د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول

پوښتنه : ځنې مسلمانان چې په خارجي ملکونو کې اوسيږي د يهودو او نصاراؤ د رخصتيو او اخترونو تعظيم کوي حتی چې خپلې رخصتی د يهودو او نصاراؤ د اخترونو ورځو ته ساتي تر څو  د دغه اخترونو په لمانځنه کې ونډه واخلي او حتې په دې ورځو کې اسلامې مدرسې هم رخصتوي .؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کفارو په اخترونو او مېلو کې شرکت کول حرام دی ځکه چې دا د کفر شعائر دي (کفايت المفتي ج ۹ ص ۳۱ ) – (۱ )

(۱) عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه قال سمعت رسول الله ضلی الله عليه وسلم يقول : من کثر سواد قوم فهو منهم و من رضی عمل قوم کان شريکا لمن عمله (المطالب العالية بزوائد المسانيد الثمانية ۲/۲۴ ) .

فتاوي علماء بلدالحرام يې په اړه ليکي :

اول : دا چې د مسلمانانو تر مينځ د اسلامې شعايرو اظهار او لمانځنه يو سنت عمل دی او د هغه د لمانځنې ترک د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو او طريقې مخالف دی چې په صحيح حديث کې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : «عليكم بِسُنَّتِي و سُنَّة الخلفاء الراشدين ‌المَهدِيِّين، تَمَسَّكُوا بها، و عَضُّوا عليها بالنَّواجِذ»:[1]

(تاسې زما طريقه او د خلفای راشدينو رضی الله عنهم طريقه باندې عمل وکړﺉ ،او هغه په خپلو غاښونو ټيګه ونيسئ). په غاښونو سره نيول کنايه ده د ډير تأقيد د پاره .

دوهم : دا چې د مسلمانانو د پاره د کفارو په اخترونو کې د خوشحالی اظهار کول په هغه کې کډون کول او رخصتي کول جايز نه دي ځکه چې دا د الله تعالی د دوښمنانو سره مشابهت کول دي دا کار حرام او د هغوی سره په باطل کې کومک کول دي . پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي : «مَن تَشَبَّهَ بقومٍ فهو منهم»:[2]

(څوک چې خپل ځان د کوم قوم سره تشبه کړي له همغه قوم څخه شميرل کيږي )

الله تعالي فرمايي:‌ « وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ »

( د نيکۍ او تقوی په لاره کې يو له بله مدد کوﺉ او د ګناه او ظلم په کار کې کومک مه کوﺉ له الله څخه وويږﺉ چې د الله سزا ډيره سخته ده ). «مائده/2»

شيخ الاسلام ابن تيميه د «اقتضاء الصراط المستقيم، مخالفة اصحاب الجحيم».[3] په کتاب کې وايي : « د هغوی سره په ځنو اخترونو کې مشابهت کول ددې باعث ګرځي چې هغوی پر خپلو باطلو اعمالو خوشحاله شي …..»

حتې تر دې چې هغوی په دې طمع کې شي او دا فرصت غنيمت وشمري تر څو ضعيف کسان د ذلت طرف ته کش کړي ، هر چا چې دا ډول اعمال تر سره کړل ګناهکار دی فرق نه کوي که هغه د دوستۍ ،سازش يا شرم له وجې وي . ځکه دا د کفارو سره په دين کې سازش دی او دا د کفارو د روحي تقوي اسباب دي چې دا د هغوی پخپل دين باندې د افتخار سبب ګرځي .

ابن قيم «رحمة الله عليه» د احكام اهل ذمه[4] په کتاب کې دا مطلب نقل کړی دی چې کفارو ته عيد مبارکي ويل په اتفاق سره حرام دي .

لنډه دا چې دا عمل د الهي دوښمنانو د باطلې لارې تقويت او د هغوی سره په اسلام دوښمنو اعمالو کې ونډه اخيستل دي او د هغوی تقويه کول دي چې مسلمانان بايد له دا ډول اعمال ځان وساتي  .

الله تعالی دې مونږ ته په دين باندې د ثبات توفيق راکړي .

و بالله التوفيق و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم

د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه (2/47،48)

آن لاين اسلامې لارښود


[1] احمد (4/126)، ابو داود(4607)، الترمذي (2676) او ابن ماجه (42، 43)، او ابن حبان په «صحيح» (5)، حاكم 1/174-177(3298- 333) و صحيح بللی او ذهبي هغه تاييد کړی.

[2] أبوداود(4031) په روايت ابن عمر او الطبراني په الأوسط(8327) په روايت حذيفه او أحمد په روايت ابن عمر  رضی الله عنه احكام اهل الذمه (1/441)

[3] اقتضاء صراط مستقيم،ص(219)

[4] احکام اهل ذمه

Print Friendly, PDF & Email

6 تبصرې

  1. سبحان الله الله ج دی موږ د داسی ناوړو اعمالو نه د هميش لپاره وساتی

  2. ډیره اساسه موضوع ته مو اشاره کړی خدا مو خوشاله لره.

  3. يرحمك الله عليك

  4. احسان الله

    سلام علیکم
    جزاکم الله خیرا
    خو زه صرف یو تعلیق کوم هغه دا چی زما په فکر دا سوال په درست شکل نه دی شوی ځکه په غرب کی ډیر داسی مسایل دی چی د هغی له وجی مسلمانان خپلی رخصتیانی د هغو عمومی رخصتیانو سره برابروی نه دا چی دهغوی د اخترونو او نورو مذهبی ورځو تعظیم کوی چی ذکر یی اوږدیږی د مثال په شکل په داسی ورځو کی مکتبونه، رسمی اداری او زیات شمیر شخصی اداری رخصت وی نو د هری اجتماعی معاملی لپاره همدا مناسبی ورځی دی ځکه اکثره خلک په همدی ورځو کی وخت لری که نور هیڅ هم نه وی مسلمانان هم غواړی ددی لپاره چی ماشومان یی په کور کی دی خپلو ماشومانو سره وخت تیر کړی نو همدا ورځی درخصتی لپاره انتخابوی.
    خدای د وکړی چی څوک خفه نه شی دا زما نظر دی
    سلام علیکم