دعيسويانو په لاس ذبح حلاله ده که حرامه ؟

 

Message:   نــــــــــوم  : Habibi
ســـرليک  :
مـــــــــتن  :Question
Dears:
First of all, I am so sorry that I did not write by Pashto. The reason is that, I have problem with the writing Pashto letters on keyboard, but I am trying to learn it. Anyway, I have a question about the eating of the meat which is slaughter by non-Muslim. Regarding this issue I searched a lot on internet, but I could not find exact information about it. I am going to clear a little more this issue. I am living in a non-Muslim country which most of the people it practicing Christina religion. In addition to slaughtering, they all are now slaughtering animal and chicken by machine which does not make any sense to me about Halal and Haram. If anyone has information about this issue and posted that would be great, and may GOD bless him.

Thanks

پوښتنه : زه په کفری ملک کې اوسيږم چيری چې ذيات عيسوي مذهبی دی اوس پدی اړه معلومات غواړم چې ددی ځای غوښه خوړل او ذبح به نو حلاله وي که حرامه ؟
 
دذبحی شرعی شرايط :
که په ذبح کې دغه لاندی شرايط موجود وي حلاله ده او که يو هم نه وي موجود مرداره ده .
۱- د ذبحی په وخت کې د الله ج نوم اخيستل .
قوله تعالی : وَلاَتَاْکُلُوا مِمَّالَمْ يُذْکَرَاِسْمُ الله عَلَيْه ژباړه : داسې څاروي مه خوری چې په هغی باندې د الله نوم نه وي اخستل شوی .
 
۲- ذبح په شرعی طريقه سره
قوله تعالی : حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُم 3 المايده
ژباړه : پرتاسې باندې حرامه کړشوی ده مرداره او وينه او دخنځير غوښه او کوم څاروی چې د غيرالله په نوم حلال شوی وي اوکوم چې د مری په زندی کولو مړ شي او کوم چې په وهلو مړشي او کوم چې د ويری نه په پريوتلو مړ شی او کوم چې د يوبل سره په لګيدلو مړشی اوهغه چې کوم درينده يې مات کړی لکن هغه چې ذبح کړشی .
۳- د ذبح کونکی به مسلمان يا اهل کتاب وي .
قوله تعالی : وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ5 الماِذه ژباړه :او کومو خلکوته چې کتاب ورکړشوی دی دهغی ذبحه تاسې ته حلاله ده او دتاسې ذبح د هغوی لپاره حلاله ده .
 
ولی خبره اوس داده چې  دغه اهل کتاب چې قرآنکريم ښودلی له دغه اهل کتاب نه مراد کومه ډله ده.
پدی کې د اصحابوکرامو،تابعينو او فقهاؤ تر منځ اختلاف ؤ او نن هم شته چې دا نو اوس کوم اهل کتاب دی ځکه چې اوس خو اکثره تش په نامه ځانونه اهل کتاب بولې ولی په اصل کې دوی لادينه دی هيڅ هم نه منی .
خود فقهاؤ له څيړنو داسې معلوميږی چې هغه اهل کتاب (يهود او نصارا) چې پر خدای ج او کتاب يې ايمان لری اګر که دا کتاب تحريف شوی دی (ځکه چې دا کتابونه خو د رسول الله په دور کې هم تحريف شوي ؤ) نو ددی ډول خلکو ذبح حلاله ده .
اوهغه کسان چې دهرين دی له دينه يې آزادی اخيستی يو دين هم نه منی هسی د خپلو سياسی اهدافو په خاطر خپل ځان په اهل کتابو ور تړي ددی کسانو ذبح مرداره ده .
بيا هم په قاطع ډول څوک نشی ويلای چې د فلانی ملک د خلکو ذبح حلاله ده .
دا يوه لويه مسئله ده چې بايد په نړيواله سطحه یې علماء کرام حل کړي .
زمونږ دغه معلومات په وس پوره ؤ چې درته ومو ليکل نور پدې نه پوهيږو چې ددغه ملک ذبح به حلاله وي که مرداره .
 
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 84 times, 1 visits today)