په دعوت الی الله کې د قرآنکريم مسلک په ترغيب او ترهيب بناء شوی دی ، د فاسقانو مسلمانانو سره په دعوت الی الله کې حکمت دا دی چې هغوی به په ترغيب او ترهيب سره بلل کيږي . ځکه هر انسان د خپل ځان لپاره خير غواړي او د خير د حاصولو رغبت لري او د شر او بلاء څخه د ځان نجات
غواړي .
قرآنکريم کې چې د أمر يا نهی حکم راغلی وي نو ورپسې د حکم منوونکو لپاره ترغيب او د سر غړونکو لپاره ترهيب بيان شوی دی .
دا ځکه چې يوازې د ترغيب بيانول خلک د الله تعالی د خوف او ويرې څخه غافله کوي او يوازې د ترهيب بيان خلک د الله تعالی د رحمت څخه نا اميده کوي .
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 34 times, 1 visits today)