لومړی : موعظه حسنه

داسې وعظ چې په زړونو اثر وکړي او وعظ په دوه ډوله دی : وعظ تعليم او وعظ تأديب .

وعظ تعليم : عبارت دی د عقائدو له بيانولو څخه او همدارنګه د اوو قسمه احکامو بيان لکه : فرض ، واجب ، مسنون ، مستحب ، حرام ، مکروه او مباح  .

او داعې به هرې طبقې ته د هغوی د سويې سره سم بيان کوي ، د قرآنکريم اسلوب دا دی چې لومړی يې حکم بيان کړی وي او د هغه وروسته يې د حکم په اړه ترغيب او ترهيب بيان کړی وی لکه : د ميراث د احکامو د بيان وروسته فرمايي : [تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ][1] .

ژباړه: دا د الله تعالی حدود دي او چا چي د الله او د ده د رسول اطاعت وكړ، داسي جنت ته به ئې داخل كړي چي ويالې به ترې لاندي بهېږي، په هغه كي تلپاته او همدا ستره بريا ده. او چا چي له الله او د ده له رسول نه سرغړاوى او د ده له حدودو ئې تېرى وكړ، داسي اور ته به ئې ننباسي چي په كي تلپاته به وي او ده لره به سپكوونكى عذاب وي.

وعظ تأديب :

د نيکو اخلاقو فردي او ټولنيز آثار او ګټې بيانول لکه : حِلم ، په عهد وفاء ، رښتيا ويل ، صبر ، کرم ، شجاعت او سخا .

او د بدو او نا کاره اخلاقو خطرناکې پايلې بيانول لکه : غضب ، عجله ، غدر ، چل او فريب ، بخل ، غيبت او بهتان او بې انصافي کول او داسې نور .

داعي ته د مؤثر  وعظ لارښوونه :

۱- په ټولنه کې موجوده منکرات په نظر کې نيول يا هغه منکرات چې په هغه باندې د اخته کيدو ويره وي.

۲- بيا هغه منکر مخکې کول چې ضرر يې تر ټولو لوی وي او هغه د خپل وعظ او خطابت محور ګرځول .

۳- بيا د هغه منکر په باره کې د قرآن ، سنتو او صالحانو ارشادات راټولول .

۴- بيا د هغه منکر فردي ، ټولنيز ، صحي او مالي اضرار بيانول .

۵- بيا د هغه څخه د خلاصون د لارو او چارو بيان او دتوبې اهميت بيانول .

۶- بيا هغه د يو مضمون په توګه ليکل که له ياده يې بيان کړي ډير ښه که نه د قاغذ له مخکې يې بيانول .[2]

[1] سوره النسآء :۱۳-۱۴ .

[2] –  حکمة في الدعوة الی الله / دوکتور سعيد بن علي القحطاني ص ۴۱۲.

Print Friendly, PDF & Email