د رياکارۍ تعريف او يوه مهمه سپارښتنه

د ريا تعريف : د ريا حاصل دادی چې د يو عمل څخه د خلکو په نظر کې د خپل ځان د لويوالی د لاسته راوړلو لپاره يو ذريغه جوړه کړي دا هم له کبر څخه پيدا کيږي (حنفي فقه – تحفة العلماء ج ۲ ص ۱۶۰ ) .
يا په بل عبارت خلکو ته خپل نيک اعمال ښکاره کوي تر څو دی د خلکو په زړه کې محبوب او عابد جوړ شي او خلک ده ته عابد او ښه سړی ووايي .
د رياکارۍ ځنې نښی :
– منافق او دوه مخئ وي .
۲- د خلکو په مخ کې په ډيره توجه او عاجزی عبادت کوي .خو په تنهايئ بيا په بل حال وي .
۳- دا خوښوي چې خلک دی په ټولو کارونو کې وستايي .
۴- کله يې چې خلک کارونه ستايي نو د هغه په اضافه کولو کې کوښښ کوي خو مدح او صفت يې ونشي هغه عمل کموي .
۵- اهل د چل او دوکې ورکولو وي .
   ۶- پر نورو منت بار وي .
۷- کوښښ کوي خپل نيک اعمال د خلکو په مخ کې تر سره کړي .
   
۸- سترګې يې نورو ته نيولې وي د مخلوق طمع کوي او په خدای جل جلاله توکل نه کوي .
۹- ظاهراً خدای يادوي خو په زړه د الله تعالی ډير کم ذکر کوي .
۱۰- ځان غوښتونکی او مغرر وي .
 
د ريا بدوالی په قرآن او حديثو کې :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ (264 البقره ) ‹‹ای مؤمنانو ! خپل خيرات په منت کولو او ازار رسولو سره مه باطلوئ لکه هغه چا غوندې چې خپله شتمني د خلکو د ښودنې لپاره لګوي›› .
يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً (142النسآء)
‹‹دوی د خلکو پر وړاندې ځان ښوودنه کوي او الله نه يادوي خو ډير لږ ››
عن ابن عباس، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم “من سمع سمع الله به. ومن راءى راءى الله به”. (۲۹۸۶ مسلم ) .
‹‹د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کوم کس چه څه عمل د شهرت د پاره کوي الله تعالی به هغه د قيامت په ورځ په رسوائی سره مشهور کړي او څوک چه د رياکارۍ او ښودنې د پاره عمل کوي الله تعالی به هم هغه ته د رياکارانو په شان بدله ورکړي ››.
عن أبي هريرة، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم “قال الله تبارك وتعالى: أنا أغنى الشركاء عن الشرك. من عمل عملا أشرك فيه معي غيري، تركته وشركه”.(۲۹۸۵ مسلم ) .
د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :چه الله تعالی فرمايي : چه زه د شرک کونکی د شرک نه بې نيازه يم ،کوم څوک چه داسې عمل وکړي چه په هغې کې زما نه بغير بل څوک را سره شريک کړي ،نو زه به هغه او دهغه شريک دواړه سره پريږدم .
هغه څه چې ريا نه ده :
عن أبي ذر. قال: قيل لرسول الله صلى الله عليه وسلم: أرأيت الرجل يعمل العمل من الخير، ويحمده الناس عليه؟ قال “تلك عاجل بشرى المؤمن”.(۲۶۴۲ مسلم ) .
د ابې ذر نه روايت دی چه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه چه د هغه سړي په باره کې ستاسې نظر څه دی ؟ چې څه نيک کار وکړي او خلک د هغه صفت شروع کړي ،نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا د مؤمن د پاره عاجل انعام او زيرې دی (رواه مسلم ) .
يعنی په دې سره د هغه د آخرت اجر نه کميږي ځکه چه دده نيت دا نه وو چې خلک دده صفت وکړي ، علماؤ دا بيان هم کړی دی چه که کوم د صلاحيت يا مال واله کس ددې د پاره څه عمل وکړي چې خپل ماتحت کسان يې هغه ښه عمل ته تشويق او راغب شي نو دا هم ريا نه ده .
ريا سخته خطرناکه ده خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښونه په نظر کې ونيسئ:
ريا سخته خطرناکه ده او شرک شميرل کيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” الشرك فيكم أخفى من دبيب النمل على الصفا ألا أدلك على شيء إذا فعلته أذهب الله عنك صغار ذلك وكباره؟ تقول : « اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم » (صحيح الجامع البانى 2876)
‹‹په تاسې کې شرک په يوه ډبره باندې د مږې د پښو آواز نه هم پټ دی ،آیا تاسې ته د داسې شي لارښوونه ونه کړم چه که هغه عملي کړئ الله تعالی به تاسې د کوچنی او لويې ريا نه لرې وساتي ؟ دا دعا به وايئ : « اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم »، يعنى: خدايه ! زه پر تا پنا غواړمه له دې نه چې ستا سره څوک شريک کړم او حال دا چې زه ور باندې پوه وم او ستا نه بخښنه غواړم په هغه چې زه نه پوهيږم )
پس مونږ بايد هره ورځ دا دعا ووايو تر څو الله تعالی مونږ ته له ريا څخه نجات راکړي .
همدا وجه ده چه دې سايټ دغه مهمه دعا پخپله لومړي مخ ځای ګړه  

 وصلی الله وسلم علی محمد و علی آله و اتباعه الی یوم الدین

 آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email