی او شيطانت ته وده ورکوي .
آيا ستا ګټه به ډيره وي او که د هغو سوداګرو چې حلال کار بار کوي ؟
 
د ديموکراۍ علمبرداران :
داسې کسان هم شته چې په ډيره بې شرمۍ سره د اسلام پر ځای ناولی ديموکراسۍ ته ترجيع ورکوي .
چې دا عمل د خدای ج سره ستره بې وفايی او د يوي مسلمانی ټولنی پر وړاندې ډير ستر ظلم بولو .
ګرانه ! خلکو ته داسې فکر مه کوه لکه خپل ځان ته دی ته خو د شيطان پر پله روان يې ايمان دې ضعيفه دی او د دنيا په عيش کې غرق تللی يې .
خلک له خدای ج سره مينه لري او دخدای ج په وفا سر ورکوي له اسلام سره مينه لري ستا د ناولې ديموکراسۍ پيغام نه منی .
 
آخری پيغام :
زما مسلمانانو وروڼو !
 
راشي په اسلام کې پوره ننوځی د شيطان لاری پريږدی د پرديو لاری پريږدی .
ښه داوي چې خپل رب خوشحاله کړو ځکه له هغه ج سره مو ټول ژوند دی ښه به داوی چی خپله ټولنه خوشحاله کړو ځکه دلته مو خاپوړی کړی دي ددی خاوری په مصارفو تحيصل کړی دی دا يو غرتی ټولنه ده  چې هر باغرته ته په خپله غيږ کې ځای ورکوي .
 
ايا د يو مسلمان افغان لپاره دا شرم نه دی چې خپل لوی رب ج پريږي د شيطان پر پله لاړشي
خپل کړيدلی ولس پريږدی د بل لپاره هلی ځلی وکړي .
الله ج دې مونږ ټول په سمه لاره برابر کړي (آمين)
 
آنلاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 31 times, 1 visits today)