د کفارو په کومک او پیسو جومات جوړول

سلامونه اواحترمات می وومنی زه یوه پوښتنه لرم که مهربانی وکړی ځواب یی راکړی
که چیری غیرمسلم یو مسجد جوړ کړی او یا غیرمسلم یو مسجد سره د روپیو کمک وکړی ایا دمسلمانانو په هغه مسجد کی لمونځ گیږی. ځکه دلته ډیرمسجدونو سره غیرمسلم دبرق دجای نمازونو اولاسپیکرونو کمک کوی . هیله چی اسلامی شریعت په ړناکی ځواب یی راکړی.
عارف دکندهارنه
ځواب
 بسم الله الرحمن الرحيم
قوله تعالی : مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَن يَعْمُرُواْ مَسَاجِدَ الله شَاهِدِينَ عَلَى أَنفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ أُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ 17 إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ …. (17-18 التوبه ) .
ژباړه : د مشرکانو د پاره (اجازه) نشته چې د الله جوماتونه ودان کړي ،پداسې حال کې چې دوی پخپل کفر شاهدان وي ،همدوی دي چې کړنې يې عبث شوې او همدوی دي چې ترترتله به په اور کې وي ، بې شکه د الله جوماتونه هغه څوک ابادوي چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري .
تشريح : دجومات عمارت کوم چې په پورته آیت شريف کې ذکر شو چې مشرک او کافر يې نشي کولای بلکي يوازې د نيک صالح مسلمان کار دی ددې نه د جوماتونو د توليت او انتظام برابري ده ،حاصل يې دا چې يو کافر لره د څه اسلامې وقف متولی او ناظم جوړول جايز نه دي ،پاتې شوه د ظاهرې تعمير لکه ديوالونه ،چت او نور (په هغه کې که د ضرورت په وخت کې) د کوم غير مسلم نه کار واخيستل شي باک نه لري .
دغه شان که يو غير مسلم د جومات جوړولو د پاره څه روپۍ يا چنده ورکړي نو قبلول يې هم په دې شرط جايز چې د ده نه څه ديني او دنيوي نقصان يا د آينده د پاره په هغه باندې د قبضې کولو يا د احسان د ضبط څه ويره نه وي (ردالمختار،شامې او مراعی ) .
معارف القرآن تفسير مفتي محمد شفيع رحمه الله .
فتاوي شبکة اسلامې د کفارو په پسو د جومات جوړولو په هکله ليکي :
د جومات په جوړولو کې د کفارو کومک او شرکت د مسلمانانو سره له دريو حالاتو خالی نه دی :
اول : داچې کفارو د مسلمانانو سره د جومات په اداره ،انتظام او سرپرستی کې شريک وي چه داسې کول حرام دي ځکه جومات د عبادت ځای دی او داسې کول  په عبادت کې د کفارو شرکت شو او يا پر مسلمانانو باندې د کفارو لخوا سرپرستي شوه چې دا حرام دي .
دوهم : چې کفار د مسلمانانو سره د جومات په جوړولو کې په فني او معماري ډول شرکت وکړي داسې کول هم د مسلمانانو د پاره مناسب نه دي ځکه کفار ددې دين او دهغه د پيروانو دوښمنان دي او جومات د اسلام د سترو نښو څخه يوه نښه يا شعار دی ، که فني کس موجود نه وي د څه ضرورت په صورت کې د غير مسلم څخه په فني ډول کار اخيستل باک نه لري لمونځ پکې صحي کيږي .
دريم : داچې کفار څه څنده او پيسې د جومات جوړولو د پاره مسلمانانو ته ورکړي (او نور ټول انتظام د مسلمانانو وي ) نو په دې کې څه مانع نشته ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د روم او فارس د پاچاهانو لکه قيصر او المقوقس هديه قبوله کړی ده او د غير مسلم هديه قبول جايز دي .
المجلس الإسلامي للإفتاء د کفارو د هديه قبولو يو دليل دا ذکر کړی دی :
أخذ الهبة المالية من الكافر تقليل للفجور في الأرض؛ لأن الكافر لا يتورع عن استعمال ماله في حرام.
 يعنې د کفارو څخه مالي هبه اخيستل په ځمکه کې د فساد او فجورو د د کميدو سبب ګرځي ځکه چې کفار په حرامو کې د مال له مصرف څخه هيڅکله هم مخ نه اړوي .
د احنافو ستر مفتي کفايت الله په دې هکله وايي :
د غیر مسلم جوړ کړی جومات کې لمونځ کول صحی کیږی مګر غوره دا ده چې په هغې لمونځ ونشي  (کفايت المفتي ج ۳ ص ۱۵۹)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:

فإن رعاية الكفار ومشاركتهم للمسلمين في بناء المسجد -التي سأل عنها السائل- لا تخلو من واحد من احتمالات ثلاث:
1-الاحتمال الأول: أن تكون مشاركة في المسئولية بحيث يكون لهم (أي الكفار) كلمة وقرار في شؤون المسجد وإدارته ، وهذا لايجوز ، بل هو محرم ، لأن فيه إقرارا وإشراكا لهم في دين المسلمين وعباداتهم وهم على كفرهم ، وهو من تسليط الكافرين على المسلمين .
2-الاحتمال الثاني: أن تكون مشاركة فنية في البناء والتخطيط ونحو ذلك، وهذا لا ينبغي في حال الاختيار ووجود الكفاية والخبرة المطلوبة لهذا العمل عند المسلمين ، لأن الكفار أعداء لهذا الدين ولأهله، والمساجد من أهم مميزات المسلمين وخصوصياتهم، والكفارغير مأمونين – لو أشرفوا على بناء المسجد – أن يدسوا فيه مايسيء له ولأهله، مع ما هو ملازم لهم من النجاسة والأقذار التي يجب أن تبعد عن بيوت الله تعالى، لكن لواشتركوا في أعمال البناء لعدم وجود البديل ، أو كانوا بنوا بناء ، سواء كان هذا البناء مما خصص لعباداتهم كالكنائس ، أو كان بناء عاما تحت أي مسمى ، فاشتراه المسلمون فصلاة المسلمين فيه صحيحة إذا كان طاهراً.
3-الاحتمال الثالث: المشاركة المادية المتمثلة في تقديم مال للمسلمين لبناء مسجد دون أي مشاركة أخرى، فهذه لا مانع منها، لأنه قد صح أن النبي صلى الله عليه وسلم قبل هدايا الكفار كقيصر والمقوقس، وحيثما جاز للمسلم قبول هدية الكافر وتملكها فلا مانع من جعلها في المسجد، أو غيره من مصالح المسلمين.
وقال شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله: “وأما نفس بناء المساجد فيجوز أن يبنيها البر والفاجر والمسلم والكافر، وذلك يسمى بناء كما قال النبي صلى الله عليه وسلم: (من بنى لله مسجداً بنى الله له بيتاً في الجنة)”. فتاوي شبکة الاسلامية .

والله تعالی اعلم
وصلي الله وسلم علي محمد و علي آله و اتباعه الي يوم الدين
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
    ډیره مننه له دی چې داسی مهم معلومات په ليکه کوی الله ج مو کامايب لره
    امين
    په مينه